دهجرت په دوهم کال دبدر غزا واقع شوه.

داسلام اوکفر ترمينځ دغه تاريخي غزا هم دهجرت په دويم کال درمضان المبارک په ۱۷مه نيټه مينځته راغله .دجنګ له پيل نه مخکې اول حضرت محمد(ص)خپلې دعبادت خونې ته لاړ.

اوهلته يې په ژړا ژړا يې  له لوی څښتن څخه دمرستې غوښتنه وکړه او دادعايې وکړه چې ((اللهم ان تهلک هذه العصبه من اهل الايمان اليوم فلاتعبد فی الارض ابداً.

ژباړه! الهي که دغه کوچنی ټولګی دې هلاک کړ نو دزمکې په سربه ستا عبادت کوونکي هيڅوک هم پاتې نشي .بيا يې دوه رکعته لمونځ ادا کړ لدې وروسته ورباندې لږه پريشاني راغله او له هغې وروسته دعبادت له خونې مسکی راووت او ويې ويل چې دکفارو فوځ به ضرور ماتي خوري او په شا به تښتي ،او رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  وفرمايل چې تاسو او ل جنګ مه پيلوﺉ.

په مسلمانانوکې اتيا يا تر اتياو دوه درې زيات مهاجرين او نور انصار وو.په انصارو کې يو شپيته تنه د اوس دقبيلې مجاهدين او اولس (۱۷) تنه دخزرج دقبيلې مجاهدين  وو.

ددواړو خواو څخه دجنګ صفونه تيارشول  بالاخره جنګ تيار شو او دکفارو او مسلمانانو ترمينځ دجنګ ډګر ګرم شو پدغه جنګ کې کفارو ټول هغه ځواک او  فوځ له ځان سره  راوړي وه چې هغه مهال يې لرلو.چې دمسلمانانو د۳۱۳ کم وسايلو مجاهدينو خو دايمان په زور سنبالو مجاهدينو سره جنګيدل. دجنګ په وخت کې يو ځل رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  له زمکې څخه يوه موټی خاوره راواخيسته او دم يې کړه او دکفارو په طرف يې وروشيندله چې لدې سره دکفارو ماتې ګډه شوه او کفارو له ميدان څخه دتيښتي لار ه خپله کړه.اودغه ستره بريا دمسلمانانوپه برخه شوه . پدې  تاريخي جنګ کې له ۳۱۳ صحابه کراموڅخه ټول ۱۴ تنه صحابه کرام شهيدان شوي وو چې  شپږ تنه يې مهاجرين او ا ته تنه يې هم انصار وو رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  چې له جنګ څخه فارغ شو  ،مسلمان شهيدان يې دفن کړل او دمشرکانو مړي يې په يوه لويه کنده کې واچول او خاورې يې پرې ورواچولې،  يو اځې داميه  بن خلف مړی لدې امله چې ټوټې  ټوټې شوې وو  او د راټوليدو نه وو هماغلته يې خاورې پرې ورواړولې.

درمضان المبارک ديرش روژې هم دهجرت په دوهم کال فرض شوې.

دهجرت په دوهم کال دشعبان په اخري لس ورځوکې درمضان المبارک ۳۰ روژې هم  فرض شوې او دا ايت نازل شو ((شهر رمضان الذي انزل فيه القران هدی للناس وبينات من الهدی والفرقان . فمن شهد منکم الشهر فليصمه ط.

ژباړه!مياشت درمضان ده چې نازل شو په هغې کې قران ،چې هدايت دې دخلقو لپاره .اودليلونه روښانه دي دلاره ميندلو او حق لره دباطل نه دجدا کولو،نو چې څوک پيداکړي له تاسو څخه دغه مياشت (رمضان) نو روژې دې ونيسي.

