داسلام له نظره دعلم  ارزښت

علم دٍٍپوهيدلو،يقين کولو، پيژندلواويادولوپه ماناسره راغلی دی ښونه دطلب کولو،يادولواودپوهيدلوپه مانا سره راغلی ده. اصطلاحا  يې محقيقين داسي تعريفوي : العلم نوروالجهل ظلمة . ياني علم رڼااوجَهل تياره ده

  ښونه (تعليم) هغی ته ويل کيږی چی له چا څحه علم يادکړی اويا چا ته علم ورزده کړی تر څودهغوی په سلوک او کړنو کی بدلون مينځ ته راشی .

علم په حقيقت کی دمفهومونو يادول دی اومفهوم دشيانو ، اشخاسو او د ټولو ژونديو موجوداتو د نمونو يادلو ته ويل کيږی . څښتن تعالی د ټولو انسانانو پلار آدم (ع) ته  لمړی د يادلو امر وفرمايلو :

وعلم آدم الاسماء کلها(۱)

ژباړه : (خدای (ج) آدم (ع)  ته دټولو شيانو نمونه ورزده کړل )

په حقيقت کی دغه ټول نمونه او دعلم بيلا بيلی څانګی ورته يادی کړی اوقرانکريم دهغی يادول په اسلام کی ځانکړی اهميت او اغيزه لری . د اسلام دين خپل پيروان د بيلا بيلو علومو زده کولو ته هڅوی او ورته رابلی يی تر څو مسلمانان علم حاصل کړی . او ددی علم په وسيله خپل ژوند لوړو درجو ته ورسوی خپل مطلب او صحيح لاره راونسی او له بی لاری څخه لری ولاړ شی همدا شان د حق او باطل تر منځ توپير يا په بل عبارت د رڼا او تياری تر منځ توپير د علم او پوهی پرته ډير مشکل کار دی .

د علم او پوهی مقام او رتبه د لمړنی او آسمانی وحی څخه معلوميږی  په هغه ځای کی چه لوی څښتن تعالی د جبرايل امين په واسطه ستر لارښود حضرت محمد (ص) ته وفرمایل :

اقرا باسم ربک الذی خلق (۱) خلق الانسان من علق (۲) اقراوربک الاکرم (۳) الذی علم بالقلم (۴) علم الانسان مالم یعلم (۵) ....

ژباړه : ولوله په نوم درب خپل چی پيداکونکی دی پيدايی کړانسان دټوټی دوينی څخه ولوله ستارب کريم دی هغه چاچی علم دقلم په  واسطه علم وښودلو او ويی ښودل انسان ته هغه څه چی پری نه پوهيدلو.

خدای(ج) خپل پيغمبرپه لوستلو پوه او ورته ياد يی کړل او دعلم ،پوهی او قلم رتبه او منزلت يی ورته بيان کړل ان تر دی چی وحی ورته راغله چی مسلمانانو ته تعليم ورکړی نو معلومه شوه چی ښونه او روزنه د علم پرته مخکی نشی تلای .

نو مونږويلای شو چی دمسلمانانو لومړنی تربيت ورکونکی او لارښود(ښوونکی) حضرت محمد(ص)دی قرآن کريم اسمانی کتاب دی او ټول اسلامی احکام اوقوانين پکی بيان شوی دی دعلم او تعليم په اړه ‌‌‌ډيرزيات آياتونه راغلی دی پس دعلم او تعليم لپاره يی خلک هڅولی دی او دناپوهی او جهل څخه يی منع را وړی ده

لوی څښتن تعالی امر کوی چی له هری ‌‌ډلی څخه ياست دعلم دلاسته راوړنی لپاره له خپلو کورونو څخه ووځی .

فلولا نفر من کل فرقة منهم طا ءفة ليتفقهوا فی الدين و لينذرواقومهم اذا رجعوااليهم لعلهم يحذرون ........(۳)

ژباړه : پس ولی له هری ډلی څخه يو ټولګی نه وځی ددی لپاره چی په دينی اموروکی پوهه حاصله کړی او خپل قوم له دغه بدو اعمالو څخه وويروی په هغه وخت کی دوی راوګرځيږی تر دی چی دوی وويريږی.

