د وترنرۍ ډاکتران وايي چې دا ناممکنه ده ، خو په چین کې یو شپون بیا دا یوه نادره پېښه بولي . د لیو ناینګ په نوم دغه کلیوال مالدار وايي یوې مېږې یې سپی زیږولی دی چې دې کار په چین کې ګڼ خلک حیران کړي دي .


ددې نوي زیږیدلي پاپي ډوله سپي وړۍ وریو ته ورته دي خوپوز، خوله، چنګالې، سترګې  او نوره بڼه يې بیا د یو سپي ده.

 

ویل کېږي چې له دې پېښې وروسته د شا او خوا سیمو څخه په زرګونو خلک هره ورځ د لیو نیانګ د رمې څړځای ته وروان وي څو دغه حیرانونکې پاپي ډوله وری په خپلو سترګو وګوري .


لیو ناینګ وايي دی چې کله پر هغه ځای ور پيښ شو چې میږې یې نوی ورغومی زیږولې و نو حیران شو، ځکه ورغومې سپی ته ورته ښکاریده .  هغه وايي دا ورغومې د سپي او پسه ترمنځ یو شي دی  چې باید نوی نوم ورته وتراشل شي.


هغه وايي په لومړي سر کې دې پېښې ویرولی و، ځکه دې له شلو کلونو راهېسې شپنې کوي خو تر اوسه له داسې پېښې سره نه و مخ شوی.


د شین په ښار کې د حیواني څیړونو په یو مرکز کې څیړونکې یوګوژهانګ وايي سپی او میږه دوه جلا حیوانات دي او دا ناممکنه ده چې یوه میږه له پاپي باراداره شي.


د نوموړي په وینا دا پېښه چې لیوناینګ ته پېښه شوې ښايي د یو غیرې طبیعي وري د زیږدو پېښه وي. داسې چې اصلا نوی زیږیدلی ورغومی وری دی خو څیره يې په غیرې طبیعي توګه سپي ته ورته شوې ده.

له سپين غر څخه په منني