خبــــــرزما د زړه له شـــــور و شر نه دی جـــانـــان

چــــې څــــنګــــه یمــــه زه داسې اوتر نه دی جـــانان

 

پـــه زړه ســــوری سوری پرهر پرهر نه دی جــانان 

ایستـــلی لا زمـــــا له زړه خنــــجر نه دی جــانــــان  

 

حیـــــــران یمــــه په دې چـــې ورته څرنګه شوم مات 

که زه یــــم یو هــــغه هم یـــو ، لښکر نه دی جـــانان

 

ناصحه ! لــــیونتـــــوب به دې زمـــا نه هم شي زیات

لا تـــــاتــــه ټــــکولی د زړه ور نه دی جـــــانــــــان

  

بــــــریښیــــــږي زمــا سترګې یې رخسار ته په کتو

پـــــوهیــــږمه سپوږمۍ نه ده او لمر نه دی جـــانان

  

دانــــــشه ! په لیـــــدلو یې خُــــمار اخلم ځنګیـــــــږم

که څه هم پیـــــــمانه نـــــه ده ساغر نه دی جــــانان