نن دي یادونــــــه اورېـــــدل ،ځنګـېــدل

دزړه پـــــرسرمي توېـــــــدل، ځنګــــېدل

 

لـــه سپیني خولې دي توري مړه راوتل

نــــشه نــــشه وه ځنګـــــېدل ،ځنګـــېدل

 

پرمخ دي راکــــــړلــــــه څاپېــړه کلکـــــه

رقیبان ټولـــــــه خندېـــــدل ، ځنګـــېدل

 

لکـــــــه ډونډري دانګـــــورواوښکـــــي

پاس پــــربڼومي ځړېــــــــدل، ځنګــېدل

 

هلــــــته مي قبرد«افـــــــغان» ولـــــــیدی

  یوڅویاران پـــــرې  ژړېدل، ځنګـــــېدل