دام المومنين حضرت عايشه صديقه (رضی الله عنها)او عبدالله بن عمر(رض) نه روايت دی چې کله حضرت محمد(ص)  مدينې منورې ته تشريف راوړ نودعاشورې دورځې (لسم محرم) دروژې دنيولو حکم يې وکړ،خوچې کله درمضان المبارک روژې فرض شوې ،نو وې فرمايل چې اوس دعاشورې دورځې د روژې په اړه تاسو ته اختيار ده که خوښه مووي روژه ونيسي او که خوښه مو نه وي مه يې نيسي.دسلمه بن اکوع رضی الله عنه نه روايت ده چې رسول الله (ص) دعاشورې په ورځ يو شخص ته داحکم وفرمايلو چې په خلقوکې وګرځي چې که چا روژه نه وي خوړلې هغه دي روژه ونيسي او چا چې رو‌ژه خوړلي وي هغه  دې هم ماښامه پورې دروژه دارو په څېر خوراک څښاک نه کوي.(بخاري شريف)

دهجرت په دوهم کال دروژې په ورستيو ورځو کې دفطر صدقه او داخترونو لمونځونه اوقرباني  واجب شوه.

درمضان المبارک دمياشتې روستۍ دوه  ورځې پاتې وې چې د صدقة الفطر او دکوچني اختر دلمونځ حکم پدغه ايت کې نازل شو ((قدافلح من تزکی()وذکر اسم ربه فصلی.))

ژباړه! يقيناً کامياب شو هغه  شخص چې دباطني پليتيو او ګنده ګيو نه پاک شو اودالله(ج) نوم يې واخيست او داختر لمونځ يې وکړ.عمربن عبدالعزيز او  ابو العاليه به ددې ايت تفسير داسې کولو چې ((کامياب شو هغه شخص چې صدقة الفطر  اداء کړي او داختر لمونځ وکړي.))

همدغه راز په همدې کال دلوی اختر لمونځ او قرباني هم واجب شوه اودا ايت نازل شو چې ((فصل لربک وانحر)) ژباړه ! دالله تعالی لپاره داختر لمونځ وکړه او قرباني وکړه.،

حسن بصري (رح) فرمايي چې پدې ايت کې دلوی اختر لمونځ اوقرباني مراد ده.

په همدې کال نبي (ص) خپله کشره لور فاطمة الزهرا(رض)حضرت علي(رض) ته په نکاح  کړه

له رسول الله (ص) نه حضرت فاطمة الزهرا(رض) لدې وړاندې ابوبکرصديق او عمرفاروق(رض) هم دنکاح لپاره غوښتنه کړی وه خو رسول الله (ص) سکوت اختيار کړی وو.خوله هغې نه وروسته ابوبکر صديق او عمر فاروق(رض) حضرت علي کرم الله وجهه ته مشوره ورکړه چې ته د رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  دلور لپاره دنکاح پيغام واستوه .نوحضرت علي کرم الله وجهه ددوي دغه مخلصانه مشوره ومنله او اودرسول الله ((ص)) په خدمت کې حاضرشو او دغه وړانديز يې ورته وړاندې کړ.رسول الله (ص) دوحی دنازليدو موافق دحضرت علي (رض) پيغام قبول کړ.

حضرت علي کرم الله وجهه فرمايی! کله چې ما دنکاح وړانديز کاوه نو  ماسره دافکر پيداشو  چې  ماسره خو هيڅ نشته حال داچې د واده لپاره خو ضرور د اسبابو ضرورت ده .مګر درسول الله (ص) احساناتو ،شفقت او ښو اخلاقو اودهغه نرم طبيعيت ماته ډيره حوصله او همت راکړ.او دهغه په دربار کې مې دغه وړانديز وکړ.

بالاخره حضرت علي (رض) سره نورڅه نه وو چې په مهرکې يې ورکړي وای مګر دبدر په غزا کې ورته يوه زغره د غنيمت له مال نه په برخه رسېدلې وه.نورسول الله (ص) ورته وفرمايل هغه زغره فاطمې ته په مهر کې ورکړه.حضرت علي هغه زغره دحضرت عثمان(رض) په لاس په ۴۸۰ درهمه خرڅه کړه اوهغه ټول درهم يې راوړل او دنبې(ص) په مخکې يې واچول او رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  وفرمايل چې لدې سره به د جامو بندوبست وکړو اوبيا يې په هغو روپيو حضرت (فاطمې )ته جامې واخيستې .

همدغه راز له فاطمې سره دنبي (ص) له کورنه يوه بستره ،يو ه بړستن چې په هغې کې دمالوچو په ځای ديوې ونې د ډډونو پوستکي وه او دوه ميچنې، يو ه مشکيزه ،دوه دخاورو منګي وو.

