کـــــــه در وکتــــل وتـــاتــه یـــو نــــــظر لــمر

زما په خیـــال  پاته به نسي دغه لــمر لــمر 

په لحاز د خــــــدای د ورځـــــي مـــه را وزه

هسي نه لــه لاسـه ورکړي خـــپل اثـر لــمر 

دا تـا و ویني تـــش یو ځــــلي لــــه ورایــــــه

داچي ژړسي اومخ پټ کړي مازدیګر لمر 

چي ماښام به ستا په پښو کي در پرېوزي

پــه دې هیـله باندي خیژي هر سـحــر لـــمر  

ما یــو وار و لـــمر تــه وکـــتل بــیــا تــاتـــه

خدایږو نه وو ښائسته ســتا تر بشــر لــمر 

د نــور  حُــسن بــه یــې څـــه وایم  حــقیاره!

د یویــې ګوتـــي یــــې نه دی بـــرابـــر  لــــمر