د یوه سفارت مخې ته ولاړ وم، یو ناپیژاند رانږدې شو.
- دلته څه کوې؟
- د ویزې برخې انتظار باسم.
له نورې مقدمې پرته یې په سپکوونکې لهجه زما د شا بیګ ته اشاره وکړه.
- بیګ کې دې څه دي؟
- ډیر شیان پکې دي.
- دیر شیان، لکه؟
- لپ ټاپ، چارجر، اسناد.
- کولی شم بیګ دې وګورم؟
- ته څوک یې؟
- د امینت کس یم.
- کارت دې کتلی شم؟
د کارت د ښودلو په ځای یې واسکټ دواړو خواوو ته خلاص کړ. ما ورته کړه، چې اعتبار نشته، مخابره او تومانچه زمونږ د دفتر ملازمین هم ګرځوي، سړی ښه په غوسه شو.
- کوم دفتر کې کار کوې؟
- د پوهنې وزارت کې.
- کارت دې راوښیه.
- اصول دا دي، چې لومړی ته کارت راوښیې.
- امنیت والا کارت نلري (!)
کارت مې ورته له جیبه راوکیښ.
- لوستی یې شې؟
- دا پوښتنه دې ولې وکړه.
- هسې، ډیر امنیتي کسان نالوستي وي.
- هغه پولیس وي، امنیتیان نه (!)
په پای کې یې نصیحت پیل کړ، چې په مونږ باید افتحار (!) وکړئ، زمونږ له برکته په هیواد کې په امن (!) کې ګرځئ.