الله(ج)دپوهی او علم په واسته دبنده ګانو مقام ډيرلوړکړی دی .

څښتن تعالی په دی اړه فرمایی:

يرفع الله الذين آمنومنکم والذين اوتواالعلم درجات (۴)

ژباړه: الله(ج) دهغه کسانو درجی لوړوی چی ايمان يی راوړی وی له تاسونه او هغه چاته چی يی علم ورکړی وي درجی ورکوی .

په بل ځای کی دعلما وداهميت په اړه څومره ښه فرمايی.

قل هل يستوی الذين يعلمون والذين لا يعلمون(۵)

ژباړه: وورته ووايه اي پيغمبره آيا برابردی هغه کسان چی پوهيږی او هغه کسان چی نه پوهيږی.؟

داسلام ښکلی دين علم له رڼا او نا پوهی يی له تياری سره مشابه کړی ده.الله(ج) فرمايی:

قل هل يستوی الاعمی والبصيرام هل يستوی الظلمات والنور.(۶)

‌ژباړه :  ووته ووايه چی آيا برابردی ړوند او هغه کسان چی ليدل کولای شی اوآيا برابره ده تياره له رڼا سره.؟

وما يستوی الاعمی ولا الظلمات ولا النور.(۷)

‌ژباړه: اوهيڅکله ړوند اوبينا برابرنه دی او نه هم تياره اورڼاسره برابره ده.

په بل ځای کی الله(ج) علم دډیرخير او برکت سره مشابه کړی دی. فرمايی.

ومن يوت الحکمتة فقد اوتيی خیراکثيرا(۸)

ژباړه: او هر هغه چاته چی حکمت ورکړل شوپه تحقيق سره هغه ته ډيرخير اوبرکت ورکړل شو.

په بل ځای کی الله(ج) فرمايلی دی .

هوالذی بعث فی الامين رسولا منهم يتلو عليهم آياته ویزکيهم ويعلمهم الکتاب والحکمة(۹)

ژباړه: الله(ج) هغه ذات دی چی ليږلی يی دی په آميانو کی يو رسول ددوی له جنسه چی لولی به دوی ته آيتونه دهغه او پاک کړی دوی لره او وښايی دوی لره قرآن او سنت او حکمت علما‌ء او پوهان دلويی مرتبی خاوندان دی خدای(ج) دغه کسان له تکبرنه خلاص کړی دی.

وفوق کل ذی علم عليم(۱۰)

ژباړه: او دپاسه دهر علم بل عالم شته.

حضرت پيغمبر (ص) مسلمانان دعلم  اوپوهی ديادولولپاره هڅولی دی او دهغی يادول يی په هر مسلمان نارينه او مسلمانه ښځی باندی فرض کړی دی او ددينی علومو پوهه يی له خيرسره تعبيرکړی ده .

ومن يرد الله به خيرا يفقهه فی الدين وانما العلم با تعلم.(۱۱)

ژباړه : هرهغه چاته چی الله(ج) دخير اراده وکړی په دين کی پوهه ورکړی او هر وخت علم په يادولو سره حاصليږی .

په بل ځای کی حضرت محمد(ص) فرمايی:

انه ليستغفرللعام من فی السموات ومن فی الارض حتی الحيتان فی البحر.(۱۲)

ژباړه: او خامخا بښنه او مغفرت غواړی دعالم لپاره هغه مخلوقات چی په آسمانونواو ځمکوکی دی تر دی پوری چی ماهيان ورته په اوبوکی د بښنی دعا کوی.

ان الله لا ينتزع العلم من الناس انتزاعا ولکن يقبض العلماء فيرفع العلم معهم فی الناس روساء جهالنا يفتونهم بغيرعلم فيضلون ويضلون.(۱۳)

ژباړه: په تحقيق سره الله(ج) علم نه اخلی د خلکونه په اخيستلو سره خو کله چی عالم وفات کيږی نو علم هم ورسره ختميږی او دخلکو په مينځ کی جاهل مشران پاتی کيږی چی خلکو ته بغير دعلم فتوی ورکوی چی په هغی سره ځان هم ګمراه کړی او نور هم ګمراه کړی.

