ليکوال : محمد نبي سلطاني  

د مځکي او اسمانونو د خاوند د پالني  سترخان  په خپل  ټولي پرا ختیا سره  د روزي رسونۍ  د هر ډول ځانګړتیاوو  څخه ډک دئ ، د کائناتو  په ټولو  اړخونو کي هر لوري او  په هر ځاى کي غوړ ول سوئ دئ او  د هغه څخه  د کائناتو ذره ذره ګټه  اخلي او ځان ورڅخه  برخمن کوي. هره لحظه د هغه د پالني او ربو بیت نوى شان دئ او په حیرانوونکي ډول ټولو مخلوقاتو ته روزي او رزق ور کوي لکه څنګه چي الله فرمايي:  

 وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا... (سورة هود الاية ٦)    

ژباړه : او د مځکي پر مخ هيڅ ساه لرونکى حرکت کونکى نسته ، چي دهغه روزي دي د الله پرذمه نه وي. الله جل جلاله د انسان د ژوندانه  د سمون په موخه ستر الهي لار ښود قران کريم  ورته را استولى دئ ، چي د ژوندانه د ټولو لارو چارو لار ښووني پکښي نغښتي دي او له هر اړخه يې  د الهي قانون په چوکاټ کي ورته د ژوند کولو طريقه ښودلې ده او د دې ، تر څنګ يې  د هر کار په کولو سره د هغه کار د کولو لار ښووني هم ورته کړي دي ، د هغو د جملې څخه موږ دلته تر يو بريده د ژورناليزم پر موضوع باندي ږغیږو. كه د قران عظيم  الشان او نبوي ارشاداتو پاڼي را واړول سي نو د ژورنالیزم په اړه به يوه بشپړه اخلاقي ضابطه پکښي  ووينو ، چي  د عمل په  صورت كي  به  په  يقين سره ژورنالیزم د انسانيت د سلامتۍ ، خوشالۍ ، پرمختګ او سو كالۍ لامل وګرځي.   

په اسلام کي د ژورناليزم  دنده ابلاغ  يارسول دي ابلاغ  د عربي ژبي  يو لغات دئ ، چي له بلغ  څخه اخستل سوئ  دئ  او معنى  يې رسول دي او دې ته ورته نوري کلمې هم د بلغ له کلمې څخه جوړي سوي دي  لکه:  تبليغ، مبلغ، بلاغت، بليغ او داسي نور ...د ابلاغ  يادونه  الله جل جلاله په قران کريم کي  هم کړې  ده  لکه فرمايي چي :  

 ( يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ...) ( سورت المائده الاية ٦٧)  

ژباړه : اې پيغمبره صلی الله علیه وسلم ! پر تا چي د خپل رب د لوري کوم ( احکام) نازل سوي دي هغه و خلکو ته  ورسوه. او  بل  په  ځاى  کي  بيا الله جل جلاله فرمايي: 

 وَمَا عَلَيْنَا إِلاَّ الْبَلاَغُ الْمُبِينُ (سورت يسن ۱۷ )  

  ژباړه : د ښکاره پيغام  د رسولو پرته پر موږ  نور څه ذمه  واري نسته.   

او بل  په  ځاى کي  بيا فرمايي: ( هَذَا بَلاَغٌ لِّلنَّاسِ) ( سورت ابراهم الاية ٥٢).  

ژباړه : دا ( قران ) د خلکو له پاره يو لوئ پيغام دئ.   

او همدا رنګه  د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  يو مشهوره حديث دئ ، چي فر مايي : –  بلغو عني ولواية .(بخاري ) ژباړه : زماله لوري يې  ورسوئ که  هغه يو ايت هم وي.   

 له پور تنيو مبارکو اياتونو او نبوي حديثو څخه معلومه سوه ، چي  ابلاغ  د ر سولو په معنا  دئ. او دا څرګنده خبره ده  چي د ژوندانه  د ودي ( ترقۍ ) يوه برخه  خبري کول جوړوي او د ژورناليزم معنا پکښي نغښتې ده ، ژورناليزم  هغه  وسيله ده ، چي د ژوندانه  ډېري اړتياوي په پوره کیږي ، لکه څرنګه چي انسان خوراک او چيښاک ته اړتيا لري په همدې ډول انسانان  اړتيالري ترڅو په خبر باندي  پوهاوى ترلاسه کړي. د دغي اړتيا د پوره کولو له پاره بايد په ټولنه کي  يوه دا سي ډله وي ، چي د خلکو اړتيا وي پوره، پر ښو يې امر او له  بديو  څخه  يې را وګر ځوي.   

و پورتنيو څرګندونو ته په کتو سره ويلاى سو، چي اسلامي ژورناليزم ، هغه علم دئ چي حق ته بلنه  ورکوي او له ناوړو کارنو څخه منعه کوي او هغه څوک چي دا علم زده کوي او عمل  په کوي ژورناليست  بلل کيږي او شرط يي  هم  دا دئ ، چي د خپلو زده کړو د علم ټولو اصولو ته به احترام لري. د صحافت او صحافي کلمه  د عربي له  صحيف  څخه اخستل سوې ده  خو زموږ په  هيواد کي يې پر ځاى د انګليسي ژبي  ژورناليزم او ژورناليست رواج موندلى دئ. او د ژورناليزم  يو دا سي  کلمه ده ، چي  په عربي کي  صحافت ور ته وايي او په انګلسي کي ورته ژورناليزم  ويل کیږي.   

