ماهيان Fishes (Pisces)

ماهيان يعني(کبان) تاسي خامخاپيژني اوهغه موليدلي دي .

داڅرنګه ځانداران دي؟ چيري ژوندکوي څرنګه خوراک کوي اوڅرنګه هوا

تنفس کوي ؟ دپاک الله داسي قدرت دي چي رنګارنګ مخلوقات يي په اوبو کي هست کړي دي اودايم په اوبوکي ژوندکوې اوپه اوبوکې دښمن لرې اوناروغې لرې دماهېانوډولونه ډېرزېات دې چې متاسفانه موږاوتاسې ‌‌ئ زېات ډولونه ندې لېدلې اوني پېژنوماهېان ټول سړه وېنې(خونسرده)جانداراندېاوددوې دبدن تودوخې چاپېرېال پورې اړه لرې ځېنوماهېانوپه سړواوبو کي عادت کړي او هلته ژوندکوي دژوند له نګاه هم ځيني ماهيان په سمندرو (بحرو)کي يعني تروو اوبو کي اوځيني نور په خوږو اوبو کي بله ډله هم په تروو اوخوږو اوبو کي ژوند کوي.

دماهيانو تنفس

ماهيان بالعموم د برانشي پواسطه تنفس کوي ددي کبله دوي

يواځي په اوبو کي داوبو له اکسيجن څخه ګټه اخلي او خارج له اوبو

ژوند نشي کولاي يواځي شش ماهي (سږي ماهي) هم سږي لري اوهم برونش

دسږي پوسيله تنفس کولاي شي (کچيري داوبو ډنډ وچ شي دسږو پواسطه تنفس کوي )

استراليا کي اپي سراتو دوس ماهي په نورو ماهيانو کي تنفس دبرنش پواسيله

اجرا کيږي.

اوڅلور جوړه برونش دسر ترشا په دواړو خواوو کي ليدل کيږي

اوبه د خولي له لاري ننوځي او د برونش لخوا بهر ته وځي .

پدي وخت کي په اوبو کي اکسيجن دبرانش له لياري ويني ته ننوځي

اوکاربن ډاي اکسايد له ويني څخه او بو ته دمخصوصو فشارو پواسطه وځي

په برانش کي چه ځا نته مخصوص سا ختمان لري .

دويني ډير ګڼ رګو نه او ډير نري کاپيل موجود دي .

چه په اسا نۍ سره د اکسيجن او کاربن ډاي اکسايد تبادله عملي کيږي

دماهيانو خارجي ساختمان

دماهيانو بدن په دريو برخو باندي ويشل شويدي  ،سر، تنه، لکۍ.

دماهيانو بدن د ډيرو فلسو څخه جوړ شويدي.

ستر ګي 

دماهيانو سترګي له بهر څخه ديو نازکي او شفافي پردي پواسطه احاطه

شويدي.

نو ځکه اوبه سترګو ته نه ننوځي مګر روشنايي په اساني سره ور ننوځي

او هر شي ليدلاي شي ماهيا ن باڼه نلري . 

شاپرونه

دما هيانو دبدن په باندنۍ برخه کي يو زيات شمير شاپرونه ليدل کيږي.

دسر شا ته جوړه دسيني يا ټټر شاپر دبدن په نيمايي برخه کي لوي شاپر

د مقعد شاپر ملا په تير يو يا جوړه دملا شاپر او لکۍ پخپله دلکۍ شاپر

نوميږي موجود دي. 

دهوا کڅوړه(کيسه هوايي): 

په ماهيانو کي د ننه دهوا کڅوړي شته کله چي له هوا ډکي شي نو ما هي ؛

داوبو سرته را خيږي او د او بو په سر خوراک کوي يا لامبو وهي

کچيري دکڅوړي هوا خالي شي نو ماهي د اوبو تل ته ځي اودرنديږي.

او په تل کي لامبو وهي له خطره اوسړي هوا ځان ساتي .

دماهيانو غاښونه: 

ځيني ماهيان غاښونه لري .مګر دا غاښونه د ژوولو لپاره ندي يواځي

دخوراکي شيانو د نيولو لپاره چي تري خطا نشي پکار دي.

ماهيان زيا تره داوبو دنبا تاتو او د اوبو له وړو جاندارانو څخه تغذيه کوي 

دماهيانو پزه: 

ماهيان دپزي دوه سوري لري چه يواځي د بوي کولو لپاره پکار را ځي.