همدغه شان هر مسلمان نارينه اوښځه او هم يی بچيان د علم يادولو ته کينی چی علم زده کړی همداشان اسلامی هيوادونه شرعی او ملی دنده لری چی د نارينه او ښځولپاره دتحصيل زمينه برابره کړی له يوی خوا به يی مسوليت پوره شی او له بلی خوابه ښوونه او روزنه ښه راتلونکی ولری او له فرهنګ سره به برابرکارشی.

داوسنۍ دنيا دترقۍ او پرمختګ يولامل دټولو نه زياتوالی د طبقو ښايست او روښنايی ده همدغه شی دی چی د روزګارپيښوته يی بدلون ورکړی او له هغی نه دهغوی په ګټه ښه استفاده کوی .

مسلمانان بايد له دی نعمت څخه محروم (بی برخی ) نشی بايد هغوی د استعداد له نظره په بیلابيلو برخوکی وروزل شی او دولت مکلف دی چی هغوی د استعداد له مخی په کارواچوی خدای(ج) فرمایی:

ان الله يامرکم ان تودوا الامانات الی اهلها(۱۴)

  ژباړه : بيشکه الله(ج) تاسوته امرکوی چی امانتونه خپل اهل ته وسپاری .

د اسلام سپيڅلی دين د زامنو او لورګانو د پوهی او کسب په يادلوکی ممانعت نه کوی پدی شرط چه د اسلام ګران بيه قوانين پکی عملی شی خو چه د زموږه په اوسنی ټولنه کی يو څه تعداد عالمان له هغی څخه بی خبره دی کوم چی د دښځی د تعليم مخالف دی خو دغه عقيده ا و مفکوره له علم او پوهی څخه نده .

بلکه دا عقيده غير له دلايلو څخه ده د اسلام ټول عالی احکام او دستورونه د هغه وچو احساساتو له منځ څخه پاک دی .

لکه څنګه چی په اسلامی تاريخ کی ليدل کيږی چه د درس حلقی د اسلام په لمړنيو دورو کی هم موجودی وی . چه داسلامی علومو د تبليغ او د هغی رواجولو لپاره يی کوښښ کاوؤ زموږ لپاره تر ټولو غوره اسباط د نبی (ع) د وخت اصحاب صفه وؤ چه خپل ټول ژوند يی د ياولو او نوروته د ښودلو لپاره ځانګړی کړی وؤ .

د خلفای راشيدينو په خت کی د دين او اسلامی علومو د تبليغ او ترويج (رواجولو ) لپآره ډيره زياته مقابله او هڅه شوی ده . چه د هغوی له هڅو جملی څخه يو هم د قرانګريم راټولول دی . چی په يو کتاب کی يی راټول کړ پدی کار سره له يو ی خوا د ټول قرانکريم ساتنه وشوه او له بلی خوا د هغی يادول آسانه شول چه د تدريس لپاره پکی هم ډيره آسانتيا راغلی ده . پدی اړه پيغمبر (ص) څه ښه فرمايلی دی .

 

خيرکم من تعلم القران وعلمه (۱۵)

ژباړه : په تاسو کی بهتره هغه څوک دی چی په خپله قران زده کړی او نورو ته يی هم وښيی .         

صحابه کرامو د حضرت محمد(ص) په طريقو او تابعدارۍ کی ډير زحمت ګاله تر څو مسلمانان خبرکړی همدالامل وو چی دځمکی هر کونج ته اسلام ورسيد ترڅوخلک په تعليم کی هڅه وکړی .

له خلفاء راشيدينوڅخه وروسته امويانو دبيلابيلو علمونو درواجولولپاره علمی او فرهنګی مرکزونه مينځ ته راوړل همداشان دعباسيانو دوره دعلم اومعارف له نظره په اسلامی تاريخ کی غوره دوره شميرل کيږی.

کله چی دنظام الملک دسلطنت په وخت کی دمدارسو درسمی کيدو اعلان وشو چی تعليم وړيادی او شاګردانوته به يو څه تنخوا هم ورکول کيده په اسلامی نظام کی تعليم کول دټولوخلکو لپاره يو شان دی چی دامير او غريب اولاد هيڅ توپيرنه لری.

داسلام ښکلی دين پرته له دی چی خلک پوهی او کسب ته وهڅوی تردی پوری هغه کسان چی علم د خلکو نه پټ ساتی د هغوی په اړه ستر لارښود داسی فرمايلی دی.