ژورناليزم په اسلام کي يو ځانګړى مقام لري او د ژوندانه يو ضروري او اړينه اړتيا هم بلل کیږي، که د قران کريم ايتونو ته ځير سو، او غور پکښي وکړو نو دا به راته څرګنده سي ، چي د اسلامي رسنۍ او ابلاغ  پيلامه د ادم علیه السلام له پيدا يښت څخه  سوې ده دا ځکه ، چي الله جل جلاله و ادم علیه السلام ته پر مځکه د شته ټولو شيانو نومونه وروښودل ، او پر مځکه يې خپل خليفه وګرځوئ تر ادم علیه السلام  وروسته ، چي د نبوت لړۍ پيل سوه نو هر پيغمبر علیه السلام د حق ، د رښتيا، او د دين د خپرولو دنده پرغاړه درلودل ، نو د دې دندي د تر سره کولو په لړکي يې ټولي رسنيزي لاري چاري لکه : ليک ، وينا ، او داسي نوري... کارولي دي. 

اسلام ،چي د ژورناليزم  په اړه کوم  نظر وړاندي کوي هغه  له تاريخي، اخلاقي، او علمي پلوه  ډېر غښتلي او قوي بنسټونه  لري. د ژورناليزم  بنسټيزه  موخه  به امربالمعروف او نهي عن المنکر ، ولس ته تازه او رښتني خبرونه رسول ، د شخصي ژوند خوندي توب ، د پيښو په شنني سره عامه رايي ته لارښوونه ، د اخرت د خلاصون او برياليتوب له پاره هڅي، هغه  د خپل رښتين توب  نه پټول ، د حق ، نصيحت  او د صبر هڅونه ، د تیرى کونکو واکمنانو په وړاندي دي  د حق وينا او د انصاف خبره کول،  په هيڅ  قيمت د هغو د بدو ملا تړ نه کول ، د دوئ  درواغ رښتيا نه بلل ان تر دې، چي په دې جهاد کي  بايد له سر ښندني  څخه هم  ډډه و نه کړي. 

 ځکه چي الله جل جلاله فرمايي :

وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۲﴾ سورة المايده .

ژباړه : د نیکۍ  په چارو کي  يو دبل  سره مرسته کوئ او د ګناه په کارونوکي له  چاسره مرسته مه کوئ د الله جل جلاله څخه  بیره کوئ ، بیشکه د الله جل جلاله عذاب ډېر سخت دئ. 

نو له دې څخه څرګنده سوه ، چي مؤمن ژورناليست هغه  څوک دى ، چي د الله جل جلاله او نبي کريم صلی الله علیه وسلم په لار ښوونو عمل کوي، خلکو ته د حالاتو ښه او حقيقي خبرونه  وړاندي کوي او په  دې توګه  د تروږميو څخه د رو ښنايي و خواته د خلکو د تللو دنده سر ته رسوي. دا په داس حال کي ، چي په  قران کريم کي و رڼا ته خبر ويل سوئ  دئ. يو ليکوال ليکي: روښنايي  په حقيقت کي د خبر دوهم  نوم  دئ ، الله جل جلاله، چي د نبيانو علیهم السلام په وسيله موږ څه  ډول  له تياروڅخه را باسي او رڼا ته مو رسوي هغه  د الله جل جلاله وجود ، د هغه وحدانيت ، د هغه ټول صفات، په اخيرت کي  هغه  ته  وړاندي کیدل، او بيا د جزا او سزا په ډول د جنت او دوږخ په اړوند خبر دئ ، چي و موږ ته يې په اړه خبر راکړي دئ. نو په همدې توګه ژورناليست په ټولنه کي د يو معلم وظيفه پر غاړه لري ځکه الله جل جلاله موږ ته په قران کي فرمايي : 

كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ . (سورة ال عمران الاية ١١٠).

اې مسلمانانو ! تاسي بهترين ا مت ياست ، چي د خلکو ( د هدايت ) له پاره را ایستل سوي ياست، و خلکو ته  د نیکۍ حکم کوئ او  د بديو څخه يې منع کوئ او پر الله جل جلاله باندي باور ولرئ. 

د بديو په  وړاندي جهاد کول د ايمان غوښتنه ده لکه څنګه ، چي  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : که څوک له تاسي څخه يو نا روا کار  وکړي نو په لاس سره يې مخنيوى وکړي که  د ا وس مو نه  وي نو په  ژبه  سره يې  مخنيوى  وکړئ، او که  دا هم  نه  سئ کولاى نو په زړه کي خو يې دغه  کار بد وګڼئ او په  زړه کي  د ناروا کار بد ګڼل  د ايمان  تر ټولو  ټيټه  درجه ده . 

