دبې سرحده خبريالانو نړيوالې ټولنې په يوه راپور کې ويلي دي چې بحرين اوبيلاروس هم دانټرنيټ مخالفوهيوادونو په لېست کې شامل شو،په دغه ليست کې له بحرين اوبېلاروس نه علاوه لس نور هيوادونه هم شته چې دانټر نېټ داستعمالونکواو دبلاګونو په چلوونکوباندې بشپړ بنديز دی او که معلوم شي نو نيول کيږ ي او زنداني کيږي.
دټولنې له راپور سره سم تېر ۲۰۱۱ کال په ۱۲ هيوادونو کې دانټرنېټ داستعمالونکو لپاره ترټولو زيات مرګونی کال وو.دراپور تر مخې نږدې ۲۰۰ انټرنيټ استعمالونکي نيول شوي چې داد۲۰۱۰ کال په نسبت ۳۱ سلنه اضافه ده .دراپور تر مخې چين، ويتنام،او ايران هغه هیوادونه دي چې همدا اوس هم دانټرنيټ ګڼ شمېز استعمالونکي په زندانونو کې دي.
دانټرنېټ په مخالفو هيوادونو کې برما،چين،کيوبا،ايران،شمالي کوريا،سعودي عرب،شام، ترکمنستان،ازبکستان،ويتنام ،بيلاروس،او بحرين شامل دي،دبحرين هيواد هغه مهال دانټرنېټ دمخالفو هيوادونو په لېست کې شامل شو چې د (زکريه راشد حسين) په نوم يوه ښځه چې يوه ويب پاڼه يې چلوله دخپلې پلرنۍ سيمې (الدير) په هکله يې راپور ليکلی وه ،خو نوموړې دتېر کال په اپرېل کې پدې تور ونيول شوه چې راپوريې غلط دی چې له همدې لارې دې غوښتل چې دبحرين په حکومت دولسي خلکو فشار زيات کړي او دبحرين دحکومت تخته واړوي،نوموړی دنيول کېدو نه ۶ ورځې وروسته ووژل شوه ،دراپور تر مخې په بيلاروس کې دصدر الکساندرلوکاشينکو دواکمنۍ په مهال ګڼ شمېر ويبپاڼې بندې کړې او دبلاګونو چلونکي يې نيولي وه.ديادونې وړ ده چې عربي هيوادونه دنظامونو دبدلون او په هيوادونو کې دپاڅونونو اولاريونونوله خطره هم په فکر کې دي لکه وروسته له هغې چې په مصر، ليبيااو سوريې کې اولسي پاڅونونو زور واخيست چې هغه انقلابونه هم دانټرنيټ دټوېټر او فيسبوک په څېر ټولنيزوويبپاڼو په مټ پيل او وروسته دنظامونو دراپرځېدلو او بدلېدلو سبب شول.