یوه نوې څیړنه وايي چې د کور او کوټې نظافت او نظم ته توجه کول، د الزایمر یا د هېرېدا د ناروغۍ خطر کموي او د حافظې له پیاوړتیا سره مرسته کولای شي.

  په دې سربېره د پاکۍ په کار کې برخه اخیستل، د بدن د اضافي کالوریو له سوځېدا سره مرسته کوي.

  له بلې خوا مونږ ټول په دې پوهېږو چې که کور پاک ، سوتره  وي او هر شی په خپل خپل ځای کې وي، نو ذهن مو ورسره سکون او ارام مومي. که په دې پوه یو چې د کوټو کیلیانې چېرې دي یا مثلا تذکره چیرته ایښې ده، ذهني پریشاني مو کمېږي. نوې څېړنه دا هم وایي چې د کور د پاکولو او منظم کولو فعالیت پخپله هم تشویشونه او ذهني ناکرارۍ کمولای شي.

  دغه راز د کور پاکي د حساسیت او آلرژي له کمېدا سره مرسته کوي. د رویجایانو، پردو، غلافونو، فرشونو ، فرنیچراو نورو وسایلو پاک ساتل، وینځل او صافي ورباندې تېرول، د دې سبب کېږي چې په کوټو کې ګردونه کم شي او  د کور اوسېدونکي تر ډېره حده د آلرژي او حساسیت له تکلیفه خوندي پاتې شي.

  د کور او کوټو نظم او نظافت ته د پام کولو بله ګټه دا ده چې ذهني تمرکز ورسره زیاتېږي. که په کور او کوټه کې ګډوډي وي او هر شی هر چیرته پراته وي، په ذهن باندې بد اثر پرېباسٍي، تمرکز یې کمېږي، خو که په کوټه کې نظم وي او هر شی په خپل ځای کې وي، د ذهن دقت او تمرکز ته ګټه رسولای شي. څیړنې ښیي چې په کور او کوټو کې پاکي او نظم راسره مرسته کوي چې لومړیتونو ته  په آسانه متوجه شو او خپل کارونه په لا ښه ډول تر سره کړو.