دا جنګ په مونږ دی او که مونږ جوړ کړی جنګ دی پـه چا
دې خونـــړي میدان کې، څوک غلیم دی ننګ دی پـــه چــــا
پښتـــونه ! ځــان په دې یو ټکي پــوهــــول پــه کـــــار دي
څوک خپل سرونه خــوري ، وخت ایښی دا قلنګ دی په چا
نــړۍ د چا په مــرګ و ژوبــلـــــې بیــــا صلا کــــړیـــــــده
دغــه پــراخه جهــان دې ورځــــو کې تنــګ دی په چـــــــا
تـــه په دې خــوښ یې تر میــدانـــه درتــــه تــــوره رسي
ددغــــه تـــورې چلـــول پــــه چا او شرنــګ دی پــه چــــا
دانــشه! څــوک ستـــورو سپــوږمۍ کې د ژوند لار لټــوي
پــــه مشواڼی کې د لیک لوست وچ شوی رنګ دی په چـــا
10.03.2011
- محمد نادر دانش
د جدي مطالعې په هلکه دا اساسي ټکی عادي سلیم قضاوت ښکاري مګر ډیر وخت ، حتی د پوهنتون په تدریس کې سترګې پرې پټیږي.د جرمني فیلسوف هیګل په عقیده شیان نه ده هوس له مخې او نه هم په تصادفي توګه پیښیږي،بلکې د ښو او کافي دلایلو له رویه مینځ ته راځي. : هر هغه څه چې حقیقت دی هغه معقول دي ، ددې مانا داده چې هیڅ شی په مکمله توګه تصادفي نه دي او که عقل اودلیل په کار واچوو،مونږ به په دې پوه شو چې ولې یو شی پیښیږي. مونږ سیاست په طبیعي اسلوب مطالعه...
13.03.2011
- محمد نادر دانش
په دې باب هم روایات مختلف دی د قران عظیم الشان د الکهف د مبارک سورت به تفسیر کې غالب حکم دادی د یاجوج او ماجوج قوم د عامو انسانانو او پیریانو په منځ کې یو برزخي مخلوق دی او لکه چې ( کعب الاحبار) ویلي دی او ( نووی) به فتاوي کې له ډیرو علماوؤ نقل قول کړی دی چې د دوي د نسب سلسله د پلار له لوري ادم علیه السلام ته رسیږي مګر د مور له لوري له بې بې حوا سره تعلق نه لري ګوواکی دوي له نورو انسانانو سره صرف په پل...