دسويق غزا دهجرت په دوهم کال دذی الحجې دمياشتې په لومړيو ورځو کې واقع شوه .

دبدر له تاريخي غزا چې مشرکانو پکې ماتې وخوړه او ماتې خوړلي مشرکان بېرته مکې ته ستانه شول نودمشرکانو يوه مشر ابوسفيان بن حرب داقسم وکړ چې ترڅو پورې په مدينه حمله ونکړم ترهغې دخپل جنابت غسل نه کوم ،او په همدې هڅه کې له دوه سوه سپرو سره دمدينې په لور روان شو او اود((عريض)) سيمې ته چې ورسيدل چې دغه سيمه  له مدينې منورې نه په درې ميله فاصله کې پرته ده نو دخرماوو په يو ه بڼ کې ننوتل او هلته يې دوه کسه کروندګر چې په کرونده بوخت وو ووژل او څو ونې يې وسوزولې دوي دا فکر وکړ چې قسم يې پوره شو نو له سيمې نه وتښتېدل.

رسول الله (‌ص) چې کله خبرشو  نو دهمدې کال دذی الحجې دمياشتې په ۵مه نيټه  ديکشنبې په ورځ يې دوه سوه مهاجرين او انصار يې له ځان سره ملګري کړل او دابو سفيان  اودهغوی دملګروپه لټه کې شول مګر هغوی  په لاس ورنغلل.او داخلک ډير تيز له سيمې نه تښتېدلي وو.دتيښتې په وخت کې چې دبوج دسپکولو لپاره د((ستوانو)) کومې بوجۍ وې هغه ترې پاتې شوې وې اوهغه  ټولې دمسلمانانو لاس ته ورغللې چې په همدې وجه ددې غزا نوم هم غزوه سويق ده يعنې د((ستوانو)) غزا وه.

دهجرت په دوهم کال دبدر په غزاکې دمشرکانو غټ مشر ابوجهل ووژل شو

دبدر په غزا کې چې داسلام غازيانو بې ساري برياليتونه ترلاسه کړل.جنګ لا اخري شوی وو او کفار په تېښته سر شول چې پدې کې ديو ځوان مجاهد ((معاذ بن عمرو (رض) )) سترګې په ستر کافر (ابوجهل) ولګيدې، ا و اتفاقاً ددغه تنکي ځوان مقابله له ابو جهل سره راغله ،حضرت معاذ چې وليدل  ابو جهل  ټول بدن  په زغرو پوښلی خوچې  پښې يې له زغرو خالي وليدلې نو توره يې پورته کړه او دهغه پنډ‌ۍ يې په نيمايي کې داسې ووهله چې پښه يې پرې شوه او لرې وغورځيده. دابو جهل زوي عکرمه بن ابو جهل چې دخپل پلار حالت وليد نوسمدلاسه يې په حضرت معاذ(رض) باندې حمله وکړه او دهغه چپ لاس يې په توره داسې وواهه چې له اوږې سره نږدې غوڅ اوځوړندشو يو اځې يو څه برخه ورسره نښتې وه ،حضرت معاذ(رض) پدې حالت کې هم ټوله ورځ وجنګيده ،ځوړند  لاس چې کله ډير تکليف کړ نو دپښې لاندې يې ونيوه اوپه زوره يې له ځان څخه جلا کړ، پدې وخت کې  دانصارو يو بل ځوان مجاهد ((معوذ بن عفراء)) ابو جهل ته نږدې ورغی او دتورې داسې  وار يې پرې وکړي چې ابو جهل يې دمرګ او ژوند ترمينځ دکشمکش حالت ته ورساوه .کله چې کفار له ميدان نه بشپړ وتښتېدل نو رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  امر وکړ چې ابوجهل وګورﺉ چې په ميدان کې شته او که نه ؟

حضرت عبدالله بن مسعود (رض) دجنګ سيمې ته  دمړو دليدلو لپاره لاړ ،ابوجهل يې وليد چې مړ ژواندې پروت دی حضرت عبدالله بن مسعود (رض) يې ورته  په سينه کيناست او ورته ويې ويل :