مګر دتنفس لپاره هيڅکله نه استعماليږي ماهيان دبوي کولو ډير قوي احساس لري .

دماهيانو لامسه: 

دلامسي حس په ماهيانو کي ډير انکشاف کړي دماهيانو په څنګ کي په اوږدو يو خط ليدل کيږي چي د هغه پواسطه داوبو بهيدل حس کوي او خپل سمت ته تعينوي ځيني ماهيان لکه (پشکه ماهي): 

تکثر : 

ماهيان زياتره هګي اچوي نو ددي دپاره مخصوص ځاي ته ځي هلته هګي اچوي ځيني هګي پخپل بدن کي دبچي تر وخته ساتي نور بچي زيږوي . 

پوستکي : 

دماهيانو بدن دفلسو پواسطه پټ دي دا فلسونه دجلد څخه منځ ته راځي مګر ځيني ماهيان (خټي ماهي) فلس نلري يواځي جلد لري .

(پشکه ماهي )دماهيانو فلس او جلد مختلف رنګونه لري چه نظر محيط او ژوند ته ډول ډول دي يعني په هغو اوبو کي چه زياتره نباتات وده کوي دماهيانو رنګ تيره ،شين بخوند وي ځيني ماهيان نظر داوبو محيط ته خپل

رنګ بدلوي عوماً دماهيانو دټټر دهوا رنګ رو ښانه او دشا يا ملا رنګ تيره وي

ځان ساتل او حمله : 

ځيني بالغه ماهيان دځان د ساتلو او ځيني هم دحملي دپاره ځان ته سلاح لري لکه شارک ماهي چه ډير تيره غاښونه لري، خنجر ماهي ډير تيره لکه خنجر ساختمان دپوزي لري چه دهغه پواسطه په دښمن باندي حمله کوي.

ځيني نور تيره او زهري اغزي لري ځيني هم برقي چارج ددښمن خواته استوي .

 

 دماهي زړه : 

دماهيانو زړه دوه جوفه دي يعني يو دهليز او يو بطن لري دزړه دحرکت په وخت کي وينه دبرونشو خواته پمپ کوي او دا وينه ناپا که يا کاربن داي اکسايد

لرونکي وينه ده . 

ماهيان خارجي غوږ نلري يواځي داخلي غوږ لري اواز اوري مګر زياتره غوږونه دموازيني دکنترول لپاره پکاردي ماهيان ددي لپاره چه ښه لامبو ووهي غاړه نلري دپوزي څوکه يي نري ده ، او په ترتيب دملا برخه يي پلنه ده .

دماهيانو ډولونه:

ماهيان دژوند له پلوه په دوه برخو ويشل شوي

(الف) دتروشواوبو ماهيان

(ب)دخوږواوبو ماهيان 

د ساختمان له نظره هم په دوو برخو ويشل شوي دي

(١) هډوکي لرونکي لکه طاوس ماهي (ګپي) کود طلا ماهي، کارف .

(٢) ککرکي لرونکي لکه شارک ،او سګ ماهي .

ککرکي لرونکي ماهيان تيره غاښونه لري دهغو پواسطه نور ځانداران څيري کوي ټول ککرکي لرونکي په سمندرونو کي اوسيژي .

خالداره ماهي دکرني وزرارت لخوا په قرغه کي روزل کيږي .

شير ماهي هم په وحشي توګه په ټولو رودو او سيندو کي ژوند کوي .

دماهيانو اقتصادي اهميت

دانسانانو دغذا لويه او مهمه برخه تشکلوي لکه نايتروجني موادو لويه منبع ګڼل کيږي

ځيني ماهيان غوړي لري چي دغه غوړي ګټور مواد لري لکه ويټامين( اي)

او(ډي) وجود لري

دماهيانو دغوړيو څخه په دارو درمل کي کار اخيستل کيږي .

دانسانانو مهم احتياج د غوښي په هکله مرفوع کوي .

او زياته برخه کا نسرو (قطي غوښي ) له ماهيانو څخه تهيه کيږي چه دا ډير ګټور او تيار خواړه دي چه هر وخت ورڅخه ځيني استفاده کيږي او هم زيات وخت ساتل کيژي

دساتلو دوجهي څخه ديو ملک نه بل ملک ته صاديريږي