غزوه ذات الرقاع 
دڅلورم هجري کال دجمادی الاول په مياشت  کې رسول الله (ص) ته خبر راورسېد چې بني محارب  او بني ثعلبه ستاسو مقابلې لپاره دخلکو په راټولولو بوخت دي ،نو  رسول الله (ص) دڅلور سو ه صحابه کرامو ډله له ځان سره واخيسته او دنجد طرف ته  روان شو کله چې رسول الله (ص) نجد ته وسېديو څه خلک يې دعطفان دقبيلې هم و ليدل ،جنګ ونشو خو رسول الله (ص) صحابه کراموته دصلوة الخوف امامت وکړ،ابو موسی اشعاري (رض) فرمايي چې دې غزا ته  ذات الرقاع پدې وجه وايي چې درقاع معنا ټوټې دي او په دغه غزا کې په ډېر مزل کولو سره زمونږ پښې وچاودېدلې چې بيا مو  پښو ته  ټوټې ورواچولې پدې وجه دې غزا ته ذات الرقاع وويل شوه.((بخاري شريف)) 
غزوه بدر موعد
دهجرت په دريم کال داحدله غزا څخه دراستنېدو په وخت کې له ابو سفيان سره وعده شوې وه چې اينده کال به په بدر کې جنګ وي په همدې بنا رسول الله (ص)له  پنځلس سو ه صحابه کرامو سره  دهجرت په څلورم کال دشعبان په مياشت کې دبدر طرف ته روان شول،هلته چې ورسېدل اته ورځې يې د ابو سفيان انتظار وکړ ،ابو سفيان هم له مکې څخه څه کسان له ځان سره کړل او چې ((مرالظهران))  نومې سيمې ته  ورسېدل نو نور يې داهمت ونشوای کړای چې مقابلې ته وړاندې شي،نو ويې ويل چې سږ کال ګراني ده او دا کال دجنګونو نه دی ،نو رسول الله (ص) چې دابو سفيان چې لدې پريکړې خبر شو نو هغه هم بېرته مدينې منورې ته  راستون شو.   
دحضرت خبيب بن عدي شهادت او دمنافقانو فريب 
دهجرت په څلورم کال دبنو لحيان مشر سفيان بن خالد دمسلمانانو پر خلاف داسې يو پلان جوړ کړ چې دعضل او قارې  اووه کسان يې دپيسو په بدل کې استخدام کړل  تر څو داسلام په جامه کې مدينې منورې ته لاړ شي او په څه پلمه څومسلمانان له ځان سره راولي اوکفارو ته يې په لاس ورکړي ،دغه اووه کسيزه ډله مدينې منورې ته ورسېدله او رسول الله (ص) ته يې عرض وکړ چې له مونږ سره څوتنه داسلام مبلغين ولېږه چې زمونږ په قبيله کې داسلام تبليغ وکړي او خلکو ته دخدای(ج) احکامات وښايي. رسول الله (ص) دعضل او قارې دوفد وړاندیز ومانه او دعاصم بن ثابت په قيادت کې شپږ تنه صحابه کرام ولېږل چې يو پکې حضرت خبيب(رض) هم وو،کله چې دصحابه کرامود غه ډله د ((رجيع)) نومې سيمې ته ورسېدله دعضل اوقارې جاسوسانو دبنو لحيان خلکو ته خبرداری ورکړ چې راشي او ستاسو دغوښتنې وړ ښکار موبرابر کړی ده دبنو لحيان دقبيلې دوه سوه مسلح کسان ددغو شپږ تنو بې وسلې صحابه کرامومقابلې ته راووتل ، دغو دوه سوه کفارو په دوی حمله وکړه او درې صحابه کرام په شهادت ورسول او حضرت خبيب (رض) يې له دوه نورو ملګروحضرت زيد بن الدثنه او او حضرت عبدالله بن طارق سره  ژوندي ونيول شول چې حضرت عبدالله بن طارق بيا په لاره کې شهيد کړای شو اوحضر ت  خبيب يې دمکې په بازار کې دعامر بن حارث په زوی دسلو اوښانو په مقابل کې خرڅ  کړ ترڅو دخپل پلار  انتقام ورنه واخلي چې دحضرت خبيب(رض) په لاس دبدر په غزا کې وژل شوی وو،بالاخره يې دحضرت خبيب لپاره يې د((تنعيم )) نومې سيمه کې ورته دار ځوړند کړاو اعلان يې وکړ چې که څوک دخبيب دقتل ننداره کوي رادې شي. ډلې ډلې کفار دحضرت خبيب دشهادت نندارې ته له دريا اتڼ اوچکچکوسره  راروان وو.
جلادانو له حضرت خبيب نه پوښتنه وکړه که څه غوښتنه لرې نو وايه !حضرت خبيب ورته وويل نورڅه نه خو دومره غواړم چې دوه رکعته لمونځ وکړم لمونځ يې وکړ او دايې وويل چې زما عادت د اوو چې اوږد لمونځ به مې کاوه خواوس مې ځکه لنډ کړ چې بيا به تاسو ويل چې له مرګه وډار شو. حضرت خبيب لدې وروسته له اسلام او شهادت سره دمينې په هکله په زړه پورې او له معنا او سوزه ډک شعرونه وويل او له هغې وروسته حضرت خبيب په دار وځړول شو او تر وروستۍ سلګۍ پورې يې دتوحيد کلمه په ژبه جاري وه ،حضرت خبيب ددار تر کړۍ لاندې دادعا هم کړې وه چې خدايه زما جسد کفاروته په لاس مه ورکوې ،دهغه دادعا هم الله (ج) قبوله کړه او ددار له کړۍ څخه  دهغه مبارک جسد په زمکه راپرېوت او زمکې داسې تېر کړ چې بيا دزمکې په سر ښکاره نشو .انالله وانا اليه راجعون 
دڅلورم هجري قمري کال نور ې پېښې.
په همدې کال دشعبان په مياشت کې امام حسين (رض) پيداشو.
 په همدې کال دجمادی الاولی په مياشت کې دحضرت عثمان بن عفان (ځوی)عبدالله  دشپږو کالو په عمر کې وفات شو.
په همدې  کال دشوال په مياشت کې حضرت محمد(ص) له ام سلمه  رضی الله عنها سره نکاح وکړم.
په همدې کال د رمضان المبارک په مياشت کې زينب بنت خزيمه (رضی الله عنها سره رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) نکاح وکړه.
دپنځم هجري قمري کال پېښې په بله ليکنه کې .