شکرالله طاهري

 کلیمه : ډیر داسې مسلمانان به مو لیدلی وي چې اقلا دورځې پینځه ځله کلیمه به وایې خویوساعت هم د درواغ ویلونه پرته نشي تیرولای .

لمونځ ، به یووخت هم ترې نه قضاء کیږي خو د یومسلمان جایز او قانوني کار د رشوت په خاطر د څو ورځو دپاره به وځنډوي اوقضاء کوي يې .

روژه ، هیڅ کله به یې یوه روژه هم ونه خوري خو غیبت (چې د خپل مسلمان ورور دبدن دغوښې خوړل دی ) هره ورځ به کوي .

 ذکات، چې دغریب او مسکین خلکو حق دی هیڅ وخت به ترې نه وي پاتې شوی یعنې ورکړی به وي خوداینجوګانو اونورو خیریه موسسو بین المللي سازمانونو خیراتي پیسې چې دبیت المال او د غریب مظلوم ملت امانت او حق دی هیڅ وخت به ورنکړي اوخپل ځان به پرې میلونر کړي .. فرضي حج نه بغیر عمرې ته به هم هره ورځ روان وي خو د ښوونځی، جومات ،پل او نورعامه منافعو دپاره راغلې پیسو نه ځان ته بلډنګونه جوړوي او په ګناه به یې هیڅ نه حسابوي.

د دې نه علاوه : شراب به هیڅ وخت نه څکې خو دخلکو دوینو خم به په سر اړوي .

 د خنځیر غوښه به نه خوري خو دانسان دغوښې خوړلو نه به هیڅ وخت پرهیز ونه کړي . د هندوانو او نورو اهل کتاب د لاس ذبح حرام بولي خو رشوت او غدر د مور دشیدې په شان حلال ګڼي .

قمار نه کوي خو دولتي ځمکې داسې غضبوي لکه چې لاټرې ورته وتلی وي دچا حق نه خوري خو دخلکو په کورونه داسې قبضه وکړي لکه چې دپلار او نیکه نه ورته میراث پاتې وي افسوس خو پدې راځي چې دغه خلک بیا ځان ته مسلمان هم وایې.