سامع

په اپينو درملنه د مړيني لامل کېداى سي

هغه ميندي او پلرونه چي غواړي په اپينو د خپلو اولادونو د ناروغيو درملنه وکړي، د هغوى ژوند په خطر کي اچوي.
په تېرو پنځلسو کلونو کي د تېر تر ټولو سخت ساړه ژمي له امله په افغانستان کي ٥٧٠ تنه کوچنيان د ناروغۍ له امله مړه سوي دي. دا شمېره هغه مهال نوره هم پسي لوړه سوه، چي له ليري
پرتو ځايونو او د واوري د اورښتونو له امله له ګوښه سيمو څخه رپوټونه را ورسېدل.
ښايي د دې کوچنيانو يو زيات شمېر يې د اپينو د يوې لږي اندازې د خوړلو له امله مړه سوي وي، چي د کورنۍ غړي يې له يخنۍ څه د را ولاړي سوي ناروغۍ د درملني په خاطر ورکوي.
ډاکټران په دې اند دي، چي په دې ژمي کي له نيمايي څخه زياته مړينه ښايي د اپينو يا په کور کي د نورو جوړو سوو درملنو له امله را منځته سوي وي.
د روغتيا وزير، محمد امين فاطمي وايي: يوشمېر ميندي او پلرونه
خپلو اولادونو ته اپين ورکوي، چي ټوخى يې ودروي، اپين ټوخى دروي خو وژني يې هم.
افغانستان د نړۍ په کچه د اپينو يو ستر توليدوونکى هيواد دئ، زيات شمېر بې وسي ميندي او پلرونه د خوږ او درد د کرارولو له پاره کوم درمل نه لري، چي خپلو کوچنيانو ته يې ورکړي.
اپين د کوکنارو له غوزو څخه تر لاسه کېږي او مورفين او کوديين لري، چي دواړه ډېر اغېزمن انلجيزيک دي.
د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي يوڅلوېښت کلني فوزيې، چي يو دوه کلن زوى يې څه موده مخکي مړ سوى و، وويل: زما زوى سينه بغل سوى و، په کلي کي ډاکټر نه و، هغه ډېر سخت ټوخېدى، ما يوه لږه اندازه اپين په تودو اوبو کي ګډ او هغه ته مي ورکړل. هغه ډېر آرام سو او خوب ورغى، زه ډېره خوشحاله سوم، چي ګوندي هغه ښه سو. خو کله چي مي سهار وليد، نو مړ سوى و.
فوزيه وايي، د هغې په کلي کي ناروغ کوچني ته د ښه کېدو له پاره د اپينو ورکول يوه عادي خبره ده.
د کندهار ښار يو تن اوسېدونکى، سعادت الدين وايي، د هغه يو کلن لمسى د مرغومي په مياشت کي د اپينو د خوراک له امله مړ سو، هغه وايي: هغه ډېر ټوخېدى، ما هغه ته يوڅه اپين ورکړل، چي کرار سي، خو ګټه يې ونه کړه او هغه خوږ دوام درلود، يوڅه نور اپين مي ورکړل، خو سره له هغه ناکراره و او ټوخېدى. له درېيم ځل خوراک وروسته هغه بيده سو، ټول خوشحاله سول، خو سهار هغه مړ و.
د کابل د انديرا ګاندي د روغتون د کوچنيانو د داخله ناروغيو د څانګي مشر، ډاکټر محمد عارف حسن زى وايي، د اپينو د خوراک له امله د مړو سوو کوچنيانو شمېر تېر کال دومره لوړ و، چي هغه د خپل ٢١ کلن کار په
اوږدو کي نه و ليدلى، هغه وايي: دې روغتون ته تېر کال په يخنۍ پوري د تړلو ناروغيو له امله د را وړل سوو کوچنيانو نيمايي شمېر په اپينو مړه سوي دي.
ډاکټر امير محمد جلالزي وويل، يوازي د ٢٤ ساعتونو په اوږدو کي دريو تنو کوچنيانو ته چي اپين ورکړل سوي وه، د هغوى د ميندو لخوا د درملني له پاره روغتون ته راوړل سول.
هغه زياته کړه: داسي برېښېدل، چي هغه د ژوندي پاته کېدو ډېر لږ چانس درلود، ځکه موږ ته دا ګرانه وه چي د هغوى ناروغۍ تشخيص کړو، دا د ميندو له پاره ډېره غوره ده، چي خپلو کوچنيانو ته هيڅ اپين ور نه کړي، ټوخى يو طبيعي شى دئ او بايد مخه يې ونه نيول سي.
ډاکټر عبدالروف فروغ د مزار شريف د روغتون يو ډاکټر وايي، اپين هم د مسکن درملو په توګه په  اپين هم د مسکن درملو په توګه په عام ډول کارېږي،