یوې افغان محصلې، چې په بریتانیا کې دوکتورا اخلي، د سرطان د ناروغي د درملنې لپاره نوې شیوه اختراع کړې ده.
د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت او د بریتانیا د (Surrey) پوهنتون په وینا شکردخت جعفري د سرطان د ناروغي د درملنې لپاره د وړانګو یا راډیو تراپي یوه نوې طریقه رامنځته کړې چې خورا ګټوره ثابته شوې ده.
د بریتانیا ساري پوهنتون په خپله ویبپاڼه کې تایید کړې چې د دې افغان محصلې له لوري اختراع شوې شیوه اغېزمنه ده.
د اغلې جعفري پلار د سرطان په ناروغۍ وفات شوی دی.
اغلې جعفري د وړانګو په وسیله د سرطان د درملنې پر پخوانیو څېړنو، چې پروفیسر ډیویډ براډلي کړې وې، اتکا کړې چې له شیشه يي فایبرونو څخه پکې کار اخیستل کېده خو د دې طریقې لګښت زیات و او دقت پکې لږ و.
خو اوس اغلې جعفري یوه ارزانه او لا دقیقه شیوه موندلې ده.
دې به په کوچینوالي کې له مریو غاړکۍ جوړولې. مریو ورته ایډیا ورکړې چې له هغو څخه د سرطان پرضد په راډیو لوژۍ کې کار واخلي.
له کومو مریو څخه چې اغلې جعفري کار اخلي تر ۸ افغانیو ارزانې دي حال دا چې له اوسنیو وسایلو چې په دې برخه کې کار اخیستل کېږي تر ۵۰ ډالرو ګرانه دي.
اغلې جعفري، چې د افغانستان د اتومي انرژۍ د عالي کمیسون غړیتوب هم لري، اوس د بریتانیا په ساري پوهنتون کې دوکتورا کوي
له تاند ځخه