د فضل الربي رستم پر يوه نظم څو خبرې:

ليک: جاوید واک

که اوسنۍ نړۍ ته وګورو، د ژوند ټولې برخې د تخنيک، تجربو او ... پر اساس ښې پر مخ ځي. زما او ستا په زمانه کې تر ډېره هڅه کېږي، چې هر شی سړی هغسې بيان کړي، چې ورته ښکاري، يا پرې تېر شوي وي او يا هم په اصلي ژوند کې څنګه ورسره مخ کېږو.

دغه چاره په ادبياتو کې هم تر ډېره راننوتلې او د دغې برخې پوهان وايي، چې هر هغه شی چې د خپلو تجربو او په خپلو سترګو له ليدو وروسته بيان کړې نو په سامع يا اورېدونکي ډېر اغېز شيندلی شي.

څو ورځې وړاندې مې له شاعر او ليکوال ذبيح الله احساس سره د اوسني شعر په اړه خبرې راغلې د هغه خبرو عجيب خوند راکړ. ويل يې په اوسني شعر کې دروغ نه چلېږي ياني هغه شی به خلک لولي چې شاعر خپله تجربه کړي وي، بيا به په خلکو اغېز کوي البته د شاعر د تخيلي دنيا په موجوديت کې. رښتيا هم، ګمان کوم په دې اړه مې د محب الله زغم صيب يوه ليکنه لوستې وه، چې ويلي يې وو، له خوشال بابا سره ځکه د تورې او غېرت ژبه او شعر خوند کوي چې هغه په اصلي ژوند کې هم همداسې يو انسان وو، او له رحمان بابا سره ځکه د زهد او تقوا شعرونه خوند کوي چې هغه خپله په ژوند کې يو صوفي انسان وو.

همدا راز مې له شاعر او ليکوال هميم جلالزي سره د فيسبوک په چت هم همداسې  بحث راغی. د هميم شاعري که چا لوستي وي نو پته ورته لګېږي چې څومره زور پکې دی، هغه وايي والله که هېڅ تصنع کوم بس هغه څه چې يم هماغه  په شعر کې راخلم نو ځکه په خلکو باندې زياته اغېزه کوي. هغه وايي زمونږ شعر هغه وخت ډېر اغېز شيندلی شي چې له تصنع څخه خالي او خپلې تجربې پکې بيان کړو.

غواړم دلته په يوه شعر وغږېږم،چې همداسې څه پکې موجود دي.

 هغه شعر چې د يوه دردمن انسان احساسات او هغه څه پکې بيان شوي چې د هغه په اندرون کې موجود دي. ده خپلې دغه اندروني خبرې له مونږ سره شريکې کړي، خو په هغه وخت کې يې بيان کړي چې زړه يې ډېر درد کړی، ښايي د يو عجيب کيفيت پر وخت يې ليکلي وي، نو ځکه دومره اغېزه پکې وه چې زه يې د دې کرښو ليکلو ته مجبور کړم.

 

راځئ اول د فضل الربي رستم دا نظم ولولو:

 

يو عجيبه کيفيت دی

( زړه مې سوځي )
( زړه مې درد کړي )

تصويرونه د ماضې مې
لکه ښه تېزه سيلۍ چې،
مخکې اوړي او را اوړي
شغاهار دی چې بدلېږي

زه مې سترګې کړمه خلاصې
دې پيکه پيکه نړۍ کې
او د ځان په تنهايۍ کې
اوسنی خپل حالت وينم
تخيل څخه راوځم
زه د ژوند حقيقت وينم

د خپل زړه د درد په څړيکو
يوه پرېکړه مې ده کړې
يو سګرېټ مې دی بل کړی
يو کاغذ مې دی په مخ کې
چې ما ستا نوم پرې ليکلی
ورسره لاندې د زړه مې
چې يو راز مې تاسره وو،
څه په رپنده لاسو مې، تېلی ورکړ

يو عجيبه کيفيت دی
يو عجيبه فيصله ده
اوس نو درې ځايه اور بل دی
د کاغذ په سپينه پاڼه
د سګريټ په وجود باندې
او زما د زړه په ځمکه
---------------------

زه کله کله د فارسي ژبې اوسنی سپين شعر (شعر سفېد) لولم. په دې شعرونو کې تر ډېره د ژوند اړخونه هغسې را اخيستل شوي، چې مونږ هره ورځ ورسره مخ کېږو.

