، کلام او نور عملونه اغېزمن کوي دغه ناروغي د ماغزو په مرکزي برخې سبسټېنشيا نېګرا کې د ډوپامين-لرونکو ژونکو د مړينې په سبب راپېښېږي. د دغې ناروغۍ په پيل کې د خوځښت اړونده رامېنځ ته شوې څرګندې نښې نښانې، د لاسونو رېږدېدنه، د عضلو شخوالی، د خوځښت او حرکت سستي او پڅتوب او په تګ او توازن کې ستونزې دي. د ناروغۍ وروستنۍ نښې نښانې فکري او د کړو وړو ستونزې دي چې د عقلي زوال نښه د عمر په ډېرېدو سره لويه ستونزه رامېنځ ته کوي. د دغې ناروغۍ نورو نښو کې حسي نښې، د خوب او احساساتو ورانښت شامل دي. د پارکېنسون ناروغۍ په هغو پوخ عمره خلکو کې پېښېږي چې عمرونه يې اکثراً له ۵۰ کالونو نه ډېر وي.
10.02.2013
- امیل همدرد
په ايدز د اخته ناروغ بدن بلآخره دومره کمزورئ کیږي چې د یوې ساده ناروغۍ په وړاندې هم د مقاومت توان له لاسه ورکوي او له منځه ځي .
د ختیځې آسیا او افریقا په ډيرو هیوادونو کې دا ناروغي له صحي پلوه لومړۍ درجه ستونځه ګڼل کیږي خو د الله په فضل په افغانستان کې د دیني اعتقاداتو او باورونو له امله ددې ناروغۍ کچه کمه ده .
که څه هم دقیق اطلاعات په لاس کې نه شته خو د طالبانو د واکمنۍ پر وخت کې د ملګرو ملتونو په یوه صحي راپور کې په دې ناروغۍ د اخته خلکو شمیره کابو صفر وه .
د W...
10.02.2013
- امیل همدرد
سره له دې چې دا ناروغي په لودیځو پرمختللو هیوادونو کې له منځه تللې خو په آسیايي او افریقايي هیوادونو کې لا هم شتون لري چې هم ېې ناقله غوماشې یا میاسه د حشره وژونکو درملو او هم ېې پرازیت د ملاریا ضد انتي بیوتیکو په وړاندې ورځ په ورځ مقاومت پیدا کوي . د ملاریا ناروغي د انافل په نوم غوماشې له خوا د انسان د بدن له چیچلو پيلیږي . دا غوماشه تر ډيره د شپې پرمهال د انسانانو وینه زبیښي او د خپلو لاړو په وسیله د ملاریا پرازیت هم د انسان بدن ته ترزیقوي . دا پرازیتونه په سر کې د وینې له...