کـــــه تــه اور شې ، که لمبــه در غــــــاړې وځـــــم

زه يــــريـــږم نـــــــه، راځــه در غـــــاړې وځــــــــم

تاتـــــه نــــه درځې هيڅ  چــــل د پــخـــــلايــنــــــې

هــر ځـــل زه لــــه تاسره در غـــــــــــاړې وځـــــــم

زما ستــرګـــو کې دې خپـــل تصويــر  لــيــدی شـې

بخــــتورې!  اييــــنه  در غـــــــــاړې   وځـــــــــــم

زنـــدګۍ نــه مې زړه  تــــور دې مـرګــــه  را شـــه

نــــن پــــه  خپـــله  اراده  در  غـــــــاړې  وځــــــم

ساقــــي! تا نه چــــا لپــــــــاره  غـــــــاړه اخــــلــم

پيـــمانــه پــــه پــيمانـــــه  درغــــــــاړې  وځــــــم

دانــــش چــا سره دردونــــه خپـــل  شــريـک کــړم

بــــله نــــه لـــــرم چــــــاره در غــــاړې   وځــــــم