پنځه قیمتي شیان !!!

 

ژباړه: نوید احمد

حضرت ابوهریره رضی الله عنه فرمايې: که څوک دغه پنځه شیان ولري نو د نورو پنځو شیانو څخه به محروم نه سي :

(١) شکر: هر هغه څوک چي شکر کوي نو د نعمتونو د ډېرېدو څخه به محروم نه سي :

لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ.

ژباړه: که چیري تاسي (زما په نعمتونو او احسانونو) شکر وباسی نو قسم دی چي خامخا به تاسي ته نعمت زیات کړم. (سورت ابراهیم الاية ۷)

 

 (٢) صبر: هغه چاته چي د صبر کولو توان ورکول سي نو د ډېر زیات ثواب څخه به محروم نه سي:

 إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ.

 ژباړه: بېشکه صابرانو ته به د دوی اجر پوره ورکول سي بې حسابه. (سورت زمر الاية  ۱۰)

 

 (٣) توبه: هغه څوک چي توبه وکړي نو د قبلېدو څخه به محروم نه سي:

 وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ.

ژباړه: او الله هغه (مهربان ذات) دی چي د خپلو بندګانو توبه قبلوي او د ( پښېمانۍ وروسته) د دوی د بدو کارونو بخښنه کوي او هر هغه کار ور معلوم دی چي تاسي یې کوی. (سورت شوری الاية ۲۵)

 

(۴) بخښنه: هغه څوک چي د الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړي نو د بخښولو څخه به محروم نه سي :

 ...إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ

ژباړه : بېشکه الله د ټولو ګناهونو بخښنه کوي ، په رښتیا سره الله ښه بخښونکی او ښه رحم کونکی دی . (سورت زمر الاية ۵۳)

 

 (٥) دعاء : هغه څوک چي دعا وکړي  د قبلېدو څخه به يې محروم نه سي :

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ.  

 ژباړه : او ستا رب فرمایې (ای زما بندګانو!) ما وبولئ (دعا وغواړئ) زه ستاسي دعا قبلوم. (سورت غافر الاية ۶۰)

 

یوه بل شخص شپږم شی هم اضافه کړی دئ ، هغه دا چي څوک د الله جل جلاله په لاره کي مال مصرف کړي نو د ثوابونو څخه به محروم نه سي :

 وَمَا أَنفَقْتُم مِّن شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ .

ژباړه: او هر هغه څه چي تاسي يې (د الله په لاره کي) مصرفوی نو هغه (الله) د هغه عوض درکوي او هم دغه (الله) تر ټولو غوره روزي ورکونکی دی

 

اخیستنه: د امام ابو لیث سمرقندي مشهور کتاب، تنبیه الغافلین