د لویــــــي لاري لارویــــــــه وایـــــه چیـــــري به ځو؟

زه دي وجود ته می زړګیه وایه چيـــــــري به ځو؟


روان لــــــه ښــــــاره وو وکلـــي ته د ژوند په تمه

پر کلـــــي ګرځي تور لوګــــــیه وایه چیري به ځو؟


اوس د کاروان مهار په لاس کي د پردیو ښکاري

د قافــــلې د ســــــر سړیــــــه وایه چیـــــري به ځو؟


د یـــــارانې مــــــزه مو نســـــته قــــــــلم مله یاره!

زه یـــــــــم هو ښیار ته لېونیه وایه چیري به څو؟