د جنوبی افریقا په یوه باغ وحش کی یوه شامپنزئ چې د سگرټی شامپنیزۍ په نامه یی شهرت لره د دوه پنځوسو کالو په عمر پرون مړه شوه.
د جنوبی افریقا دبلوم فانټین دباغ وحش مسوولینو وویل دچارلی په نامه شامپنزئ د نورو شادوگانو په مقایسه لس کاله زیات ژوند تیر کړ. ډیر زیات سگرټ به یی څښل.
د باغ وحش مسوولینو ډیر کوښښ کوه چه راوا یی ړوی خو کوم خلک چه دباغ وحش سیل ته راتلل همیشه به یی ورته سگرټ په خوله کی ورکول.
ډاکتران یی اوس معاینه کوی تر څو معلومه کړی چه دسگرټ څښلو یی په روغتیا باندی اغیزه کړی وه او که د زاړه عمر په وجه مړه شوه.
03.02.2011
- ځوانzawan
راټولونكى: محمد يعقوب دكندهارپوهنتون دطب پوهنځي محصل
غشاء Membaran
د سايتوپلازم په داخل مختلف آنزايمونه وجود لري او مختلف اورګانيلونه مختلف كيمياوي فعاليتونه سرته رسوي. د دي لپاره چي يو د بل كيمياوي فعاليتونه مختل نكړي نو د يوي شفافي نازكي غشاء په واسطه ټول اور گانيلو پوښل شويدي. غشاء عموما د Lipoprotein څخه تركيب شويده او د RER او گلجي جهاز په مرسته جوړيږي، غشاء په عمومي ډول ځيني وظايف لري:
- د حجري په نظم ساتلو...
14.02.2011
- ځوانzawan
د انټرنیټ په نړۍ کې بیلابیلې ویب پاڼې جوړې شوې لکه ګوګل، یوټیوب، یاهو، جي میل او داسي نورې نامتو ویب پاڼې خو یوې ویب پاڼې هم پر خلګو دومره تاثیر نه دی اچولی لکه د فیس بوک ورځپاڼې چې پر بیلابیلو طبقو باندي اچولی. د ځوانانو نه شروع تر سیاستمدرانو او مدني ټولنې تر غړو پوري په دې ویب پاڼه کې غړیتوب لري.
دغه ویب پاڼه د (مارک زوکربیرګ) له خوا د نړۍ په مشهور پوهنتون، د هاروډ په پوهنتون کې چې د آمریکا د مسیچیوسس په ایالت کې واقع دی، د لومړي ځل دپاره پرانیستل شوه. زوکربیرګ فکر هم نه کاوه چې د...