ای دخدای (جل جلاله ) دښمنه !! وګوره چې ته الله (ج) څنګه ذليل کړې ابو جهل پوښتنه وکړه جګړه څنګه شوه؟عبدالله بن مسعود رض ورته وويل چې مسلمانانو ته بری او کفارو ته شکست په برخه شو ،کله چې عبدالله بن مسعود(رض) له ابوجهل نه سر پرې کاوه ، نو هغه ورته وويل چې زما سر له اوږو غوڅ کړه چې زما سر دنور غوڅ شويو سرو نو په مينځ کې غټ ښکاره شي اوخلک وپوهيږي چې دادسردار سر دی . عبدالله بن مسعود (رض) دهغه سر غوڅ کړاو د رسول الله صلی الله عليه واله وسلم حضور ته يې راوړاو دهغه  په پښو کې يې وغورځاوه. رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  چې دابوجهل سر وليد دالله ج شکريې اداء کړ.

دقيبلې دبدليدلوحکم هم په دويم هجري کال وشو

کله چې حضرت محمد (ص) په مکه کې اوسېده نو دلمانځه پرمهال به يې دبيت المقدس لور ته مخ کولوخو پداسې طريقه چې بيت الله شريف هم پکې مخ ته  راشي.خوکله يې چې مدينې منورې ته هجرت وکړ نوهلته بيا دا ترتيب نشوای جوړېدلای چې دواړو طرفونو ته مخ کړای شي نودهجرت په وخت کې يې  هم تقريبآ ۱۶ يا ۱۷ مياشتې دبيت المقدس طرف ته مخ کاوه ،خدای (ج) مخکې لدې چې دقبلې دبدلېدو حکم وکړي د رسول الله (ص) په زړه کې يې د بيت الله طرف ته دلمانځه کولو شوق او محبت پيداکړ.اوددغه ايت چې ((فول وجهک شطر المسجد الحرام))ژباړه ! بس ته خپل مخ دمسجد حرام طرف ته وګرځوه. دغه حکم نازل شو.

داڅېړنه لاپخوا شوې ده چې دالله (ج) لپاره ټول اړخونه اوطرفونه يو برابردي ((کل لله المشرق والمغرب)) مګر دامت دمصلحتونو پر بنا يو اړخ ته دچارچاپېره څلورکنجه دنيادمسلمانانو لپاره دقبلې جوړولو سره ديو ديني وحدت عملي مظاهره کول هدف دی.دغه اړخ اګر چې بيت الله شريف هم کيدای شي مګر درسول الله (ص) دهيلې سره سم خدای(ج) بيت الله کعبه جوړه کړه .چې حکم يې هم په دې ايت کې نازل شوچې ((فول وجهک شطر المسجد الحرام)) . ژباړه ! بس ته خپل مخ دمسجد حرام طرف ته وګرځوه.

دابواء غزاهم دهجرت په دويم کال رامنځته شوه

دا اولنۍ غزاده چې رسول الله (ص) پکې برخه اخيستې وه او وروستنۍ يې دتبوک غزا وه

دهجرت په دويم کال دصفرپه مياشت کې رسول الله (ص) شپيته مهاجر مجاهدين چې په هغو کې هيڅ انصاري نه ووله ځان سره واخيستل. د قريشو دقافلې او دبنو ضمره باندې دبريد کولو په موخه دابواء نومې سيمې په لور روان شول او سعد بن عباده (رض) يې په مدينه منوره کې خپل نايب وټاکه پدې غزوه کې بيرغ د(مره رضی الله عنه) په لاس کې وو.

کله چې رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  ابواء ته ورسيده نودقريشو قافله وتلې وه . دبني ضمره سردار محشي بن عمرو سره يې سوله وکړه .او واپس راستون شو دسولې په تړون کې شرايط دا وه چې بني ضمره به نه له مسلمانانو سره جنګ کوي

او نه به دمسلمانانو له دښمنانو سره مرسته کوي.

اونه به هم له مسلمانانو سره دوکه کوي.

.اودضرورت په وخت کې به دمسلمانانومرسته کوي.

دې غزا  ته غزوه  ودان هم وايې چې ابواء او ودان دوه سيمې دي چې نږدې نږدې سره پرتې دي چې ديوې او بلې تر مينځه نږدې شپږ ميله فاصله ده .لدې غزا نه پنځلس ورځې وروسته رسول الله صلی الله عليه واله وسلم مدينې منورې ته بغيرله قتال څخه راستون شو.

