ټوله شپه واوري واريدلي وي ، دښار واټونه په واورو پټ وو،نرۍ سلۍ چليدله ،
د ارتل د پله ترڅنګ يو ه چټه پېغله کوچۍ چې د خپل اوښ مهارپه لا س کې نيو لي ؤ ولاړه وه او کډو انتظا ريې کا وه ، داوښ خو له کې له ډېر مستۍ څخه سپين ځګونه نه ځئيدل او دخو لې دواړ و کونجونو څخه يې دواورو دڅپر کو په شا ن را تو ئيدل خو چې ځمکې ته به ورسيدل بيا به يې د کنګل دپا سه د کنګل شکل غو ره کړي و.
خو د کوچۍ سپينو اننګيو يې له ډېري يخنۍ څخه د کا بل له سرو مڼو سره سيالي کوله او پښي د ګازرو په شا ن له يخنۍ سرې سرې او ښتي وي .
ځکه چې د کوچۍ په پښو څپلۍ وي او ددغې ښکلي او نا زنينې پيغلې تنکۍ پښې په ټو ل عمر کې له جرابو سره اشنا شوي نه وي ، په خپل پړونې کې دپا ڼې په شان ريږديدله خو دا ولا ړه وه او خپل کورنۍ د رتلو لا ره يې څارله .
په سپين تندي يې درې څلور سپينې روپۍ راځړيدلي وي چې سړو اهونويې په تندي پو ري نښلوي وي. په دې د بنز موټر سره د طلا يې ويښتيانو ميرمن ډريو ره چې شا ته يې په دوهم سيټ لوى غوږي سپى ولاړ او سر يې له موټر څخه راکښلي و راورسيدله .دسپى له اوازغپ سره سم اوښ په تر پکو شروع وکړه ،
د کوچۍ لا سونه خوهسې هم يخ له لا سه بې متري و او دمست اوښ مها رد ټينګولو تو ان يې نه درلو د .
اوښ خو شي شو ، کو چۍ پسې ورمنډي کړي په منډو منډو کې پښه و ښو ئيد له ، دو اړه څنګلې يې په و ينو پټي شو ي اروپايي پېغلې ورته ومسل او په خپل مو ټر يې پښه ټينګه کړه .