آشنا

كه په ټوليزډول څوتنه په يوه سولګركار كوئ او غواړئ خپل فولډرونه موله نوروخوندي وي شفر ورته وركړئ اولاندې تګلاره پرمخ بوزئ.

ددې لپاره دوه لارې موندل شوي دي .

  1. كه موسولګر(Computer)شفر لري په دې صورت كې فورلډرشفرنه اخلي اويوازې همداشفر ورته كافي ګڼل شوى دى .خوكه شفرنه لري اوغواړئ يوازې فورلډرته شفروركړئ  پرفولډر ښى كلېك وكړئ او Properties  وټاكئ .يوپاڼه رامخ ته كېږي اوپه هغه كې پر Sharing  كېمنډئ (كلېك كړئ) اود Private Make this folder  ترڅنګ كوچينى چوكاټ ټېك مارك كړئ اوپرApply زور وكړئ. يوپاڼه مخ ته راځي اوپوښتي ، چې آياغواړئ فولډرته شفر وركړئ اوكه نه مونږ بايد پر yes زور وكړو ترڅودخپلې خوښې شفر ورته وركړو.ترشفر وركولو وروسته پر Create Password  زور كوواوپه وروستي پړاوكې پرOK  كېمنډو اود Properties  پاڼه تړو.
  2. كولاى شو New Compressed (zipped) Folder ته هم په آسانۍ شفر وركړو. پرنوموړي فولډر ډبل كلېك كوو ترخلاصېدو وروسته د File له مينوڅخه پر Add Password كلېك كوو اوټاكلى شفر وركوو . وروسته كه څوك په نوموړي فولډركې كوم فايل خلاصوي ضروربه ترېنه شفرغواړي.