ليكوال:غفوراحمد جاوید

فوزیسون هغه سیاسی ډله وی چی په واک کی دشته سیاسی ګروپ په وړاندی دهیواد دملی مسایلو په اړوند په واک کی دښکیلو چارواکو سره وخت ناوخته دمسایلو په سر خپل مخالفت ښی او کوښښ کوی چی واکمن ګوند خپلو غوښتنو ته وهڅوی او یا په پارلمان کی پری دومره فشار وارد کړی چی هغوی ورته غاړه کیږدی.

خو دا کار په نوره دموکراتیکه نړی کی کیږی نه په افغانستان کی ځکه هلته ملی ګټی تر شخصی ګټو ډیر مهمی او اړینی وی او مخالف ایتلاف یا مخالفه ډله هم خپل مخالفتونه یواځی دملی مسایلو او ملی ګټو په زیان کی نیولو سره رابرسیره کوی نه دشخصی ګټو په زیان کی لیدلو سره هغوی هر وخت دملی مسایلو په وړاندی خپل روښانه دریخ وړاندی کوی اوهمدالامل کیږی چی واکمن ګوند یا واکمن ریس جمهور دخپلو ملی مسایلو او ملی ګتو دساتلو لپاره وهڅوی.

ددی لپاره چی خبره راڅخه اوږده نشی راخم دښاغلی ډاکټر عبدالله عبدالله ایتلاف او مخالفی ډلی ته چی ایا دا ترکومه بریده دملی مسایلو پوری تړلی اودملی مسایلو اوګټو په پام کی نیولو لپاره کار کوی غواړم چی په لاندی څو سر لیکنو کی دغه خبره لږ وڅیړم.

 

اول : ډاکټر عبدالله اودهغی ملګری ولی مخالف شول

دوهم:له طالبانو سره روغه جوړه

دریم :دټلوالی دکسانو دوژلو په اړه

اول :مخالفه ډله هغه وخت رامنځ ته کیږی چی خپله په دولت کی واک ونلری او کوښښ کوی چی ددولت دکمزوری ټکو په نظر کی نیول سره په هغوی نیوکی وکړی اودملت رایه ځان ته خپله کړی ترڅو واک ترلاسه کړی خو دا ښاغلی تر پرونه د کرزی په واک لاندی مهمو چوکیو کی وو او یو شمیر ډیر خو یی اوس هم دی کله چی دوی له دندی لری شول نو منډه یی راوخیستله او ویل یی چی دتغیر او امید ایتلاف دی شنی ټوټی یی له غاړو وتړلی او چغی یی شروع کړی فاسد دولت ښاغلی ته خپله ددی فاسد دولت په مهمو چوکیو کی وی هغه و خت خو دغه فساد له دی هم ډیر زیات وو خو تا ښاغلی یی خپله دفاع کوله چی افغانستان دپرمختګ په لور درومی افغانستان داسی دی داسی دی نو اوس څنګه دی ته دی راودانګل چوکی یی درنکړه او که نه کومه بله ستونزه په شخصی ډول ورسره لری که بیا چیرته فاسد دولت وی نو اول خپل کسانو ته ووایاست چی له دندو استعفا ورکړی او بیا په دولت نیوکی وکړی نو دلته مونږ ته مالومیږی چی داڅومره دملی یوالی او ملی ګټو دساتلو لپاره جوړ ایتلاف یا مخالف ګوند دی.

دوهم :له طالبانو سره خبری اتری

ټول افغانان او ټوله نړی اوس په دی پوهیږی چی طالبان اوس په افغانستان اوسیمه کی یو سیاسی وسله وال ځواک دی او هر ه ګړی کی کولی شی چی دافغانستان حکومت ته یو سرخوږی جوړ کړی او په تیرو لسوکلونو کی نړیوالو ځواکونو ونشو کړلی چی دوی له پښو وغورځو که مونږ وګورو دوی غښتلی شوی هم دی چی دلته دطالبانو په غښتلتیا لږ تمیږم په تیرو کلونو کی وسله والو طالبانو یواځی دکندهار ،زابل،نورستان،کنړ،هلمند،فراه،بادغیس،هرات،خوست پکتیا ،پکتیکا،لوګر،غزنی وردګو کی فعال ول او کله ناکله به یی مرکز کابل او ننګرهار کی لږ څه ناڅه چاودنی یا ځانمرګی بریدونه ترسره کول که اوس وګورو نو دافیصدی څومره لوړه شوی ددوی دنفوس اول ننګرهار وګوری مخکی به خلک دخوګیانو پچیر اګام او ټولو ولسوالیو ته تللی شول خو اوس نشی کولی چی دجلال اباد په ښار کی هم په ډاډه زړه څوک وګرځي.

