دبلاګ دچلوونكي لخوا يو څو خبري:

ګرانو لوستونكو! خداي (ج) دي وكړي چي دصحت جامي مو په تن وي،لكه چي تاسو ته معلومه ده چي يوه سلسله (وهابيان پيژنى)په نامه راشروع سوي ده چي په پرلپسي ډول به تاسو ته پر ليكه سي چي مخكي اوله اودوهمه برخه پر ليكه سوي ،خو په لږ تعداد كسانو بي ارزښته بللي او دايي يو ډول سپكاوى بللى خو دغو ښاغلو ته وايم چي دغه ډله په اسلام او مسلمانانو كي د بيلتون تخم شيندي ايا دا مسلمانانوته سپكاوى نه بولى؟، چي دا ددوي خپل نظرونه دي او زياتوكسانو دا سلسله ډيره ښه ارزولي اوزه يي تشويق كړى يم چي دا سلسله په مكلمله توګه پرليكه كړم چي ورڅخه مننه كوم، او رښتيا هم چي دا يوه ډيره فاسده ډله ده اود رسول الله (ص) په امت كي بيلتون او جلاوالى راولي اوهرچاته معلومه ده چي دا كسا ن خپل ځان ته مخصوص ګروپ او پالونكي لري اوغواړي چي خپلي فاسدي او غلطي عقيدي ورباندي تطبيق كړي، نو له هر مسلمان ورور څخه مو داهيله ده چي داسي كسان وپيژني او دهغوي عقيدو ته هيڅ ارزښت ورنكړي ، او هغه كسان چي ددي ډلي حمايت او ملاتړ كوي دا هم د هغوى له ډلى څخه دي.

 

دمحمد بن عبدالوهاب ژوند ليك 

محمد بن عبد الوهاب دعبدالوهاب زوى،دهجرت په (۱۱۱۱) كال كي زيږيدلى دى،له ۹۵ كالوژوند كولو څڅه وروسته دهجرت په ۱۲۰۶ كال كي مړسو

نوموړى د بني تميمو څخه و چي ابتدايي زده كړه يي هم په مدينه منوره كي پيل كړه او كله كله به مكي معظمي ته په سفرتلو اوهلته يي هم له مختلفو استادانو څخه زده كړه كړې ده، په مدينه منوره كي دنوموړي استادان شيخ محمد بن سليمان الكردي الشافعي او شيخ احمد حياة السفيدي الحنفي وه،چي هغوي دده په ګمراهي باندي پوهيدل او خلكوته يي ويل چي له دې سړي څخه به غټ ګمراه جوړسي اوډير خلك به نورهم ګمراهان كړي،دنوموړي پلار عبدالوهاب ډير صالح انسان و، هغه به هم دده ډيربد ويل او خلك به يي د نوموړي له بدۍ څخه خبرول.

همدارنګه دده ورور شيخ سليمان (رح) ډير بدورباندي ويل ، دده دبدي او خرابي عقيدي دروښانه كولو اودخلكو دخبرتيا لپاره يي يوه رساله ورباندي وليكل چي دهغه رساله تر اوسه پوري په ټوله اسلامي نړۍ كي نشر او خپره ده.

دهجرت ۱۱۴۳ كال تير سوى و محمدبن عبدالوهاب وغوښتل چي خپله فاسده عقيده په نورو خلكو باندي ومني، دلومړي ځل لپاره دمديني منوري د شرق خواته ولاړى اوهلته يي خلكو ته دخپلي عقيدي اظهار وكړ،دغه ځاي ته ځكه ولاړچي خلكو هلته چندان زده كړه نه وه كړې نو خلكو دخپلي ناپوهۍ له امله ډيرژردده عقيده ورسره ومنله.