يواځې د شاعر کمال نو دلته په دې کې دی، چې څنګه نو ورته شاعرانه الفاظ پيدا کړي، چې پر لوستونکي هم اغېز وکړي. ځکه هغوی دې پايلې ته رسېدلي چې په تجربو يا په سترګو نه ليدلې ليکنه يا شعر هغسې خوند او معيار نلري، چې د اوسنۍ زمانې لوستونکی دې د هغو لوستو ته مجبور کړي.

دوي په شعرونو کې د روان ژوند ساده او عادي صحنې را اخلي او يا هم د خپل جانان کړه وړه، خويونه او ... د ژوند له پېښو سره تشبه کوي.

همداسې يو شعر لولو:

 

خنده هايت

مثل يک پياله قهوه تلخ

ارامشم مېدهد

د ستړيا په وخت اوس خلک د چای پر ځای قهوه زياته استعمالوي (زمونږ په سيمه کې خو همداسې ده) نو دلته ځکه دغه وړوکی شعر ژر د سړي زړه ته لاره کوي، چې د ژوند له يوې پخې تجربې سره تشبه شوی دی. ښايي د شاعر ستړيا کوم وخت قهوې له منځه وړي وي، نو ښه ورته ښکاره شوې، چې د يار خندا له قهوې سره تشبه کړي.

 

ومان نيازي صيب هم همدا ډول شعرونه زيات ويلي دي

ستا نازک پړونی

د وېښتوله ولون

باد واخيست

ويې رپاوه

د پېروتو لمدو پاڼو ته يې يووړ

په دې شعر کې هم د طبيعت او اصلي ژوند يو روغ تصوير پروت دی، نو ځکه  د لوستونکي ذهن ته يو نويوالی ورکوي.

د رستم صيب په نوي نظم کې هم له همداسې يوه حالت څخه ګټه اخيستل شوې. دی د خپل درد کيسه کوي. د هغه راز کيسه کوي چې چاته يې نه دی ويلی په زړه يې وو او اوس غواړي چې ويې سوځوي، د سوځولو لپاره يې سمه صحنه جوړه کړې. د يو عمر راز چې څوک سوځوي نو بايد همداسې يوه صحنه ورته جوړه کړي.

دی په پيل کې همدغه بدلون ته هم پام کوي چې په اوسني دور کې راغلی، دی وايي نور له تخيلي حالته راوځم، نور د ژوند او حالاتو حقيت ته ورننوځم ... د همدې خبرو په پای کې بيا په خپل شعر کې د اوسني ژوند حالت ته ورننوځي.

د ده په لاس کې سګرټ دی، په کاغذ يې د چا نوم يا راز ليکلی سوځوي يې... کاغذ سوځي، سګرټ سوځي او د ده زړه هم سوځي، د ده زړه ډېر په کاغذ کې ليکلې کرښې سوځوي او څه ناڅه يې د سګرټ لوګي هم زړه ته سوز ورکوي چې په دې ډول د ده، سګرټ او د سوځېدونکي کاغذ تر منځ عجيبه مشترکات رامنځته شوي دي.

تر کومه ځايه چې زه خبر يم رستم سګرټ نه څکي، خو دا چې دا حالت يې څنګه داسې رامنځته کړی، ښايي د ده نږدې ملګري سګرټ وڅکوي او ده ليدلي وي او همدا حالت يې درک کړی وي. چې دا هم د تجربو يو ډول دی.

دا ډول شيان د نورو ژبو په ځانګړي ډول د پارسي ژبې په سپينو يا ازادو شعرونو کې ډېر راوستل کېږي، ځکه دوی وايي چې هلته شاعر د غزل په څېر د شعري قوانينو تابع نه وي او کولای شي چې پيغام په ښه توګه خلکو ته ورسوي.

خو رستم دغه حالت په نظم راته تصوير کړی، چې د مترنمه، او اهنګينو کليمو تر څنګ يې يوه  ښکلې تصويري صحنه هم راته جوړه کړې.

په نظم کې تسلسل هم لکه د يوه کامياب فلم په څېر ښه ساتل شوی دی.

که مونږ له دې وروسته دې ته پام وکړو چې خپل شعر له حقيقي ژوند سره مختلط کړو او هڅه و کړو چې هغه څه وليکو چې خپله يې کوو يا يې وينو  او يا مو په اندرون کې دي، نو دا به مو د خپل ادب لپاره نوی کار کړی وي.

د رستم د لا ښې شاعرۍ په هيله