لیکنه: تاج محمد تمکین

نن ورځ که تاسې په افغان ټولنه کې وګورۍ نووبه وینۍ چۍ دنیشنلزم یاقوم پرستۍ ساري مرض تر ډیره بریده دافغان ځوانانوپه ذهنونوکې پیچکاري شوی دی اولاتردې چې په ډیری شمیر ويبپاڼوکې په مختلفونومونوګروپونه جوړشوي دي  چې یوه بیلګه یې دفیس بوک انترنتي ویبپاڼه د ه  چې پکې دافغانستان دمختلفوقومونوپه نوم ګروپونه جوړشوي دي اوددې ګروپونوګډونوال پکې داسې کمنټونه ورکوي چې ترینه ښکاره ددغه خطرناکه مرض یانې نیشنلزم اغیزې څرګندیږی.نیشنلزم هغه څه دي چې ترینه په اسلام کې کلک مخنیوی شوی اوخصوصا رسول الله مبارک په ډیری شمیر احادیثوکې مسلمانان ددغه کارڅخه سخت منع کړی دی.ځکه چې ددغه کار ډیرې خطرناکې پایلې لري.

نیشنلزم یوه داسې نظریه ده چې پکې یووالی دفامیلونواوقبیلوپربنسټ جوړیږي اوداداسلام سره ځکه مخالفه نظریه ده چې په اسلام کې ددخلکویووالی دعقیدې پربنسټ ولاړدی اوهغه په خدای اودهغه په رسول عقیده ده یعنې اسلام ددغه رسۍ پربنسټ دخلکوترمنځ یووالی غواړي اودنیشنلزم دنظرڅخه یې منع کوي.دمسلمانانوګروپ بندي کول اویوکول دقبیلوي کرښوپه اساس په سختۍ سره په اسلام کې منع شوي دي.په ابوداودشریف کې روایت دی چې رسول الله مبارک وفرمایل :هغه زمونږدډلې څخه نه دی څوک چې عصبیه(نیشنلزم/قوم پرستۍ ) ته لمن وهي ،یاڅوک دنیشنلزم لپاره جنګیږي اویاهم څوک دنیشنلزم لپاره مړشي.

همدارنګه په یوبل حدیث شریف کې رسول الله مبارک قوم پرستۍ طرف ته په اشاره کولوسره وویل: داموضوع پریږدۍ .دابدترین کاردی.(مسلم اوبخاری شریف)

اومشکوات المصباح کې راځي چې نبی علیه صلوات وسلام وفرمایل:هرهغه څوک چې دعصبیه یانیشنلزم لپاره کارکوي داسې ده لکه دخپل پلار په اعضای مخصوصه(تناسلي آله) خوله لګوي.

اوهمدارنګه په الترمذی اوابوداوود کې راځي چې حضرت محمد علیه سلام وفرمایل: په رښتیاسره هم بعضې خلک شته چې دخپلومړوخپلوانولویوالی بیانوي(اودې طرف ته خلک رابولي) لیکن دالله جلاله په نظرکې دوی دهغې تورې حشرې څخه هم ډیر زیات بې شرمه دي کوم چې په خپلې پوزې سره دغایطه موادویو پنډوسکی انتقالوي.الله جلاله له تاسوڅخه دجاهلیت دوختوځان اهمیتي لرې کړې ده سره مړوخپلوانودصفت سره،انسان صرف دالله نه ویریدونکی عقیدت مند  دی اویاهم یوبدمرغه ګناهګار.ټول خلک دآدم علیه سلام اولادونه دي اوادم دخاورې څخه جوړشوی وو.

همدارنګه په یوه واقعه کې ذکر شوې ده چې بعضې خلکوسلمان فارسي باره کې څه خبرې وکړې یعنې دوی دفارسیانودضعف باره کې خبرې وکړې چې دعربو سره یې په اړیکوکې درلودې اوکله چې نبی علیه سلام داواوریده نو ویې فرمایل:سلمان فارسي زمونږځینې دی یعنې داهل بیتوڅخه.

داسې نورهم ډیری شمیر احادیث اوواقعې شته چې پکې دقوم پرستې څخه پکې سخته منع راغلې ده .دپورته ټولوذکر شوو احادیثوڅخه په ‌ډاګه  معلومیږي چې اسلام دنیشنلزم څومره مخالف دی اوپدې تار دروابطودتړلویې سخت مخالفت کړی دی .زمونږ ځوانانوته په کاردی چې دنیشنلزم څخه په کلکه ځان وساتي اونوروته هم توصیه وکړی چې دنوموړي مرض څخه ځان وساتي اونوروته هم پدې باره کې معلومات ورکړي کنه نوخدای مه کړه زمونږ ټولنه به دنیشنلزم په پایله کې داسې حالت ته ورسیږي چې پایلې به یې ډیرې زړه بوږنوونکې وي.