د قیامت د ورځی د اثبات یو عجیب دلیل
انسان د خاورو څخه څنګه پیدا کیږی ؟ کله چه د خاورو څخه غله (غنم ، وریجي ، نخود ...) جوړیږي، نو پدغه غله کی د خاورو اجزاوی هم شاملی وی. که داسي نه وي نو څنګه د یوه دانه تخم څخه په سلګونو نور دانی پیدا کیږي؟ د خاورو سره د ترکیب او پیچلو تعامولاتو څخه وروسته ډیر زیات غنم جوړ سي. الله تعالی جل جلاله په هر هغه خوراک علم لري او پری خبر دی چه یو انسان تری پیدا کوي. نو ځکه الله تعالی همغه خوراک او غذا د مور او پلار پوري رسوي او مور او پلار هغه خوراک خوري. کله د بلوچستان د بوزې غوښه خوري، کله د اسټرلیا غنم خوري، کله بیا د یو ملک سیب خوري، په حج کی د زم زم اوبه او خورماوي خوري.
په ټوله نړی کی چه خوراک تیت او پرک (پاشلې) وی، په هغه کی چه د پیدایښت ماده (مني) پټه وی، هغه ټول خوراکونه الله تعالی تر مور او پلار پوري رسوي. نو د ټوله نړی د انسانانو د پیدایښت خاوري چه شاوخوا پاشلی وي ؛ الله تعالی همغه خاوري د خوراک په شکل تر مور او پلار پوري رسوي. اوس نو مور او پلار همدغه خوراک خوري ، بیا د وینوڅخه د پیدایښت ماده (مني) جوړیږي بیا الله تعالی ددغه مادی څخه صرف یو څاڅکی د مور رحم ته استوي او انسان تری جوړوي.
نو کله چي یوه کافر وویل چه څرنګه الله تعالی دغه انسان دوهم وار پیدا کوي کله چه د هغه هډوکي خاوري سي؟ هغه کافر یو زوړ شوړیدلی هډوکۍ راواخیستی او په ګوتو سره یی میده میده او په هوا کي یی والوزوی او په بی ادبی سره یي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل ...قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ سورة یس ۷۸ الله تعالی هغه زاړه هډوکي څرنګه ژوندي کوي کله چه هغه په هوا کی میده میده سي؟ الله تعالی د هغه جواب ورکړي أَوَلَمْ يَرَ الْإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ (سورة یس ۷۷) ایا انسان فکر نه کوي چه موږ دی د یوه حقیری نطفی څخه پیدا کړی. نو الله تعالی ج په دغه آیات شریف کي جواب داسي ورکوي، چی آی ناشکره او بیکاره انسانانو تاسی مخکی په ټوله عالم کی پاشلی واست، او ستاسي ټولي اجزاوی پاشلی وی، ته د اسټرلیا په غنمو کي وی، ته د بلوچستان د بوزی په غوښه کي وی، ته د قندهار په سیبو او د بصره په خورماؤ کي وی. ما ددغه ټولو پاشلو اجزاؤ څخه وینه جوړه او فلټر کړه او نطفه می تری جوړه کړه، او بیا ددغه نطفی د یو ځانګړي څاڅکي څخه مي ته جوړ کړی، نو آی انسانانو که تاسي بیا سره منتشر او شاو خوا وپاشلي سی او زه تاسي یوار بیا پیدا کړم، نو پدی کي څه ده حیرانتیا خبره ده؟ اول وار ستاسي پیدا کول اسانه دي که دوهم وار؟ د الله تعالی د پاره هیڅ شی مشکل نه دي ، نه د عدم (نیستی) څخه یو شی په وجود راوړل ورته مشکل دی او نه د موجود (پیدا) خرابول او بیرته پیدا کول ورته مشکل دی ، یو لا هم نه دي مشکل. هغه ذات د ډیر ستر قدرت څښتن دی.
د مولانا شاه محمد حکیم اختر صاحب دامت برکاتهم د مواعظو څخه (تعمیر وطن آخرت) د اردو متن ژباړه