له هستي ګل عابد سره مرکه

مرکيال: عبدالله حبيبزی

 

ګرانو لوستونکو! د ګلاب مجلې همکار عبدالله حبيبزي د هستي ګل عابد سره مرکه کړې ده، چې ډېر ښه پنډوسکه اچونکی (بالر) او پنډوسکه وهونکی (بېټسمېن) دی. کټ مټ تاسو ته خپروو. اداره

 

ګلاب: له هر څه وړاندې که راته خپل ځان راوپېژنئ؟

عابد: نوم مې هستي ګل عابد دی، د پلار نوم مې عالم ګل دی او په ۱۹۸۴ کال د ننګرهار ولايت په حصارک غلجايي ولسوالۍ کې زېږېدلی يم.

ګلاب: ولې دې د کرکټ لوبې ته مخه کړه او له څومره وخته دغه لوبه ترسره کوي؟

عابد: د کرکټ له لوبې سره مې له کوچنيوالي مينه وه او هڅه مې کوله چې په راتلونکې کې د کرکټ يو ښه لوبغاړی شم، خو کله چې په ۱۹۹۲ کال پاکستان نړيوال جام وګاټه نو هغه وخت موږ په پېښور کې اوسېدو، نو له دې لوبې سره مې نوره مينه هم زياته شوه.

ګلاب: د کرکټ په لوبه کي مو ښوونکی څوک و او چا ورته ډېر هڅولي ياست؟

عابد: د کرکټ لوبې ښوونکې مې خپل ورونه دي، هغوی راسره ډېر زيار ايستلی او تل يې هڅولی يم چې يو تاج ملوک او بل سيد ملوک دی، چې زه ورته ډېره مننه کوم.

ګلاب: څومره زده کړې مو کړي؟

عابد: تر دولسم ټولګي پورې مې زده کړې کړي نورې زده کړې رانه د يو لړ ستونزو له امله نيمګړې پاتې دي.

ګلاب: د کرکټ تر څنګ په کومه بله لوبه پوهېږي او کومه مو خوښېږي؟

عابد: د کرکټ تر څنګ مې فوټبال هم خوښېږي او ډېر پرې نه پوهېږم خو ځينې وخت يې ترسره کوم.

ګلاب: د هېواد ملي لوبډلې ته کله راغلې؟

عابد: په کال ۲۰۰۲ کې د افغانستان ملي لوبډلې ته راغلم او تر اوسه په کې لوبېږم.

ګلاب: تر اوسه مو په څومره سياليو کې برخه اخيستې او څومره وېرکټې مو اخيستې دي؟

عابد: شا و خوا ۴۰ سياليو کې مې برخه اخيستې خو د وېرکټو شمېر راته پوره نه دی معلوم ځکه ډېرې دي خندا...

ګلاب: په بهرنيو لوبغاړو کې مو څوک خوښېږي؟

عابد: په لوبغاړو کې خو مې د نيوزرلينډ د لوبډلې لوبغاړیی روز ټېلر ډېر خوښېږي چې زما په طبع لوبه کوي.

ګلاب: ستا د خوښې لوبغالی په کوم هېواد کې دی؟

عابد: زما د خوښې لوبغالی په انګلېنډ کې دی چې لارډز نومېږي.

ګلاب: د يوه لوبغاړي په حېث د افغانستان د لوبغاړو راتلونکی څنګه ارزوئ چې نړيوال جام ته به لاره پيدا کړي؟

عابد: که اسانتياوې ورته برابرې شي نو انشاء الله چې په ۲۰۱۵ کال کې به افغانستان نړيوال جام ته لاره پيدا کړي.

ګلاب: د خپلو تمرينونو په اړه څه وايئ چې له نړيوالو لوبډلو سره څومره توپير لري؟

عابد: دا خو معلومه ده په کومه کچه چې نړيوال تمرين کوي او کوم سهولتونه او وسايل چې هغوئ ته برابر شوی زموږ لپاره نشته، بلکې ډېر محدود او لومړني وسايل هم نه لرو خو که چيرې د نړيوالو په شان وسايل او سهولتونه راته برابر شي؛ نو ډېر به نور هم وځلېږو.

ګلاب: ځينې خلک وايي تاسو له خپله کوره پوره ياست؛ ستاسو ډېر ورونه دي او ټول په کرکټ پوهېږي؟

عابد: خندا... خندا... زه اته ورونه لرم او درې خويندې لرم چې د هغوئ له ډلې څخه زما مشر ورور تاج ملوک عالم د افغانستان د کرکټ لوبډلې پخوانی روزونکی، کوچ و او بل ورور مې چې خلک ورته فخر افغانستان وايي کريم صادق دی، نور ورونه مې هم له کرکټ سره مينه لري او پرې پوهېږي خو له موږ سره په لوبډله کې نه دي.

ګلاب: واده دې کړی؟

عابد: هو! واده مې کړی او شکر دی يو زوی لرم.

ګلاب: په ژوند کې له څه شي نه ډېر وېرېږئ؟

عابد: د قبر له غذاب نه ډېر وېرېږم.

ګلاب: د ژوند تر ټولو خوږه او نه هېرېدونکې شېبه مو کومه ده؟

عابد: زما د ژوند تر ټولو خوږه او نه هېرېدونکې شېبه هغه چې هېڅکله به مې له ياده ونه وځي، هغه لوبې چې افغانستان په کې برخه واخيسته او نړيوالو لوبو ته يې په کې لار پيدا کوله نو کله چې ننګرهار ته راغلو د هېوادپالو خلکو له خوا موږ ته داسې تود هر کلی وشو چې موږ يې تصور هم نه کاوه.

ګلاب: کوم ارمان دې دی چې پوره شوی نه دی؟

عابد: ارمانونه خو ډېر دي خو لوی ارمان مې په هېواد کې سوله، ارامي، ابادي، ورورولي او ملي يووالی دی.

ګلاب: که په اخر کې هېوادوالو ته کوم پېغام لرئ؟

عابد: له ټولو افغانانو غواړم چې د هېواد په ابادۍ، سرلوړئ او سوله راوستو کې هلې ځلې وکړي، خو افغانستان د نړۍ په مخکښو هېوادونو په قطار کې ودرېږي.

ګلاب: ښاغلی هستي ګل عابد، له تاسو يوه نړۍ مننه چې له موږ سره مو مرکه وکړه.

عابد: له تاسو هم مننه چې زموږ پوښتنه مو وکړه.

((ګلاب مجله، دوېم کال څلورمه ګڼه پرله پسې اوله ګڼه))