ژباړه : ننګيالى (همت)
مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ. بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ. سورت الرحمن ۱۹-۲۰
الله جل جلاله دوه سمندرونه خوشي کړي (بهولي دي) چي سره يو ځاى ښکاري، خو د دواړو تر منځ پرده حائل ده، چي له دې امله د يو بل خواته تېرى نه سي ځني کولاى. په دغه آيت کي دوه مهم ټکي بيان سوي دي:
۱: د تنګ آبنا په ذريعه يعني د او بو د هغه ځاى په واسطه چي دوې وچي سره بېلوي د سمندرونو سره يو ځاى کېدل يو عادي او معمولي حالت دى.
٢: دا حقيقت چي د دوو سمندرونو په منځ کي د يوه ځانګړي خنډله امله هغه يو له بله په بشپړه توګه نه سره يو ځاى کيږي.
راځئ په دې لړ کي تر ټولو د مخه د ساينسي ځانګړنو څېړنه وکړو: فرانسوي ساينس پوه کوسټو (۱) چي د سمندر دننه په اوبو کي په څېړنه بوخت او مشهور دئ، دا پته يې ولګول چي روم سمندرګى (۲) اواقيانوس سمندرګى (۳) د کيماوي او ژوند پوهنيز (بيالوژيکي) پلوه يوله بله توپيره لري. هغه د دې حقيقت د څرګندولو لپاره د جبل طارق آبنا ته نژدي تر سمندر لاندي څېړني وکړي، ويې ويل چي د جبل طارق له جنوبي (مراکش) او شمالي (هسپانيې) خواوو څخه بيخي په داسي حال کي چي هيڅ توقع يې نه کيږي د خوږو او تازه اوبو چينې راوزي. دغه چينې چي په سمندرکي دننه دي، دومره ستري دي چي يوه د بلي لوري ته د (٤٥) ډګريو په زاويه تيزي سره لوړي پورته کيږي او د يوه ډم په شان ږمونځي د غاښو بڼه غوره کوي چي له دې امله د روم او اقيانوس سمندرګي دننه يو له بله نه سره ګډيږي.تر دې څېړني او جوتوني وروسته چي کوسټو ته پورتني دوه آيتونه وښوول سول نو حيران ورته پاته سو. د قرآنکريم د عظمت او سترتوب تعريف يې وکړ او مسلمان سو. په دې حيرانونکي مبارک آيت کي د جبل طارق د څنډو په هکله په بېخي واضح او څرګنده توګه بيان سوى دى. خو راځئ يو ځل بيا د دغه آيت د الرحمان د مبارکي سورې موضوع د لوى څښتن جل جلاله د سترو او ښکلو نعمتونو او تخليق په هکله د هغه نه محدودېدونکي پوهه او حکمت دى. له دغو آيتونو څخه نوري معناګاني هم راوزي او هغه دا چي په سمندر کي د ژونديو مخلوقاتو شمېر د مځکي د مخلوقاتو تر شمېر زيات دئ.
په سمندر کي بې شميره اجسام موجودات او زښت زيات ډول ډول واښه ، شينلي او داسي نور سته، چي له هغو څخه د لوى څښتن جل جلاله قدرت او عظمت ډير ښه څرګنديږي. دا هم څرګنده ده چي ډول ډول ځناور او څاروي په ډول ، ډول چاپېريالونو کي پايښت مومي. نو دغه سبب دى چي د لوى څښتن جل جلاله قدرت سمندرونه ګډوډ کېدو ته نه دي پرې ايښي. ځکه هر سمندري ژوى په خپل بيل سمندري چاپېريال کي ژوند او وده کولاى سي. دغه خبري زموږ پام د الرحمان د سورې (٢٢) لمبر آيت ته، په تېره د سمندرونو د جوړښت او د سمندري نباتاتو او کبانو د وېش لوري ته کوم چي د تودوخي په درجه کي د بدلونو له امله بدلون مومي، هم ور اړوي، (٢٢) لمبر آيت دی: يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ يعني: له دې سمندرونو څخه مرغلري او مرجان راوزي. نو دغه آيت په دواړو سمندرونو کي د مرغلرو او د ښکلو سمندري ډبرو موجوديت هم اعلانوي. نو لکه څنګه چي لوى څښتن جل جلاله څوارلس سوه کاله پخوا اعلان کړى دى همدا اوس جوته سوې او څرګنده سوې ده چي په سمندرونو کي ډېر غټ غټ بڼونه او زښت زيات ډولونه کبان شته. په سمندرونو کي داسي ګلان سته چي سارى يې پر ځمکه نه موندل کيږي، د سمندر په تل کي (۴) يو ډول غاټول غوندي ګلان سته چي تر مځکنيو غاټولو زيات ښکلي دي.
دغه راز د سمندر په ژ ورو کي ډېر ښکلي حشرات هم سته. په سمندرکي د ټریوسټیګس اکان تورس (۵) په نامه يو ډول داسي ماهيان سته چي پر سره جسم باندي يې د ګلانو ګردۍ نخښي سته چي يو ډول ښکلې رڼا ځني خپريږي او شاوخوا رڼا کوي. د دغه ډول رڼا خپروونکو بې شمېرو کبانو ډولونه دېرشو ته رسيږي دغه مخلوقات د لوى څښتن جل جلاله د ښکلي او عظيم صنعت ځانګړي بېلګي دي او د سمندرونو د نه ګډېدو لاملونه څرګندوي.
لکه چي له آيت مبارک څخه ښکاري دغسي ساينسي څېړونو هم څرګنده کړې ده چي د جبل طارق دآبنا په دواړو لورو کي دومره بې شمېره سمندري ډبري او په تل کي يې داسي ښکلي او ډول ، ډول مخلوقات او حشرات موجود دي چي په اوسني پرمختللي دور کي هم د هغو شمېر ټاکل ناشونى دى. د دې سمندري مخلوقاتو له بيان څخه زموږ موخه دا ده چي وښيو قرآنکريم څورالس سوه کاله وړاندي د سمندرو په ژورو کي، په هغو ځايونو کي چي بېخي په سترګو نه ليدل کيږي د دغو ښکلو حشراتو او مناظرو وجود ښوولى او بيان کړئ دئ.
د الرحمان د سورې په د غو آيتونو کي زموږ د حقيقي معبود د دغسي بې شمېرو او ښکلو ښودلو سوو مخلوقاتو په هکله اوس چي د هغو له ښوولو څخه څوارلس پېړۍ تېريږي او څرګندوني زياتيږي له هغو څخه د دغو مبارکو آيتونو راز او حقانيت څرګنديږي.
-------
Cousteu 1
Mediterranean 2
Atlantic 3
lepas fasicaris 4
Triostegus acan thurus 5