غزل


يوه جينۍ ده يادوي په زوره زوره زلمى
جنګ ته بيولى چا له دې كلي په زوره زلمى


زمونږه ژوند ټول له همدا شانې بلاوو ډك دى
جرم يې مينه وي سپكېږي له هر لوره زلمى


اوس يې د يار په څنګل نه دى ايښى سر خواركي
دا چې لويدلى دى له هاغه شر او شوره زلمى


زړه يې ور مات كړ يوې جينۍ ورته دوكه وركړې
دا چې وېرېږي اوس د خلكو له پيغوره زلمى


اسمان ورېږي دى ولاړ دى منتظر دى د چا
ګلاب په لاس څه وارخطا دى ورته ګوره زلمى


څه خوږ ساعت دى لكه زر دانې سپرلي چې راشي
د يار په غېږ كې پروت دى هاغه يو بې كوره زلمى

 

دوشنبه، شپې ۱۱ بجې، لړم

۲۴مه، ۹۰ كال

د خوځښت دفتر