من سئل عن علم فکتمه الجمه الله بلجام من نار يوم القيمة.(۱۶)

‌ژباړه: دهغه چا نه دعلم (پوهی ) په اړه پوښتنه وشی او هغه پټه کړی (په داسی حال کی چی دا ښه پوهيږی )نو الله (ج) به دقيامت په ورځ داورکړۍ (دآس دقيضی په شان) په خوله کی ورواچوی .

لکه څنګه چی داسلام دښمنان پدی اړه ډيربد تبليغات کوی چی داسلام دين دعلم او پرمختګ مخالف دی خو په حقيقت کی دغه ډول نظريه هيڅ ډول واقعيت نه لری بلکی داسلام دښمنان له مسلمانانو څخه په ډيره ويره کی دی.

داسلام دين غير له دی نه چی علم ته ارزښت ورکړی بلکی هغه کسان چی دعلم تحصيل کوی هغوی هڅوی او هغوی اه مکافات ورکوی آن تر دی چی له نورو څخه هم غواړی چی هغوی ته دعزت او درناوی په سترګه وګوری پيغمبر(ص) په دی اړه داسی فرمايلی دی.

من سلک طريقا يطلب فيه علما سلک الله به طريقا من طرق الجنة وان الملايکة لتضع اجنحتها رضا لطالب العلم وان العالم ليستغفرله من فی السموات والارض والحيتان فی جوف الماء وان فضل العالم علې العابد کفضل القمر ليله البدر علې ساﺋرالکواکب وان العلماء ورثة الانبياء وان الانبياء لم يورثوا دينارا ولا درهمها وانما ورثوا العلم فمن اخذه اخذ بحظ وافر(۱۷)

ژباړه : هغه څوک چی پداسی لاره کی ووځی چی دعلم طلب پکی وی الله(ج) هغه ته دجنت لاره آسانه کوی او ټولی پرښتی دهغه لپاره خپلی وزری غوړوی دطالب العلم درضا کولو لپاره او دعالم لپاره دعا دبښنی غواړی هغه څوک چی په ځمکه او آسمانونو کی دی آن تر دی چی ماهيان ورته په اوبو کی د مغفرت دعا غواړی او دعالم غوره والی په عبادت کوونکی لکه دڅوارلسمی دسپوږمۍ رڼا چی په ستورووی اودغه علما د انبياوؤ وارثان دی او پيغمبرانو درحم او دينار په ميراث کی نه دی پريښی مګر علم يی په ميراث کی پيريښی دی او هر چاه چی دغه علم حاصل کړ هغوی پوره کاميابی حاصله کړه .

دغه ټول کارونه په اسلامی شرعت کی دپوهی او کسب دپاره د ی .

خو په خواشينی بايد ووايو چی د مسلمانانو په منځ کی ډير خلک دقرانکريم په لوستلو اوپه اړينو مسايلو له پوهيدو څخه عاجز دی او همدا يو جدی خطر دی او داسلامی علما وؤ ته نه ښايی چه په هغی کی سستی وکړی .

د علم ډولونه

علم د پوهانو له نظره په دوه ډوله دى:

اول: عيني فرض: دا هغه علم دى چې ترلاسه كول يې پر شخص واجب او لازم دى.

په دې مانا كه څوك پوهه نه ترلاسه كوي، هغه ته معذور نه شو ويلاى، بلكې ګناهكار دى، ځكه يو واجب كار يې پرېښى دى، لكه د اسلام د پنځو بناوو او واجباتو زده كول.

دويم: كفايي فرض: دا هغه فرض دى چې پر ټولو مكلفو اشخاصو ځانګړى نه دى فرض شوى، كه څه هم په اصل كې پر ټولو فرض دى، دا ځكه كه يې ټول ادا نه كړي، ګناهكار حسابېږي، خو بيا هم كه يوه طايفه يې وكړي، د نورو اشخاصو غاړه خلاصېږي، لكه د جنازې لمونځ...

د علم په باب د پوهانو خبرې

۱. خطيب بغدادي (رح) په خپل كتاب كې د رسول الله عليه السلام حديث نقل كړى دى، فرمايي:

ژباړه: ”پر هر مومن فرض ده چې دومره علم زده كړي چې د هغه په واسطه وكړاى شي، روژه، لمونځ حرام حدود او احكام وپېژني“.

