عشــقــه نا لــوستى يم ، ما ستا سيپارې نه دي لوستــــــي

خطا به کيـــــږي اشنا ، ما سيپـــــارې نــــه دي لوستـــي

 

زه خــــو لا اوس شوم زده کوونکى ، مدرسه کې د عـشق

ما خـــو د ميــــنــې ، له پخــــوا سيپــارې نه دي لوستي

 

زه دې پـــه يــو نظــــر کتلـــو، بانــــدې وپـــــوهيـــــدم

کــــور مغـــزه نه يم ، ما بيا بيا سيپــــارې نه دي لوستي

 

پــــريــــږده چې ولــولم، د ستــــرګو د کتاب پـــاڼې دې

ډيــــره مــوده وشـــوه ، ما داسيپـــارې نه دي لوستـــي

  

دانـــــش ستا مينــــې ، په الف او پــه بـــا وپـــــوهــــاوه

دانــــــــش د کلي ، له مـــلا  سيـــپــارې نه دي لوستـــي