نورو ته د قلم او ژبې د جهاد د ارزښت په ښکاره کولو کې مو نږدې خولې وشکیدې، خو چې خپلو ملګرو ته د څه لیکلو ووایو هغوی بیا وخت نلري.

 څه فکر کوئ یوه لیکنه څومره وخت غواړي؟

 یو ساعت نه، نیم ساعت نه، حتی لس دقیقې هم نه، لیکنه هومره وخت ته اړتیا لرې څومره چې په فیس بوک کې د یوې خبرې یا تبصرې شریکولو ته پکار ده. په لیکنه کې نور څه دي یوه سوژه ټاکل دي بس او هیڅ ملګری په فیس بوک کې خبره د سوژې له ټاکلو پرته نه شریکوي بلکې له شریکولو مخکې جمله څو ځلې ولولې بیا فکر پرې کوي چې د خلکو به خوښه شي او که نه وروسته یې بیا خپروي. همدومره وخت لیکنې ته ورکړئ او یوه لنډه مقاله ولیکئ.

 د رمضان په اړه بلا احادیث راغلي، که نور هیڅ نه وي یو حدیث راواخلئ له ژباړې سره یې ولیکئ او څو ټکي د درس یا توصیې په بڼه ورسره زیات کړئ.

 د انټرنټ پدې اوسني عصر کې هسې هم اوږدې لیکنې ډیر لوستونکي نلري ځکه نو چې لیکنه څومره لنډه وي هماغومره د لوستونکو د پام وړ ګرځي.

 بله دا چې دا دعوت هسې د بیکاره خلکو کار نه دی، یو مسئولیت دی چې د وخت قرباني غواړي. که دومره اسانه وی هر څوک به داعي وی خو داسې نه ده ځکه هر څوک پدې لار کې قرباني ته تیار نه دی.

 هغوی چې وایي لیکنه نه شي کولی، په اصل کې په ځان باور نلري. په خبرو کې خو ښه تکړه یو، له پوښتنې پرته په مسایلو تاوده بحثونه کوو، خو چې د لیکنې راته څوک ووایې غړي مو سست شي. څه چې وایو که نیمايي یې په یوه پاڼه ولیکو یوه ښه لیکنه برابریږي. که لیکنه نه کوئ کم له کمه یو څه خو حتما ژباړئ پدې کې خو دومره مشکل نشته.

 بیا هسې د شوق لپاره یې نه لیکو بلکې جماعت یې رانه غواړي داسې جماعت چې بنسټ یې پر اطاعت ایښودل شوی. زه کله کله عجیب غریب بلاګونه ګورم خلک داسې څه لیکي چې نه د لیکوالي له اصولو سره برابر وي او نه پکې کومه معنی پرته وي ان املا یې سمه نه وي، خو پدې نیت چې لیکنه وکړي یو څه لیکي. په همدې حال کې یې که موږ نه لیکو دا به نو لویه جفا وي.