۲. حضرت علي (رض) يوه سوداګر ته داسې وفرمايل:

ژباړه: پوهه لاسته راوړه، مخكې تر دې چې تجارت وكړې.

له دې څخه ښكاري چې كه سړى هر عمل پيلوي، بايد تر هغه وړاندې علم زده كړي.

۳. امام غزالي (رح) فرمايي:

ژباړه:  هر عاقل انسان چې د بلوغ پړاو ته ورسېږي، لومړنى واجب شى ورباندې دا دى چې د شهادت كلمه زده كړي او د هغې په مانا ځان پوه كړي. كه په داسې ځاى كې و، چې هلته د حق پېژندل ستونزمن وو، نو پر ده باندې د حق پېژندل واجب او لازم دي، ځكه چې پر ده باندې له باطل څخه ليرېوالى او (ازاله) د هغې واجب دى.(جامع بيان العلم لابن عبدالبر ۹-۱)

۴. امام نووي (رح) فرمايي:

ژباړه: فرض عين دا دى چې پر مكلف شخص چې كوم عمل واجب شوى وي، هغه يې بې له علم څخه نه شي ادا كولاى، لكه اودس او لمونځ، تر څو چې يې سړى له مخكې زده نه كړي، ادا كولاى يې هم نه شي.

۵. ابو بطين(رح) فرمايي:

ژباړه: پر مكلف شخص فرض ده چې دا لاندې دوه شيان وپېژني. لومړى د عبادت حدود او هغه حقيقت يې، چې الله(ج) د هغې لپاره پيدا كړي يو.دويم د شرك حد پېژندل او په دې ځان پوهول چې شرك د ګناهونو تر ټولو لويه ګناه ده.(الانتصار لابن بطين۱۳)

پوهه اوښوونه دقرآن کريم له نظره :

الله جل جلاله په خپل سپېڅلي کلام کي دپوهنې اهميت ته داسي اشاره کوي :

وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً فَلَوْلاَ نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ (التوبة : ۱۲۲)

په دې آيت کي دعلم اوپوهې ارزښت په ښه ډول څرګندشوی دی ان دجهادپه څېرسترې فريضې څخه هم الله جل جلاله ټول مسلمانان له يومخيزتګ نه منعه کړي دي،ځکه په دي وخت کي به هرومرو ځيني احکام نازلېدل نوکه ټول دجهادسپېڅلي سنګرته تللی وای ددي احکاموزدکړه به سخته وه په اوس وخت کي که هم ټول مسلمانان په یوه ځل جهادي سنګرونوته ودانګي نودعلمي لويي پانګې دضايع کېدووېره ده،ځکه نوبايدپوهه که دهرڅه په هکله وي ترلاسه شي تهانوي رحمة الله عليه ډېرښه ويلي دي چي پوهه که دهرڅه وي پرمطلق جهالت غوره ده .

د قرآن کريم  په ۶۹زره الفاظوکي چي الله جل جلاله ترټولولومړی پررسول کريم صلی الله عليه وسلم کوم لفظ  نازل کړهغه داقرأياني نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته خطاب دی چي ولوله،همداډول چي دقرآن کريم په ۶زره اياتونوکي ترټولووړاندي کوم پنځه اياتونه نازل شول هغه هم دعلم په هکله ول .دهغولومړی ايات داسي دی : اِقْرَأْبِاسْمِ رَبِّکَ الَّذِيْ خَلَقَ .ياني ولوله دخپل پالؤنکي په نوم چي هغه هرڅه پيداکړي دي .

دالهي وحې په پيل کي چي دنبي کريم صلی الله عليه وسلم په ذريعه ترټولووړاندي کوم شي ته دانسان پام اړونه شوې هغه ليک،لوست،پوهه،ښوونه اوتربيه ده اورسول صلی الله عليه وسلم د ښوونې اوروزنې په قېمتي غميوانساني ژوندښکلی اوښائسته کړ.