دمحمد بن عبدالوهاب هيله داوه چي د درعيي امير محمد بن مسعود دخپل ځان تابع اوهم مسلكه كړي اود محمد بن مسعود هيله داوه چي باچاهي يي پراخه سي ، محمد بن مسعود دمحمد بن عبدالوهاب متابعت وكړ او خپل ټول رعيت يي دنوموړي دعقيدي په قبلولو باندي امر كړ،په دي اساس ددعوت سلسلي جريان پيداكړ،كور،كلى اوقبيله د نوموړي په فاسده عقيده كي داخليدل اودغه ډله مخ په ترقي روانه سوه.

دوهابيت تاسيس او موســــس

دلومړي ځل لپاره چي يي د ټولو اهل سنتو پرخلاف فاسد اوباطل عقايد ښكاره كړل اود څلورو مذاهبو څخه مخالف اصول كيښودل هغه ابن تيميه دى چي خپل پيروان ورته شيخ الاسلام وايي.

مولانا عبدالحي (رح) په فوايد بهيه صفحه ۱۵ كي  ليكلي دي((ابو العباس احمد بن عبدالحليم بن عبدالسلام ابن تيميه يي نسبي سلسله ده ، نوموړى دهجرت په ۶۶۱ كال كي زيږيدلى دى او دهجرت په ۷۳۸ كال كي د ۷۷ كالو په عمر يي وفات كړيدى)).

كله  چي ابن تيميه دنيا ته راغى داسي فاسد او باطل عقايد يي له ځانه سره راوړل چي هيڅ مسلمان ته دقبول وړ نه وه اوله داسي مسئلو څخه يي انكار كاوه چي دټولو مسلمانانو په اتفاق حق او ثابتي وې نوځكه په ټولو مسلمانانو كي په بد انسان سره مشهوره سو.

مولوي عبدالحكيم (رح) په شرح العقايد جلالي كي ليكلي دي چي د تيميه سره دده پر عقايدو باندي په ۷۰۵ كال مجلس جوړ سو ، دبحث څخه وروسته ملامت سو اوقاضي القضات زين الدين السبكي المالكي (رح) دده دبندي كولو حكم صادر كړ،نوموړي ددغه حكم پراساس بندي سواو په ټول مشق كي اعلان وسو چي كه هر څو ك دده دعقايدو پيروي كوي دهغه سړي وينه اومال مباح ده (مريۀ الجنان)

تردوه كاله بند تيرولو څخه وروسته يي توبه وكښل او ځان يي داشعري مذهب پيرو وباله نو له بند څخه خوشي سو( حاشيه نبراس صفحه ۱۱۹).

د نوموړي دعصر علماو دده دعقيدې په ابطا ل كي ډيره هڅه وكړه او دى يي ددوهم ځل لپاره بيا ونيوى او دمصر مدرسې ته يي راوست چي هلته ډيرغټ علما او مفتيان سره جمع سوي وو، هغه يي بيا ملامت كړ او دوخت اسلامي پاچا حكم صادر كړ چي داسي اعلان دي وسي چي دابن تيميه عقيده داجماع څخه خلاف ده او هر چا كه دابن تيميه عقيده له ځانه سره ساتل نو سخت عذاب به وركړل سي.

له دي بحث او اعلاميي څخه وروسته د يوڅه وخت لپاره نوموړى پټ و خوورسته يي داولياو په سپك والي خوله پوري كړه اود رسول الله (ص) په توسل باندي منكرسو ، دهغه وخت علماوو بيا د نوموړي د بندي كولو حكم صادر كړاو بيا بندي سوترڅو دناصريه حكومت په دوران كي يي توبه وكښل او له بند څخه دخوشي كيدو سره سم شام ته ولاړ اوهلته يي بيا دخپلي عقيدي په پلي كولو سره پيل وكړ،يوځل بيا د مشق په بندي خانه كي بندي سو او اسلامي حكومت بيا حكم صادر كړ چي هرڅوك چي دابن تيميه په عقيده وي ويني تويول يي مباح او حلال دي.

 

 

پاته برخه وروسته