رالیږونکی : امرالدین سرحد
کله ته اور کله اوبه شی
زه له اوبونه ستا په اورخوشاله یمه
مینه انګار،سپرغئ یې هیلي 
تازه یې ساته څې ایری نشي مینه
موسکا د شونډو نازدسترګو
لکه دپوخ ښکاری نښان ټکی وهینه
موسکا دسرو شونډو ښکلا ده
لږ څې نرئ شي د خندا هیله کوینه
سترګو ته ګوره لمدي ښکاري
له ګیلو ډکي سړي اوښکي تویوینه
اوښکي په څاڅکو ګوره شمیره
مین زړګي نه په ژړا راغلي دینه
په زړه کښې اور دمیني بل شو
شونډي اوسترګي خوشالی ورته کوینه
سپوږمئ ته ځیرشه حال مې ګوره
له وریځو لاندی دلمر وړانګي لټوینه
تمه دمیني او ږد مزل دی
ترهغو ځم څې خوار زړګې راسره ځینه
مسکو ۲۹.۰۴.۲۰۱۲