 

شمالی ولایتونه خو ددوی په وینا دسولی کورونه وو که څه هم په سلګونو کرتی په وړو نجونو جنسی تیری وشول وحشتونه وشول خو یوازی خانمرګی اونور جنګونه په کی نه وو نو دوی ویل چی ارام ولایتونه دی خو اوس یی تاسی وګوری چی طالبانو هلته څومره نفوس کړی دی هلته څومره واکمن او ځواکمن شوی دی دتخاری پیښی ،دکندز بغلان ،دمزار پیښی اوهمداسی نوری هم نو وګوری چی طالبان ځواکمن شوی نه دی نو په دی صور ت کی راځم خپلی اصلی خبری ته چی د طالبانو سره دسولی خبری اتری دی اوس ټول وایی باید طالبانو سره سره سوله وشی او دسولی له لاری دا ستونزی حل شی که نو نو دا اور به نور هم اوږد شی خو داعالی جنابان بیا وایی چی نه سول ولی دوی په دی ښه پوهیږی چی دطالبانو سره سوله ددوی ګټی زیانمنولی شی ځکه دوی خو له اوسنی دولت څخه باج اخلی او کرزی صیب یی هغه مرید دی چی په تشه پټقه هم ورته خپل باج ورکوی که هر څه ورته وایی کیسه کی یی نه دی چی ښه بیلګه یی عطامحمد نو ردی .

نو له دی مالومیږی چی دا هسی تش په نوم ملی ګتو ایتلاف دی که دوی ملی ګټو ته ارزښت ورکوی نو زمونږ ملی ګټی په دی کی دی چی له طالبانو سره خبرو اترو ته کینو او دخبرو له لاری روان جنګ ته د پای ټکی کیږدو او هر چاته واک دهغه دلایقت سره ورکړو تر څو  هیواد مو له ناخوالو خلاص شی .

دریم :دټلوالی دمشرانو وژل کیدل

په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو په راتګ سره په زرګونو پشتانه شهیدان شول دامریکایی ړندو بمباری او همدارنګه دوسله والو طالبانو دځانمرګو بریدونواو چاودنو په بایله کی چی په سلو کی ۹۰فیصده یی بی ګناه وګړی وول په دوی کی دپښتنو استادان شامل ول ،انجینران یی شامل ول ،ډاکتران او زده کوونکی یی شامل ول ،قومندانان قومی مشران شامل ول ،دکار سړی شامل او ښځی او ماشومان هم شامل ول کله چی په دوی بمبار کیده ددی تغیر او امید ښاغلی مشر یوه ورخ هم اعتراض ونکړ چی دا افغان دنورستان ؛په ولایت کی ولی ووژل شو یوه ورځ هم ده غږ پورته نکړ دامریکایانو پرضد یی یو خبری کنفرانس هم ورنکړ دهغوی یوه پوښتنه یی هم ونکړه خو کله چی په شمال کی جنرال دواد شهید شو نو یو دم یی چغی جګی کړی زه دا نه وایم چی جنرال دواد ښه شو چی ووژل شو هیڅ ښه ونه شول مونږ یو قوی او با تدبیره جنرال له لاسه ورکړ .

یو پاک انسان وو یو ښه ځوان او افغان وو ددی خاوری دحیا اوناموس دساتلو لپاره یی خپل ټول عمر په سنګر کی تیر کړلو خو راځم دښاغلی ډاکټر صیب ایتلاف ته چی څومره چغی دی ووهلی خو ولی په نورستان کی دامریکایانو په ړندو بمباریو کی په لسګونه افغانان شهیدان شول تا غږ پورته نکړ په کابل بانک کی دیو وحشی لخوا په لسګونه استادان بی ګناه شهیدان شول تا غږ پورته نکړ همدی ته وایی ملی ګټی همدی ته وایی ملی افوزیسون همدی ته وایی دتغیر او امید ایتلاف ګوره ډاکټر صیب افغانان نور پوهیدلی دی په تشو چغو نه غولیږی  .

هیله ده چی افغانان لا ډیر درک کړی چی ملی ګتی یا نی څه ملی ایتلاف یا ملی افوزیسون یانی څه نه دا شخصی چغی کله چی له دندی ګوښه شی بیا چغی شروع کړی

مننه