همدارازداښوونه،پوهه اوعلم درسول صلی الله عليه وسلم ترزمانې پوري خاص نه دي بلکه له کومه وخته چي انسان نړۍته سردنن کړی الله جل جلاله له انساني کړيوڅخه په هرملت،هرقوم اوبېلابېلوسيموکي ددي سترهدف لپاره ګڼ شمېرانبياء راليږلي دي، ددي پاکواستادانواو معلمينوپه پرلپسې رالېږلوسره يې دپوهي اوښونې دامسئله ډېره ارزښتمنه کړه اوځانګړې الهي مهرباني داوشوه چي ددي استادانوښوونه الله جل جلاله خپله وکړه،په خپله مهرباني يې هغوئ پوهان اوعالمان کړل،دنړۍ ښونځيوته يې راولېږل څوهغوئ دانسانانوفطري ناپوهي ختمه دعلم په ګېڼه سنبال اودټولوانسانانودسېرت اواخلاقودسمون هڅه وکړي .

داحقيقت دی چي ددي تياره نړۍرڼايوازي له ښوونې،تربيې،روزنې،پوهي اوعلم سره تړلې ده که دعلم ډېوه ددې پاکواستادانوله مبارکوسينونه وای راڅرګندشوې نوانساني نسل به دڅارويورمه ګرزېدلی وای .

ځرنګه چي اوس دفتنودوردی اوهيڅ کس هم له دي فتنوڅخه په ځان ژغورلوکي بری نه دی موندلی، دعلم (پوهه ) اوعلمآؤ(پوهانؤ) يقيناپه هره ټولنه کي ډېراحترام اودرناوي کيږي،خلک علم اوعلمآء دخپلې لارې مشال ګڼي،دارښتيا ده چي په تياروکي دډيؤبلؤنکي،خلک ښواخلاقوته بلؤنکي،دټولنې دغوښتنوپوره کؤنکي،دټولنې اواجماع جوړؤنکي،دانسانانوښه رهبري کؤنکي، داخلاقي فسادمخه نيؤنکي،دبې وزلانو مرسته کؤنکي،له لوټنو،رشوت اونوروګناهونومنع کؤنکي همداعلمآء دي،خومتاسفانه چي کله په نړۍکي دفتنوسمندرونه په څپوشول نودعامو انسانانوترڅنګ علماؤهم ونه شوکړای چي له دي بلاخپل ځانونه وژغوري نوهمداوه چي له عاموانسانوسره په دي منکراتو،معاصؤ او ګناهونوکي ورګډ،له خپلې لويې دندې غافله اوځانونه يې درسول صلی عليه وسلم دهغو احاديثومصداق وګرزول چي له وړاندي يې لاددي علماؤپه قباحت کي ويلي وو .

علم : لغة دپوهي په مانادی . اصطلاحا  يې محقيقين داسي تعريفوي : العلم نوروالجهل ظلمة . ياني علم رڼااوجَهل تياره ده .علمآء : لغوي مانايې پوهان دي خو داصطلاحي مانا په هکله يې تهانوي رحمة الله عليه داسي ليکي :

عالم متقي اودسنت پيروي کؤنکي ته ويل کيږي،له ده سره بايدهغه ضروري علوم وي چي نوموړي يې دخپلې لاري مشال وګرزوي ځکه نومحض مالومات درلودنکی اوسپينوجاموپه تن کوونکي ته عالم نه شي ويل کېدای .

تهانوي رحمة الله عليه وړاندي ليکي : په احکاموپوهېدونکي انسان ته مولوي ويل کيږي نه داچي عربي ويونکي ته مولوي ويل کيږي ځکه عربي ويونکي خوابوجَهل هم وونوهغه ته بايدمولوي ويل شوي وای لکن هغه ته څوک مسلمان هم نه وايي .

دامنل  شوې خبره ده چي علم ډېره لويه پانګه ده اوداچي دکوموانسانانوپه برخه کيږي هغوئ به هم يقينادلويې مرتبې انسانان وي داخبره په الهي کلام،نبوي احاديثواوعلمآؤپه ويناووثابته ده .

لکه چي الهي فرمان دی :

انمايخشی الله من عباده العلموآ. الاية

ياني له الله جل جلاله څخه زيات وېرېدؤنکي بندګان علماء دي .

