د هیواد له نفتی سرچینو (د آمو دریا حوزې) څخه د ګټې اخیستنې د لومړنی پروژې تړون لاسلیک شو

مدنی ټولنې له نمایندګانو، د سرپل ولایت له خلکو او مسؤولینو سره تر خبرواترو او د افغانستان اسلامی جمهوریت دوزیرانو د عالی شورا تر منظورۍ وروسته، د هیواد له نفتي سرچینو (د آمودریا حوزې) څخه د ګټې اخیستنې د لومړنۍ پروژې تړون نن د هیواد د کانونو وزیر جلالتمآب وحید الله شهرانی او د CNPCI  کمپنۍ د ريیس له خوا لاسلیک شو.

ددغه تړون پر بنسټ CNPCIWشرکت (CNPCI+ Watan Group) کولای شی په هیواد کې پر لومړنۍ نفتي پروژې (په آمو دریا حوزې پورې اړوند د قشقشری بلاک، بازار کمی بلاک او زمرد سای بلاک)  پانګونه وکړي او ددغې موافتنامې پر اساس تر یوه کاله پورې د تیلو تولید پیل کړي.

د هیواد کانونووزیر ددغه تړون لاسلیک د افغانستان د اقتصادي پرمختګونو په لار کې یو ستر ګام ګڼي او باور لري چې د افغانستان حکومت دغه تړون د داوطلبۍ له یوې شفافه پروسې وروسته له  داسې کمپنۍ سره لاسلیک کړی دی چې د افغانستان خلکو او حکومت ته ترټولو غوره ګټه وړاندې کوي. دغه پروژې همدا راز د هیواد د طبیعي سرچینو د چټکې پراختیا او زرګونو کسانو ته د کار د برابریدو لامل هم  کیږي.

د CNPCIWد وړاندیز شوې طرحې او دوه اړخیز توافق په پام کې نیولو سره، په دغه تړون کې ۱۵٪ رویالټۍ، د تیلود څاګانو د ازمیښت او برمه کارۍ د مهمو خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر د ناپییلې او دریم اړخ په توګه د سیالیزې داوطلبۍ د پروسې پر بنسټ د یوې نړیوالې کمپنۍ ګمارل، د سیمه ییزو تړونونو د کارونې د څرنګوالي په پام کې نیولو سره د تدارکاتو د کړنلارې تطبیقول، د سیمه ییزو سرچینو د پراختیا لپاره د اوږدمهاله روزنیزو پروګرامونو پلې کول، د سیمه ییز بشري ځواک کارول، د کار د ځواک د ملي کولو لپاره پلانوونه، د ګمارنې د سټندرډونو برابرول، د مدیریت او تخنیک په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو تنظیمول، د روغتیایی - ایمنی او چاپیریالیزو مسایلو ښوونه، او د برمه کارۍ د دستګاوو برابرولو په اړه هم څرګندونې شتون لري.

د افغان تاجک ، تیرپل ، سیستان او کټواز رسوبی حوزو تر څنګ د آمودریا نفتی حوزه د هیواد له تثبیت شویو نفتی حوزو څخه ګڼل کیږي. ددغې حوزې جیولوجیکی او جیوفزیکی پلټنې په تیر وخت کې د افغانستان او د وخت د شوروی اتحاد ترمنځ د مواففو پر بنسټ په منظمه او پلان شوې توګه (فضایی مقناطیسی سروې، ګراومتریک سروې، سایزمیکی برمه کارۍ، جیومورفولوجی او هایدروجیولوجی سروې، تفحصاتی او اکتشافی برمه کارۍ ) د افغانستان او شوروي اتحاد د کارپوهانو له خوا په بیلا بیلو مقیاسونو تر سره شوې دي.

په دغه رسوبي حوزه کې د ترسره شویو پلټنو په پایله کې د تیلو او ګازو د تحفص لپاره د ۵۰۰ جوړښتونو تثبیت شول، او تر اوسه پورې اته د ګاز سرچینې (د خواجه ګوګردک، جرقدوق، یتیم تاق، خواجه بولان، جمعه، باشیکورد، چغچی او د جنګل کلان د ګازو زیرمې) او شپږ د تیلو سرچینې (انګوت، آقدریا، زمردسای، قشقری، بازارکمی او د علی ګل د تیلو زیرمې) کشف شوې دي.

 د جیولوجیکی پلټنو له مخ په دغه حوزه کې یو شمیر ژور جوړښتونه تثبیت شوی چې تفحصاتی برمه کارۍ ته برابر دي او زیات احتمال لري چې یاد شوي جوړښتونه د ګاز زیاتې زیرمې ولري چې زیاتو جیولوجیکی پلټنو ته اړتیا لري، او د نویو جوړښتونو کشفول هم امکان لری. همدا شان آمودریا رسوبی حوزه یوه مهمه رسوبی حوزه ده چې د پترولیم سیستم پکې ثابت دی او ښه لورلید ورته پیش بینی کیدای شی.

