غزل

 

ښه شوه، چې له تا لمن مې ټوله کړه

 تــه شـوې بی وفــا، لمن مې ټوله کړه

 

مـا مــې درتــه زړه پـه لاس کې درکړلو

تــا کـــړلــو خــطا، لـمن مې ټـولـه کــړه

 

هســې پــه مـلـګــــرو نــازیـــدمــــه زه

نــوره پــــــه والا، لـمــن مــې ټـوله کړه

 

بیا دی پــه والا کـــه زړه کې ځاي کړمه

دا ځلــې رښتیا ، لمن مـــې ټـولــه کــــړه

 

تـــه یـې پــه لوستـلو چې خفه نه شي

 هسـې لــه یــو چــا، لمن مې ټوله کړه

 

حمید احساس هالنډ