که  څه  هم  د پور تني  ايت مفهوم عام دئ خو په ځانګړې توګه هغو کسانو ته پکښي اشاره سوې ده ، چي د چارو  مسئولين ګڼل کیږي او د چارو  واګي  يې په لاس کي وي او د خلکو ږغ  تر لوړو کسانو پوري رسولاى سي، چي  په  ننني  عصر کي هغه کسان په  خاصه  توګه ژورناليستان دي ، چي ور ته د ټولني ترجمان او سترګي ويل کیږي. او د ولس ږغ لوړو اميرانو ته رسولاى سي. 

په اسلام کي د ژورناليست  دنده يوازي دا نه ده ، چي و ورځنيو  پیښوته  انعکاس  ورکوي او د ټولني تر هر فرد پوري يې ورسوي ، او يا د احتمالي پیښو د مخنيوي له پاره  د دولت او  ولس دروازې ور ټکوي . ترڅو  دوئ  پر وخت  و  دې ته  متوجه کړي ، چي د پیښو مخنيوى وکړي. بلکي دا وظيفه هم پر غاړه لري ، چي خلک له بديو څخه را وګر ځوي او پر  ښو يې امر کړي. ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمايي  : تاسو د خپل  ورور سره مرسته  وکړئ ، که ظالم وي او که مظلوم... که ظالم وي له  ظلم  څخه  يې  را وګرځوئ ، او که مظلوم  وي  د ظالم  د ظلمه څخه  يې د ژغورلو هڅه وکړئ. 

 او  په  بل  ځاى کي  بيا فرمايي : تر ټولو غوره جهاد د ظالم حکمران په وړاندي د حق خبري کول دي. که په دې لاره کي  څوک  مړسي  نو هغه شهيد دئ ، د دې تر څنګ  دا زموږ  يو ايماني او وجداني  وظيفه هم ده . ترڅو خلک  پرښـو  امر او له  بدو څخه  يې را ګرځوو . د قران او احاديثو له مخي د ژورناليزم او نورو تبليغاتي و سايلو مسئوليت  دا دئ ، چي د الله جل جلاله د رضا د لاس ته  راو ړلو له پاره او د مسلمانانو د نجات او برياليتوبونو په خاطر دي خلک د نیکۍ  و خواته را و بولي ، د نصيحت  او صبر لار ښوونه  دي ورته وکړي ، د ظالمو مشرانو په وړاندي دي د حق او انصاف  خبره  وکړي ، او په هيڅ صورت کي  دي  د هغو د بديو تائيد او  د هغو  د رواغو تصديق نه کوي. 

 زموږ  د زده کړي او د ننني عصر تقا ضا هم  همداده چي  ښه  او بدو خپلو ځانونو ته روښانه کړو تر څو په تياروکي تندکونه ونه خورو او د خپل ژوندانه پر چاپیريال د نور وړانګي خپرې کړو.  داسلامي ژورناليزم  موخه هم  د شر ختمول ، د حق اواز پورته کول، او د مسلمانانو په منځ کي د مشرانو او کشرانو نيمګړتياوي ورپه کوته کول دي دا ځکه چي حضرت عمر رضی الله تعالی عنه فرمايي : هغه څوک ، چي زموږ عيبونه را ښيي الله جل جلاله دي پر ورحميږي. يو ژورناليست به  دا سي خبرونه او اطلاعات نه خپروي ، چي په هغو سره  په اسلامي  امت کي اور بڅري  شندل کیږي او تر منځ يې د جنګ او جګړو اور ته  لمن وهل کېږي بلکي يو داسي نظر به  وړاندي کوي  ، چي په هغه سره اسلامي امت د نړۍ غوره  پوهه تر لاسه کړي ، او په مټ  يې خپل  پيغام و ټولو نړۍ والوته ورسوي. 

اسلام و ژورناليزم ته د يو معلم حيثت  ورکړى دئ ، چي  د ټولني اخلاقي ارزښتونه او د عدل او انصاف لوړ اصول  خوندي کړي ، چي د فکري او نظري ښوونو په مټ  د ټولني ګټي خوندي پاته سي او د وګړو ذهنونه سمي لاري ته برابر سي. د يو ژورناليست اساسي وظيفه همداده ، چي په ټولنه کي اخلاقي نيمګړتياوي او بد اخلاقي له منځه  يوسي  او پاکي  او سادګي  رامنځ  ته  کړي. 

نو په همدې توګه  د حقيقت  څخه  ليري، ناروا او بې ځايه  اطلاعات او مسايل ، چي د هغو له امله په ټولنه کي  د فساد او فحش د خپرېدو وېره وي خپرول يې هم سم کار نه دئ. د حالاتو ، پیښو او حقايقو خبر ذهن او فکر ته د روښنايي مثال لري او کوم خبرونه ، چي فکر ته د روښنايي او رڼا پر ځاى تياره ورکوي د هغو خپرول او عام کول هم  ښه کار نه  دئ. ژورناليزم  دا دواړه کارونه کوي او کولاى يې سي، خوښه او اسلامي ژورناليزم هغه دئ ، چي فکر ته  روښنايي او رڼا ورکړي ، او له رڼا څخه و محرومو کسانوته رڼا ور ډالۍ کړي.