 

په آمودریا پورې اړوندو د درې بلاکونو د داوطلبۍ پروسه

ددغې حوزې د دری بلاکونو (قشقری، بازارکمی او زمرد سای) څخه ګټه اخیستنه د کانونو وزارت د ۱۳۹۰ کال لپاره په پنځه کلن پلان کې شامله وه، له همدې امله په ۱۳۸۹/۱۲/۹ نیټه په لندن کې د معدنکارې د پانګوالو او ملاتړو بنسټونو د سترې غونډې په ترڅ کې ددغې حوزې تر معرفی کولو وروسته ، د نړۍ د مشهور ورځپاڼو او د وزارت د اړوندو ارتباطي پاڼو له لارې د لیوالتیا د څرګندولو غوښتنه او د هغې وروستۍ نیټه ۹/۱/۱۳۹۰ اعلان شوه، په دغه موده کې ۱۲(Buccaneer Energy Ltd- CNPC International - PEL Pakistan- Schlumberger Ltd-Tethys Petroleum Ltd- ARCO Group- Arya Oil and Gas- Global  Edison - International Oil Company- Uni Energy- Afghan Petrol Group Ltd- Afghan Azeri Energy &Construction Group)  کمپنیو په دې هکله وزارت ته خپله لیوالتیا څرګنده کړه او دکانونو په برخه کې د وزیرانو د موظف کمیسیون د فیصلې پر بنسټ  ددغو دولسو کمپنیو د لیوالتیا د څرګندولو پاڼې  د لازمو معیارونو په پام کې نیولو سره وارزول شوې.

تر ارزونې وروسته  د آمو دریا د حوزې پر دغو دریو بلاکونو د پانګونې لپاره پنځه کمپنۍ (Buccaneer Energy Ltd- CNPC International - PEL Pakistan- Schlumberger Ltd-Tethys Petroleum Ltd-)  د شرایطو وړ وبلل شوې.

د مقدماتي پروسې لکه د کانونو وزارت په حساب داوطلبۍ د اسنادو د فیس تر سپارلو او د کانونو په چارو کې د وزیرانو د کمیټې د پریکړې پر بنسټ، په ۱۳۹۰/۲/۱۳ نیټه د شرایطو وړ کمپنیو ته د داوطلبۍ ترتیب شوې پاڼې – د TFBSOپروژې د DODدفتر له خوا- ولیږل شوې، او د شرایطو وړ کمپنیو ته بلنه ورکړل شوه چې افغانستان ته سفر او له سیمې څخه لیدنه وکړي، پر دې برسیره دغو شرکتونو ته دا اسانتیا هم برابره شوه چې د مشخصو بریښنایی پتو له لارې ددغه وزارت له مسؤولینو سره خپلې پوښتنې شریکې کړي.

پر دې اساس د ۱۳۹۰/۴/۱۲ د غرمې ۱۲ بجې په دغو بلاکونو د پانګونې د وړاندیز شویو طرحو د وړاندې کولو وخت پای ته ورسید، او په دې موده کې  څلورو کمپنیو - Buccaneer Energy Ltd- CNPC International - PEL Pakistan- Tethys Petroleum Ltd-- د کانونو په چارو کې د وزیرانو د موظف کمیسیون د غړو، د (Curis Malet- Prevost)موسسې چې د وزارت د حقوقی مشاور په توګه ګمارل شوې وه، له (The Marx Group) موسسې سره یو ځای چې د څار مسؤولیت یې درلود او د پروسې له شفافیت او سهیوالی څخه یې څارنه کوله، په کانونو وزارت کې بین الوزارتی سکرتریت ته خپلې وړاندې شوې طرحې تسلیم کړې،

د اسنادو د ارزونې پلاوي د څلورواړو شرکتونو آفرونه مطالعه او نتیجه یې په مفصله توګه د بریالي داوطلب د ټاکلو لپاره د وزیرانو د عالی شورا د ۳۱/۵/۱۳۹۰ نیټې غونډې ته  وړاندې کړ چې د وزیرانو عالی شورا د چین د ملی پترولیمو شرکت (CNPC) د هغه له افغاني شریک (وطن ګروپ) سره بریالۍ اعلان کړه او د کانونو وزارت او د کانونو په برخه کې د وزیرانو کمیسیون ته یې دنده ورکړه چې تر دیرشو ورځو پورې له بریالي شرکت سره د قرارداد  د موادو په اړه خبرې اترې پیل کړي، د قرارداد پر موادو د نه موافقې په صورت کې له ریزرفی شرکت سره خبرې اترې پیل  او د قرارداد مسوده د منظورۍ لپاره د وزیرانو عالی شورا ته واستول شي.

