د چیلي هیواد: د مسو لوی کان، پوهیږئ په نړۍ کې د مسو تولید تر ټولو لوی کان دی- فکر مو وي چې د نړۍ په کچه تر ټولو لوی کان ندی. دغه کان 850 متره ژور دی
روسیه: د الماسو کان، ددې کان څښتن غوښتل ددغه کان د سپړنې چارې په 2010 کې ودروي، دا کان په 1955 کې وموندل شو او تر 600 متره ژوروالی لري
ګواتیمالا: لویدلی سوری، په 2007 کې دغه 300 فوټه ژور غالي لسګونه کورنونه د ځمکې خیټې ته ننه ایستل، دوه تنه ېې مړه او زرګونه خلکو ېې له ویرې کورنه پرې ښودل
کاناډا: د الماسو کان، دغه کان چې په 2003 کې پرانیستل شو هر کال نږدې 1600 کیلوګرام الماس ترې په لاس راځي
سربیا: د الماسو 250 متره ژور کان، جې 1200 متره قطر لري، ددغه کان د سپړلو چارې بندې شویدي، څه د پاسه دوه ساعته وخت پکار دی چې ددې پاسنۍ خولې څخه تر لاندینۍ برخې پورې ورسیږي.
برازیل: شین غار، یا شنه سوړه، د برازیل سمندري غاړې ته نږدې په سمندر کې پرته سوړه ده، 1000 فوټه قطر او 400 فوټه ژونروالی لري، دغه سوړه د یخبندان په دوره کې د مرمرو ډبرو د سوریو په ډول رامنځته شویده.
اوتا: د مسو کان، چې 1200 متره ژور او 4000 متره سورور دی. د نړۍ تر ټولو لوی سوری دی چې انسان پخپل لاس جوړ کړیدی
کلیفورنیا: د مونټینسیلو بند، ددغه بند پرچاوه دایروي شکل لري، چې په ثانیه کې 48000 فوټه مکعب اوه ترې وځي.
جنوبي افریقا: د الماسو کان، د 1866 کال څخه تر 1914 پورې 50000 کسانو د بیل او کلنګ پوسیله دغه کان سپړلی دی. 2722 کیلوګرامه الماس ترې تر لاسه شویدي. ګمان کیږي چې دا کان د نړۍ په عجایبو کې ثبت شي.
ترکمنستان: ګاز دروازه، په 1971 کې ځمکپوهانو د ګازو لویه زیرمه پیدا (کشف) کړه، پداسې حال کې د ګاز د څاګانو د کیندلو چارې روانې وې، د سیمې یوه لویه برخه پر ځمکه ننوته، ددې لپاره چې مضر غازونه په وا کې تیت نه شي، ددغه سوړې څخه راوتونکي غازو ته ېې اور واچوو. دا اور تر ننه دوام لري - هیڅ شی او هیڅوک ددې اور په بندیدو ندي بریالي شوي.
خوشحاله اوسئ