غزوه بني قينقاع هم په دويم هجري کال رامينځته شوه.

بني قينقاع نهايت زړور او قوي خلک وو او کسب يې زرګري وه دهجرت په دويم کال دشوال په مياشت کې رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  دهغوی ښار ته تشريف وروړ اوټول يې راجمع کړل وعظ يې ورته وکړ،

چې ای ديهودو ډ‌لې!! دالله (ج) نه وويريږي! څنګه چې په قريشو باندې په بدر کې عذاب نازل شو هسې نه  چې په تاسو هم هغسې عذاب نازل نشي. اسلام راوړي او تاسو ته ښه مالومه ده چې زه دالله (ج ) نبي او دهغه رسول يم اوداخبره تاسو په خپل کتاب کې هم وګوري .

خو يهودو  د رسول الله صلی الله عليه واله وسلم   دې خبرو  ته هيڅ ارزښت ورنکړه او دوی وويل چې مونږ به هم دقريشو په شان مات نشو او تاسره به مقابله وکړو.

رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  چې کله مدينې ته هجرت وکړ نو بني قينقاع اوبني قريضه او بني نضير سره يې داتړون وکړ چې نه به مونږ تاسو سره جنګ کوو او نه به ستاسو له دښمنانوسره مرسته اوهمکاري کوو، مګر له ټولو نه مخکې بني قينقاع دغه تړون مات کړ او په  ډيرې سختۍ سره يې  رسول الله (ص) ته جواب وروليږه چې جنګ ته تيار شي.

داخلک دمدينې په اطرافو کې او سيدل رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  په مدينه کې خپلې چارې  ابولبابه بن عبدالمنذر انصاري ته وسپارلې او خپله دبني قينقاع په لور ووتلو هلته هغه خلک يوې لويې کلا ته ننوتل اودروازه يې له ځان پسې رابنده کړه ،دشوال له پنځلسمې نيټې نه د ذوالقعدې ترلومړيو ورځو پورې همهغلته په کلا کې وو او له هغې وروسته بيا له کلا نه راکوز شول ،رسول الله(ص) دهغوی دمشکونو دبندولو حکم وکړ.رييس المنافقين عبدالله بن ابي بن سلول دطلب زوی په دې خاطر بچ چې شوټول مال او سامان به پريږدي او جلاوطني به اختياروي .دهغه ټول مال غنيمت پاتې شو .رسول الله صلی الله مدينې ته راوپس شو يو خُمس يې خپله واخيست او څلور خُمسه يې په غانمين باندې وويشل ،دبدر نه وروسته دا اولنی خُمس وو چې رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  په خپل لاس مبارک باندې واخيسته.

دبواط غزا هم په دويم هجري کال رامنځته شوه .

رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  ته دوحي په ذريعه دامالومه شوه چې دقريشو يوه سوداګريزه  قافله مکې ته په لاره ده .نوځکه رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  دهجرت په دويم کال دربيع الاول يا ربيع الثاني په مياشت کې دوه سو ه کسان له ځان سره واخيستل او دقريشو پدې قافله باندې يې دبريدکولو په موخه د بواط نومې سيمې په لور روان شول . اوسايب بن مظعون چې له مهاجرينو څخه وو.دمدينې حاکم مقرر کړ.دقريشو پدې قافله کې نږدې يو نيم سل اوښان وو او اميه بن خلف او سل کسان له قريشو څخه وو .بواط ته چې ورسيدل نومالومه شوه چې قافله وتلې ده نو پدې وجه رسول الله صلی الله عليه واله وسلم  بغير له جنګ جګړې څخه بېرته مدينې منورې ته راستون شو.