دنبي اکرم صلی الله عليه وسلم  مقدس حديث دی :

عن ابی امامه الباهلی قال :قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : فضل العالم علی العابدکفضلي علی ادناکم .

ژباړه : ابوامامة رضي الله عنه وايي چي :رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل :دعالم فضيلت پرعابدداسي دی لکه زماغوروالی ستاسوپرادنا.

اوپه دي اړوند درسول اکرم صلی الله عليه وسلم يوبل حديث دی :

عن ابی درداء قال سمعت رسول الله صلی الله عليه وسلم يقول :من سلک طريقاًيطلب فيه علماًسلک الله به طريقاًمن طرق الجنة وأن الملائکة لتضع اجنحتهارضاًلطالب العلم وان العالم يستغفره له من فی السموت ومن فی الارض والحيتان فی جوف الماء وان فضل العالم علی العابدکفضل القمرليلة البدرعلی سائرالکوکب وان العلماء ورثة الانبياء وان الانبياء لم يورثواديناراًولادرهماًوان ماورثواالعلم فمن اخذه اخذ بحظ وافر.

ژباړه : ابودرداء رضی الله عنه وايي ماله نبي کريم صل الله عليه وسلم څخه اورېدلي چي ويل يې : څوک چي دعلم دزده کړې په  لاره کي ووزي نوالله جل جلاله دجنت لاره ورته اسانه کوي،فریشتې یې داحترام لپاره وزرونه ورته غوړو ي اوعالم ته داسمان اوځمکې مخلوق بښنه غواړي ان چي کبان  دسمندرپه غېږه کي استغفارورته غواړي،دعالم غوروالی داسي دی لکه دڅوارلسم دسپوږمۍروښنايي پرنوروستورواوعلماء دانبياؤوارثان دي دانبياؤميراث درهم اودينارنه دی ددوئ ميراث علم دی که چاعلم حاصل کړنوله لويه برخه يې ومونده .

دارنګه سترعالم لوی مفسيراومشهورفقيه عبدالله بن عباس رضی الله عنهماپه دي هکله وايي :

دشپې په يوه برخه کي دعلم زده کړه دټولي شپې تره عبادت غوره ده .همدارازعبدالله بن مسعودرضی الله عنه وايي : دعلم زده کؤنکی اوددنياغوښتؤنکی هيڅ وخت نه مړېږي خوعالم په خپل علم دالله رضاترلاسه کوي اوددنياطلب کؤنکی په سرکښي کي وړاندي ځي .

يقينادعلماؤدوجودله کبله دادنياشته که داعلماء په کومه ورځ له دي نړۍ سترګې پټې کړې نوهمغه ورځ به ددي نړۍ نظام هم خراب شي ځکه دالله رسول صلی الله عليه وسلم وايي : ترڅوچي په دنياکي دالله الله نوم ياديږي ترهغوبه دنياوي نظام چليږي په کومه ورځ چي ددي نوم يادونکي ختم شي پاتي هغه ورځ به دانظام هم له منځه ځي،په دي حديث سره داثابته شوه چي دعلماؤاحسان پرهرانسان کافردی که مسلمان،حيوان دی که نبات شته ځکه ددوئ په وجه داټول له دنياوي ژونده برخمن دي،خوپه دي جامه کي نن ډېرداسي کسان شته چي صرف له دي نوم څخه دخپلوګټولپاره استفاده کوي اياداکسان هم دومره فضيلت لري؟

نه! بالکل نه ځکه نوددي مضمون په دويمه برخه کي دعلماء سوء په هکله څه ليکل غواړم  دمضمون ليکلوباعث مي همداؤځکه ټول وينوچي نن دعلماؤپه جامه کي زيات خلک شته خوکړه وړه يې له هغوئ څخه بېل دي په همدي جامه کي هڅه کوي چي عام خلک له دينه لري وساتي زه دادځان دنده بولم چي عام مسلمانان ددي خلکوله فريب اودوکې څخه خبرکړم هيله لرم ويې لولئ،ترنورويې ورسوئ اوخپله وظيفه سرته ورسوئ څومسلمانان ددي دوکه بازانوپه دام کي ښکېل نه شي .

