ښځه هم باید وپوهول سي

ثابته خبره ده چي پرښځه باندي دومره زدكړه فرض ده چي په ديني چاروكښي دا ورسره لاس اوګريوان وي خوله بده مرغه زموږپه ټولنه كښي داسي څه ترسترګو كيږي چي پايلي يې بدي دي اوويلاي سوچي دشرعي اصولوځاي رواج نيولي دى دبيلګي په ډول به څوشيان په نښه كړو لومړى داچي ځيني ښځي داولادپه منعه كښي ترحمل نيولو وروسته اولادضائع كوي چي دمذهبي اوطبي نقصانونو لامل ګرځي بل داچي زياتي ښځي داحتلام ( شيطان خطايستني ) بې خبره دي اوحال داچي لكه څرنګه چي نارينه ته احتلام پېښيږي ښځي ته هم پېښيږي ځكه دام سلمي (رضي الله عنها) څخه روايت دى:

 وعن ام سلمة (رضي الله عنها ) قالت قالت ام سليم يارسول الله ان الله لايستحي من الحق فهل علي المرءة من الغسل اذا احتلمت قال نعم اذا راْت الماء فغطت ام سلمة وجهها فقالت اوتحتلم امرءة قال نعم تربت يمينك فبم يشبهها ولدها.
ژباړه : دحضرت ام سلمې (رضي الله عنها) څخه روايت دى دې ويلي دي چي ام سليم وويل : يارسول ! بېشكه الله د حق څخه حيا نه کوي ايا پرښځه باندي غسل سته چي احتلام ورته پېښ سي؟ رسول الله وفرمايل : ووسته که ئي اوبه وليدلي ام سلمې مخ پټ کړاوويي ويل : ايا احتلام ښځي ته هم پېښيږي ؟ رسول الله وفرمايل : وو راسته لاس دي په خاوروسه په څشي سره دخپل اولا دسره ورته والي پيداکوې.


همداډول فقهاؤكرامو دغه ټكي په ښكاره ډول ښودلى دى اوددې موضوع په اړه ليكي  
ويشترط عندالحنفيه في المني الموجب للغسل انزاله علي وجه الدفق والشهوة من الرجل والمرءة حالة النوم واليقظة

ژباړه ؟ شرط كړل سوي دي دحنفي علماؤ په آند په مني كښي چي غسل واجبوي راوتل دمنيوپه ډول دغورځيدو او خوندسره دنارينه څخه وي اوكه دښځي څخه وي دخوب په حالت كښي وي اوكه دويښ والي وي.

متاسفانه ډيري ښځي ددې كيفيت څخه بې خبري دي احتلام ورته پيښ سوي وي مګردانه پوهيږي اونه دغسل شرعي فرضيت ورته معلوم وي په نتيجه كښي دشرعي عباداتودقبوليت څخه بې برخي وي ځكه دجنابت په حالت كښي يې اداكوي. العياذباالله


اوبل داچي ځيني ښځي دنوو كلچرونوپه تعقيب ځانونه ښكلي كوي لكه ورځي كښل سرونه لنډول نازك پوړني پرسركول اويا په باب سوو غاړو سره سيني لوڅول دا ټول هغه توكي دي چي په شريعت كښي ناجائزكړل سوى دي ځكه ښځي ته دمېړه څخه پرته نورټوله نارينه ځيني محرمات اوځيني غير محرمات دي هغه چي غيرمحرمات دي دهغوي څخه دښځي ټول غړي پوټول فرض دي اوهغه چي محرمات دي هغوي ته د ښځي فقط هغه غړي ليدل جائزدي چه عورت نوي اوحال داچي دښځي ټول بدن عورت دى (البته په لمانځه کي د مخ او لاسو لڅول ضروري دي)... اود محرماتوكتل ورته ناجائزدي نوښځوته لازمه ده چي دخپلومحرم غړود شرعي سترفكر وكړي اوبل داچي دځوانوښځوتګ وبازاروته ورځ تربلي مخ په وده دى سره ددې چي د ټولو فحشاؤ او ناوړ كارو بنسټ همداكاردى اودغه سخت منعه دي ځكه فقهاؤكرامو دښځولپاره ومسجدته تګ دجماعت لپاره هم منعه كړي دى نو دبازار لپاره به چيري اجازه وي ځکه فقهآء کرام فرمائي   :
ويكره لهن حضورالجماعة ولاباْس للعجوزان تخرج في الفجروالمغرب والعشاء وقالا لايخرجن في الصلاة كلها

ژباړه   . وجماعت ته دښځو حاضريدل مكروه دي او دسپين سرو لپاره دسهار، ماښام اوماخستن جماعت ته تلل پروا نکوي . اويارانوويلي دي چي دټولو لمنځو لپاره دي نه وزي حاصل داچي د سخت ضرورت څخه پرته دښځي وتل ممنوع دي.

        د اړیني پوهي کتاب څخه

له تعليم السلام پاڼي څخه په منني