دعصماء يهوديه قتل هم ددويم هجري کال له پېښو څخه ده

عصماء يوه يهودۍ ښځه وه چې شاعره  هم وه او درسول الله (ص) په هجو کې به يې اشعار ويل او هغه ته به يې قسماقسم تکليفونه رسول ،خلک به يې له رسول الله (ص) او اسلام نه اړول .هغه مهال لا رسول الله (ص) دبدر په غزا کې وو چې دې کافرې عصماء درسول الله (ص) په مبارک شان کې دسپکاوي اشعار ويل خو عمير بن عدی (رض) چې يو نابينا صحابي وو نذر يې ومانه او  ويې ويل  که داځل رسول الله (ص) دبدر له غزا څخه راستون شو نو دی به دغه يهوده عصماء قتلوي .رسول الله(ص) چې دبدر له تاريخي غزا څخه روغ رمټ او بريالی راستون شو نو عمير (رض) توره راواخيسته او دعصماء دکور په لور روان شو هلته چې ورسيده نو چونکه چې هغه نابيناوو نو هغه(عصماء) دلاس په مرسته کتله نو چې  عصماء  يې پيداکړه له هغې سره بچې هم په څنګ کې ناست وو هغه يې ترې لرې کړل او توره يې داسې په زوره په سينه کې وروټومبله چې شاته دملا په لور ورڅخه ووتله .نذر يې پوره شو او راوپس شو اودسهار لمونځ يې له رسول الله (ص) سره وکړه او رسول الله (ص) يې لدې موضوع خبر کړ او پوښتنه يې ورڅخه وکړه چې په دې اړه خو به په ما کوم جرم يا ګناه نه وي؟ رسول الله(ص) ورته وفرمايل چې نه هيڅ ګناه او جرم نشته بلکه تا دثواب کار کړی دی.دحق پيغمبر په شان کې سپکاوی او بي احترامي کوونکي قتل کول  به ولي او چيرته دګناه قابل کيدای شي بلکه دلويو ثوابونو او عبادتونو اجرونه  پکې ترلاسه کيږي. بالاخره رسول الله(ص) دحضرت عمير (رض) پدې کار ډير خوشاله شو ا وصحابه وو ته يې وويل چې که داسې شخص غواړﺉ چې  دالله(ج) اودهغه درسول(ص)غايبانه مرسته يې کړې وي نو عمير بن عدي ته وګورﺉ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اخذ ليکونه:

سيرة المصطفي

تفسيرمعارف القران

داسلام تاريخ لومړی جلد

سپيڅلی نبوي سيرت

حقپالونکي صحابه او صحابيات ���0ϓ�m��رې عصماء درسول الله (ص) په مبارک شان کې دسپکاوي اشعار ويل خو عمير بن عدی (رض) چې يو نابينا صحابي وو نذر يې ومانه او  ويې ويل  که داځل رسول الله (ص) دبدر له غزا څخه راستون شو نو دی به دغه يهوده عصماء قتلوي .رسول الله(ص) چې دبدر له تاريخي غزا څخه روغ رمټ او بريالی راستون شو نو عمير (رض) توره راواخيسته او دعصماء دکور په لور روان شو هلته چې ورسيده نو چونکه چې هغه نابيناوو نو هغه(عصماء) دلاس په مرسته کتله نو چې  عصماء  يې پيداکړه له هغې سره بچې هم په څنګ کې ناست وو هغه يې ترې لرې کړل او توره يې داسې په زوره په سينه کې وروټومبله چې شاته دملا په لور ورڅخه ووتله .نذر يې پوره شو او راوپس شو اودسهار لمونځ يې له رسول الله (ص) سره وکړه او رسول الله (ص) يې لدې موضوع خبر کړ او پوښتنه يې ورڅخه وکړه چې په دې اړه خو به په ما کوم جرم يا ګناه نه وي؟ رسول الله(ص) ورته وفرمايل چې نه هيڅ ګناه او جرم نشته بلکه تا دثواب کار کړی دی.دحق پيغمبر په شان کې سپکاوی او بي احترامي کوونکي قتل کول  به ولي او چيرته دګناه قابل کيدای شي بلکه دلويو ثوابونو او عبادتونو اجرونه  پکې ترلاسه کيږي. بالاخره رسول الله(ص) دحضرت عمير (رض) پدې کار ډير خوشاله شو ا وصحابه وو ته يې وويل چې که داسې شخص غواړﺉ چې  دالله(ج) اودهغه درسول(ص)غايبانه مرسته يې کړې وي نو عمير بن عدي ته وګورﺉ.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اخذ ليکونه:

سيرة المصطفي

تفسيرمعارف القران

داسلام تاريخ لومړی جلد

سپيڅلی نبوي سيرت

حقپالونکي صحابه او صحابيات