 

ايا علم (ښوونه ) يواځي په اسلامي هيواد اودمسلمان ښوونكي څخه حاصله شي:؟

 

دوهم داچې ضرورنه ده ښونه دې په اسلامي هيواد اودمسلمان ښوونکي څخه حاصله شي لکه څنګه چې پيغمبر(ص) فرمايې :(علم زدکړي اګر که په چين کې هم وي ) حال داچې چين ته په هغه وخت کې داسلام د عوت نه وورسيدلي البته ښوونکي اوهمدارنګه ټولنه دانسان په ژوند اوذهن تاسير اچوي که ښونکى مسلمان اوټولنه هم اسلامي وي په هغه صورت کې انسان مسلمان وي په اسلامي آدابو،اخلاقواواحکاموروزل کيږي خوکه غيرمسلمان ښوونکي ته اړتياپيداشي اسلام دهغه مانع نه دى.د حضرت ابوهريرة (رض) څخه روايت دي چې رسول لله (ص) فرمايلي ((که څوک يوه داسې لاره غوره کړي چې په هغه کې علم اوپوهه لاس ته راوړي نوالله (ج) به هغه ته دجنت لاره آسانه کړي اودهغه لپاره به دهغه دراتګ په لاره کې ملايکې خپل وزرونه وغوړوي)) لنډه داچې اسلام علم اوپوهې ته ځکه ډير ارزښت ورکوي چې دعلم او پوهې په وسيلې سره حق له باطل ،صحيح له فاسد څخه جلاکيداي شى نورومسلمانانوته پرې نفع رسي خلک دفساد څخه داصلاح ،دشر څخه دنيکۍ (خير)لارې ته رادعوت کولاي شي اسلام دنفلي عباداتونه علم اوپوهې ته زياته ترجيح ورکوي اويوساعت زدکړه يې ترټولې شپې عبادت څخه غوره ګڼلې ده ځکه چې دعبادت ګټه ترفاعل پورې محدوده وي خودعلم گټه يې دځان په ګډون نوروخلکوته هم رسيږي علم اوپوهه دلمر اوسپوږمۍ په شان دي لکه څنګه چې انسان دلمر اوسپوږمۍ په رڼا لاره ويني همداشان دعلم اوپوهې په رڼا سړي دژوند ښه اوبهتره لاره پيداکوي اوخپل مقصد ته پرې ځان رسوي هغه څوک چې دافغانستان په اسلامي ټولنه کې ژوند کوي اوغواړي چې داسلامي ټولنې دارزښت اوخوند سره ځان آشناکړي نوهغه دې خپلې مټې راونغاړي دبې پروايي اوغفلت له خوبونودې راويښ شي اوخپله ټولنه دې دتل لپاره داسې جوړه کړي چې ټوله نړي په دې پوه شي چي  افغانان نه يواځي دخپلې ټولنې دآزادئ اوخپلواکۍ غوښتونکي دي بلکه دخپلې ټولنې دپرمختګ اوترقي ليوال هم دي ،خوداهغه وخت کيداي شي چي دوطن هروګړي دافکروکړي چي ښوونه اوروزنه زمونږدراتلونکونسلونولپاره داسي يوضروري اوحتمي عمل دي لکه دانسان بدن ته زړه ، چي دهغه وجودته وينه ليږدوي ،که زړه خپل کارپريږدي نودانسان بدن له منځه ځي خلاصه داچي داسلامي ټولني غوښتنه همداده چي سړي بايددټولوشيانوپه پرتله دعلم اوپوهي خواته مخه کړي ،ځکه همداعلم انسان له فقر،بداخلاقۍ ،دښمنئ ،حسد،کيني ،انسان وژني ،غلااوداسي نوروناوړه اعمالوڅخه ژغوري پس نوښه سوکاله ژوند،ښه اقتصاد،ښه امن اوامان ، ښه دوستي اوورورولي ،ښه اتفاق ، ښه محبت اوداسي نورنعمتونه ټول دعلم اوپوهي په نتيجه کي لاسته راځي .که علم اوپوهه راسره نوي دوست اودښـمن به نه پيژنواقتصادبه موخراب وي تل به مولاسونه پرديوته غزولي وي وطن به مووران ويجاړوي اودتل لپاره به دپدمرغيواوبدبختيوسره لاس اوګريوان يو.

سيداحمد سامع