سلطان كوسېن چې دوه متره او ۵۱ سانتي متره ونه لري او د نړۍ د تر ټولو لوړ انسان عنوان يې خپل كړى دى تېره شپه يې د سوريې د هېواد نه د مروه ديبو سره خپل ژوند شريك كړ.

سلطان كوسېن چې دوه متره او ۵۱ سانتي متره ونه لري او د نړۍ د تر ټولو لوړ انسان عنوان يې خپل كړى دى تېره شپه يې د سوريې د هېواد نه د مروه ديبو سره خپل ژوند شريك كړ.

سلطان چې د هېواد په سوېل ختيځ كې د ماردين د ولايت په يو كلي كې اوسيږي دده په وينا د `` د خپل ژوند د مينې`` سره يې واده وكړ. د سلطان د لاسونو اوږدوالى ۲۷ سانتي متره او د پښو اوږدوالى يې ۳۶،۵ سانتي متره دى چې پدې برخه كې هم د نړۍ د ترټولو اوږدو لاسونو او پښو لرونكي انسان په توګه د ګېنس د ريكارډونو په كتاب كې ثبت دى.

د سلطان كوسېن واده د ماردين د ولايت والي هم ورغلى وو چې د كورنيو چارو د وزير معمر ګولر په استازيتوب د مباركۍ پيغام وړاندې. نوموړي وويل چې په پلازمېنه انقره كې د ګولر د كاري مصروفيتونو نه امله يې ونشو كولاى چې په واده كې ګډون وكړي.

ويل كيږي چې د سلطان كوسېن د واده دريشي د شپږ متره رخت نه د دريو ورځو هلو ځلو په پايله كې ګنډل شوې ده.

سلطان كوسېن چې په ۱۹۸۲ كال كې د مارين په ولايت كې زېږېدلى دى په ۲۰۰۸ كال كې يې د نړۍ د تر ټولو لوړ انسان لقب ترلاسه كړى وو چې اوس هم ورسره دى.

مروه ديبو بيا د خپل مېړنه شاوخوا ۸۵ سانتي متره ټيټه ده خو د نوموړې په وينا د ونې په برخه كې د سلطان سره هېڅ ډول ستونزې نه لري او ډېره خوشاله ده چې د خپلې مينې سره يې واده كړى دى.