پوښتنه: که په لمانځه کي له سړي سجده پاته سي نوڅه بایدوکړي ؟یاني لمونځ له سره راوګرزوي اوکه دسجده سهوي کول کفایت کوي؟
همداراز د سجدې کولو ځای او وخت که په تفصیلي ډول راته بیان کړی ډېر احسان به مو راباندي وي او یا داسي عمومي فارمولا یا کُلي قانون سته چي په پېژندلو یې سړي ته د سجده سهوي موقعیت او وخت مالوم سي؟
مهرباني وکړئ دقرآن اوحدیث په رڼا کي مدلل ځواب راکړئ.
ستاسودځواب په هیله
ښائسته وفا- هرات
د لوي څښتن په بختور نامه
د قرآن ،حدیث او فقهي حنفي په رڼا کي فتوی:
آغلي خور ستاسولومړۍ پوښتنه دوه صورته لري
لومړی صورت:که سړي په لمانځه کي سجده پرېښول( په کسته یا په هېره سره) او بیا یې لمونځ پوره کړی سلام یې وګرځوی په دې صورت کي به لمونځ له سره راګرځوي،ځکه فرض یې پرېښوی او دا د فقهي قانون دی چي د فرض په پرېښولو سره لمونځ فاسديږي او له سره به یې راګرځوي.
دوهم صورت:که یې سجده هېره سوې وه خو په لمانځه کي دننه ورپه یاد سوه (چي تا په هغه بل رکعت کي یوه سجده کړې ده)نو بس هم په دغه مهال دي چي د لمانځه په هر ځای کي وي هغه هېره سوې سجده دي وکړي ،او بیا دي په اخره کي سجده سهوه وکړي ځکه دلته تأخیر د فرض(سجدې) راغلئ او دا هم د فقهي قانون دی چي په تأخیر د فرض سجده سهوه لازميږي.
عالم ګیري ... اول جلد ۱۲۷ مخ
حامداًو مصلیاً
د سجده سهوي کولو ځای او طريقه په لاندي ډول ده:
د خپل لمانځه په اخیره ناسته کي به له التحیاتِ وروسته چي تر عبدهُ ورسوله پوري،خپل ښي اړخ ته یو ځل سلام وګرځوی ،بیا به الله اکبر ووایې دوې سجدې به وکړی او له دو۲ سجدو وروسته به بیا قعده (ناسته) وکړی التحیات، الهم صل،الهم بارک،او الهم ربنا د معمول سره سم ووايي او سلام به دواړو اړخو ته وګرځوئ عالم ګیري جلد۱ مخ ۱۲۵
سجده سهوه په هر لمانځه (فرض،واجب،سنة،نفل) تر سهوي وروسته واجب ده ، البته د اخترونو او جمعې په لمانځه کي چون مجمع او ازدحام (ګڼه ګوڼه) وي که سجده سهوه کوي نو په دې سره انتشار پیدا کیږي او خلک په تشويش کي لویږي نو په دغه صورت کي سجده سهوي معاف ده د لمانځه د ارګرځولو هم اړتیا نسته .
دلمانځه مسائل مخ ۲۵ بحواله فتاوای رحیمیه مخ ۲۲ جلد ۵ ,درمختار مخ ۶۹ ټوک ۱-۲
مخکي معلومه سوه چي د سجده سهوي کول واجب دي په هر لمانځه او هر وخت کي په دې شرط که د سجده سهوي کولو وخت وو او که وخت نه وو بیا سجده سهوی نه ده واجب، د بیلګي په ډول که پر یو سړي سجده سهوی واجب سول د سهار په لمانځه کي اوس په دې وخت کي که دی سجده سهوی هم ونه کړي لاچي ښي اړخ ته سلام وګرځوي لا په دې وخت کي پر ده لمر راخیژي نو په دغه وخت کي له دې سړي څخه سجده سهوی ساقطیږي.
فتاوی هندیة مخ ۱۲۵ ټوک اول
د سجده سهوي کولو موقعیت:
که پر دغه لاندي ۸ اصولو نظر و سي نو د سجده سهوي کولو موقعیت به معلوم سي:
۱: د لمانځه د واجباتو څخه یو واجب په هېره پاته سي.
۲:که کوم واجب له خپل محل(ځای) څخه وروسته کړل سي.
۳:د کوم واجب رکن تأخیر (ځنډ) په دوني اندازه وسي چي یو پوره رکن ادا کيږي.
۴:که یو واجب دوه واره اداء سي.
۵: که یو واجب له خپل حالت څخه متفیر(بدل)کړل سي مثلاً جهري لمونځ په خفیه بدل سي او خفیه په جهري.
۶:دلمانځه له فرائضو څخه یو فرض د خپل محل(ځای) وروسته کړل سي
۷:او یا کوم فرض له خپل ځای څخه مخکي کړل سي
۸:که چيري یو فرض په هېره سره دوه ځله اداء سي.
فتاوی هندیه مخ ۱۲۶ ټوک اول ،دلمانځه مسائل ۲۳۷ مخ بحواله درمختار مخ ۶۷۸ لومړی ټوک
ومن الله توفیق
مولوي حاجي محمد اوّاب