دوهابيانو دغلطو عقايدو يو څومثالونه

  • درسول الله (ص) پر ټوله امت باندي بد اولعنت وايي.
  • دڅلورو طريقو څخه انكار كوي.
  • دڅلورومذاهبو اومجتهدينو له تقليد څخه انكار كوي.
  • داولياء كرامو(رح) دكرامت څخه انكار كوي.
  • داولياؤ اوروحانينو (رح) څخه كومك غوښتل شرك بولي.
  • دمړو لپاره خيرات وركول بدعت بولي.
  • درسول الله (ص) او نوروانبياؤ(ع) زيارت ته سفركول شرك اوحرام بولي.
  • دانبياؤ(ع) او اولياؤ(ع) پرارواح باندي توسل حرام اوشرك بولي.
  • امكان سته چي خداي(ج) دي درواغ ووايي(نعوذباالله من ذالك).
  • خداي پاك په يوه طرف يا يوه جهت كي نه ګڼل ګمراهي اوبدعت بولي.

                           (ايضاح الحق،تصنيف مولوي اسمعيل ص۲۴-هيان الايمان،تصنيف شهود الحق ص۵.

  • دخداي پاك ذاتي صفات حادث يعني نوي بولي(اقامت البرهان ص۷)
  • دځمكي اواسمانونوله پيدايښت څخه پخوا خداي (ج) په هواكي وو.(فتاواى محمديه)
  • رسول الله (ص) دټولوانبياؤ(ع) خاتم نه بولي(جامع الشواهدص ۲-۱۲).
  • ټول انبيا(ع) داحكامو په تبليغ كي معصوم نه بولي(جامع الشواهدص۱۲).
  • رسول اكرم(ص) په قبر كي ژوندى نه بولي بلكي مړى يي بولي اووايي چي مړى خاوري دى(تقويه الايمان ص ۲۵).
  • خداي پاك پرعرش ناست دى او پښې يي كښته راځړولي دي او چوكۍ يي چغ چغ كوي.(وحيدالزمان دايت الكرسي شريفي په ترجمه كي ويلي دي)
  • دانبياؤ(ع) او اولياؤ(رح) زيارتوته سفركول شرك بولي ځكه چي د دوى په اند دا داسي معني لري لكه څوك چي بتانو ته ورځي(تقويه الايمان ص۹۴).
  • دخداي تعالى په ښوونه دعلم الغيب عقيده درسول الله (ص) په خوله بد كار بولي.(تقويه الايمان).
  • انبياؤ او اولياؤ(رح) بيكاره خلك دي هيڅ كارنه لري(تقويه الايمان ص ۱۵)
  • انبياؤ(ع) او اولياؤ(رح) هيڅ قدرت نه لري اونه څه خبره اوري(تقويه الايمان).
  • دمحمد (ص) په مثل بل نبي پيداكيدل ممكن بولي(تقويه الايمان)
  • انبياؤ او اولياؤ(رح) شفاعت كوونكي ګڼل شرك بولي(تقويه الايمان ص ۶)
  • داوسنۍ زمانې ټول خلك كافران بولي(تقويه الايمان ص ۴۵)
  • دفقهي دكتابونو په لوستلو سړى مشرك بولي او بايد وسوځول سي(غسلين)
  • دانبياؤ او اولياؤ(رح)زيارتونه دبتانو په مثل بولي(هدايه الرسايل ص۲۰۸)
  • لاندي خبري كفر،شرك اوبد عت بولي:

- ديوه مذهب پيروي كول.

- دمولود شريف وظيفه كول (لوامع الانوار صـــ ۸۰

- دشيخ عبدالقادرجيلاني وظيفه كول(براهين قاطعيه صـــــ۴۸)

- دمړي اسقاط ګرځول

  • درسول الله (ص) زيارت ته په تعظيم دريدل شرك بولي(تقويه الايمان ص۲۴)
  • دنقشبندي،قادري اوچشتي خاوندان ټول ګمراهان بولي(تذكيرالاخوان ص۷
  • دتعويذ په غاړه كول يا پر يوځاي غوټه كول شرك بولي(تذكيرالاخوان ص ۷)