د وزیرانود عالی شورا له پریکړې سره سم د کانونو وزارت او د کانونو په برخه کې د وزیرانو د کمیسیون د باصلاحیته غړو د ۲۰۱۱ د سپتمبر له ۱۴مې د ۲۰۱۱ د اکتوبر تر ۱۲مې پورې له (CNPC) شرکت سره خبرې اترې پیل او له ۳۰ورځو په کمه موده کې یې د تړون پر موادو موافقه تر سره او د نوموړې کمپنۍ مدیره پلاوي په ۲۰۱۱/۱۲/۱۰نیټه خپله موافقه په رسمي توګه اعلان کړه.

ددغې مهمې ملی پروژې د اغیزمن او پر خپل وخت تطبیق په خاطر د (آمودریا د حوزې د ادارېAmu Darya Petroleum Authority  ) د رامنځته کولو له پاره یې لازم تدابیر نیولي چې هدف یې ددغې پروې د تطبیق په لار کې د هر ډول اسانتیاوو برابرول دی. همدا شان د کانونو وزارت په کابل، مزارشریف، شبرغان او سرپل کې لازم تاسیسات لکه ځمکه او دفتر د نوموړي شرکت په واک کې ږدي. همدا شان د کورنیو چارو وزارت د کانونو وزارت د غوښتنې پر بنسټ د کورنیو چارو وزارت د آمودریا د نفتی حوزې د امیتی حوزې په نامه یوه ځانګړې قطعه رامنځته کوي. د یادولو وړ ده چې ددغې پروژې ټوله پانګونه ۷۰۰ ملیونه ډالره ده او پردې برسیره د تصفیه خانې جوړول هم دي چې په دې ۷۰۰ ملیونو ډالرو برسیره به پانګونه کوي.

همدا ډول د شفافیت د تامین او د پروسې له سهیوالی څخه د ډاډ په خاطر ډا ټوله پروسه د (The Marx Group) له خوا چې د تیلواو ګاز د تفتیش او حقوقی امریکایی موسسه ده، تفتیش او وارزول شوه، او د هغې د ارزونې بشپړ رپوټ هم ترتیب شوی دی.

   له کیڼې خوا، ښاغلی وحید الله شهرانی، ښاغلی مصطفی ظاهر او د چین  تیلو د نړیوال شرکت مشر لوګونګ ژن د تړون د لاسلیک پر مهال

د خلکو د ډاډ، غوره شفافیت او د عامه اذهانو د روښانه کولو په خاطر د تړون له لاسیلک وروسته به د تړون د متن لنډیز په پښتو، دری انګلیسي ژبه د کانونو وزارت په ویب سایټ، ملی ورځپاڼو او همدا شان په سرپل ولایت په یوې ورځپاڼه کې په محلي ژبه خپور شي.

ټاکل شوې ده چې د افغان تاجګ حوزې څلور بلاکه په د ۲۰۱۲ کال د فبروری میاشت په څلورمه اونۍ کې د امریکا د یوستون په ښار کې د تیلو او ګازو د نړیوالې (NAPE) غونډې په ترڅ کې معرفي او د ۲۰۱۲ د مارچ په ۷مه د (APPEX) د تیلو په کلني کنفرانس کې نړیوالې داوطلبۍ ته وسپارل شي. همدا شان د هرات د تیرپل نفتی حوزه د ۱۳۹۱ کال د اوړي په داوطلبۍ کې شامله ده.

د یادونې وړ ده چې اوس د افغان تاجک د ۴ بلاکونو سایزمک د اقتصادی ودې لپاره د امریکا د دفاع وزارت د کاری ډلې (TFBSO) په مالی همکارۍ  د (Terrasis) تفحصاتی او اکتشافی شرکت په واسطه پیل او د ۲۰۱۲ کال د فبروری تر وروستیو پورې به بشپړ شی، او د کشکه د نفتی حوزې هغه به د ۲۰۱۲ په اپریل کې پیل او د همغه کال په جون کې به پای ته ورسیږي. همدا شان د کانونو وزارت د ۲۰۱۲ کال د جولای په میاشت کې پر خپلې غوښتل شوې اختیاري وجوه د ترکمنستان پولې ته څیرمه د آمودریا حوزې د اندخوی په بلاکونو کې سایزمک ترسره کوي، او د سایزمیک عملیې د نتیجې له څرګندیدو وروسته به د اقتصادي اهمیت له مخې د هغو د پراختیا په اړه به لازم تدابیر ونیسي.

ورته لیکنې:

د عینکو د کان جیولوژي

هند او کاناډا د حاجي ګک کان په داوطلبۍ کې ګټونکي شو 

د ودانۍ د تهدابونو د کندنکاري پر وخت د خاورې ښوئیدلو مخنیوی 

توره طلا (پترولیم)