د پوستکي له زړښت څخه د مخنيوي لپاره

 څو وړانديزونه 

که غواړئ چې پوستکى مو ځوان او تازه و اوسي نو ښه ده چې په ټينګه يې پالنه وکړئ. د تازه او ځوان پوستکي لرل هم څه ساده خبره نه ده. ددې کار لپاره بايد خپلې ټولې هلې ځلې وکړئ. پوستکى د ځوانۍ پر مهال ترټولو غوره حالت او وضعيت لري که په دې وخت کې ورته پاملرنه ونشي نو له يو څه وخت وروسته خپل لومړنۍ حالت له لاسه ورکوي او له دې سره سم يې زړښت پيل کېږي. د وخت په تېرېدو سره د پوستکي ارتجاعي ځانګړنه له منځه ځي او په پوستکي کې ګونځې را منځته کېږي. د ګونځو پيدا کېدل ډول ډول لاملونه لري خو د هغو ترټولو مهمو لاملونو څخه يو هم د لمر وړانګې دى.
د لمر وړانګې هم د پوستکي بهر او هم يې دننه ته زيان اړوي. د عضلاتو حرکتونه هم د پوستکي په ګونځې کېدو کې خپل رول لري. د خوب پر وخت د څملاستلو وضعيت هم کېدلى شي چې د مخ په پوستکي کې ګونځې را پيدا کړي هغه هم په داسې حال کې چې يو څوک عادت ولري چې تل په يوه اړخ باندې ويده کېږي.
له مناسبو خوړو او مناسب غذائي رژيم څخه ګټه اخيستل هم د پوستکي په ځوان پاتې کېدلو او تازه ساتلو کې ډېر اهميت لري. په دې ليکنه کې څو لارې چارې په ګوته شوي دي چې تاسو د هغو په مرستې سره کولى شئ چې خپل پوستکى تازه او ځوان وساتئ او د پوستکي د زړښت له پېښې څخه ځان د اوږده وخت لپاره لرې وساتئ:

١ – ددې لپاره چې ستاسو په پوستکي کې ګونځې رامنځته نشي نو د امکان تر کچې پورې کوښښ وکړئ چې د لمر له وړانګو څخه ځان لرې وساتئ. که بيا تاسو اړياست چې د لمر په وړانګو کې واوسئ نو په کار ده چې د لمر ضد کريمونو څخه ګټه پورته کړئ. د لمر له وړانګو څخه چې پوستکي ته کوم زيان رسېږي هغه ٩٠% د ماوراء بنفش وړانګو څخه سرچينه نيسي.

٢ - هره ورځ ، ياني يو ځل سهار او بل ځل ماسپښين د خپل مخ عضلات د ١٥ دقيقو لپاره مساژ کړئ. ( که د اوداسه پر وخت دې چارې ته ښه پاملرنه وشي نو هم به ثواب او هم خرما په لاس راغلې وي.)

٣ – کوښښ وکړئ چې د خپل مخ عضلات په آزاد ډول سره پرېږدئ په زور سره يې مه را ګونځې کوئ ، کوښښ وکړئ چې د ټنډې عضلات مو هسې سره ګونځې نکړئ.

٤ – د ځانګړو پاملرنو په مرستې سره کوښښ وکړئ چې د سترګو په شاوخوا کې مو ګونځې ځاى پيدا نشي – البته په مارکيټ کې داسې کريمونو پيدا کېږي چې د همدې سترګو د زېږمو لپاره ځانګړي شوي دي او نه پرېږدي چې د سترګو په شاوخوا کې مو ګونځې ځاى ونيسي.

٥ – تر خپل وسه وسه کوښښ وکړئ چې خپل لاسونه له خپل مخ څخه لرې وساتئ ، سترګې په لاس مه موښئ او هم لاس تر زنې مه کښينئ ترڅو مو د مخ عضلات په غيرطبيعي ډول سره کش نشي.

٦ – د بدن وزن مو ثابت وساتئ. په ياد مو وي چې که کله د بدن وزن ډېر ځله زيات او کم شي نو بيا پوستکى زوړ مالومېږي. په دې کار سره د غاښونو سلامتيا ته هم زيان پېښېږي. 

٧ – پوستکى مو لوند ساتئ. لامده (مرطوب) کونکي کريمونه په بازار کې پيدا کېږي چې پوستکى لوند او نرم ساتي چې په دې کار سره د پوستکي ارتجاعي وړتيا (قابليت) ساتل کېږي. داسې کريمونه هم شته چې د پوستکي زړېدل ځنډوي او هم د لمر له سوځېدلو څخه مخنيوى کوي.

٨ – ښځې چې کله په خپل مخ باندې کريم او يا نور د ښکلا مواد موښي نو په کار ده چې دغه مواد په خپل مخ باندې له لاندې څخه پورته لورته وموښي ترڅو په پوست باندې يې ناوړه اغېز ونکړي ياني په غير طبيعي ډول سره کش نشي.

٩ – سګرت مه څښوئ ، ځکه چې د سګرټ په څښلو سره د پوستکي د وينې جريان کمښت مومي او ددې لامل ګرځي چې پوستکي ته خواړه او اکسجن په لږه اندازه ور ورسېږي. په دې توګه د پوستکي حجرې د خپلې ودې په لاره کې له خنډ سره مخامخ کېږي او سلامتيا ته يې زيان اوړي. اوس به ستاسو ذهن ته راغلي وي چې سګرټ څښونکي خلک ولې له خپل واقعي عمر څخه لس کاله زاړه ښکاري.

١٠ – په خپلو خوړو کې له هوږې څخه ګټه پورته کړئ. هوږه يواځې دا نه چې د زړه او سرطان له ناروغيو څخه مخنيوى کوي بلکې د پوستکي د حجرو طبيعي عمر هم زياتوي.

١١ – پروټين هم داسې مواد دي چې د پوستکي په ساتنه کې ځانګړى اهميت لري نو په کار ده چې په خوړو کې پروټين هم واخيستل شي د لازياتې روښانتيا لپاره ويلى شو چې د چرګ او ماهي له غوښو څخه ګټه واخلئ.

١٢ – له ډېرو زياتو غوړو خوړو څخه ډډه وکړئ. دغه ډول خواړه د پوستکي د ګونځې کېدو او په ژر زړېدو کې يې رول لري. 

١٣ – له الکولو (شرابو) او نشه اي توکيو څخه ډډه وکړئ. دغه مواد د پوستکي د ګونځې کېدو سبب ګرځي او هم الکول د پوستکي اوبه تبخير کوي او په پايله کې پوستکى وچېږي.

١٤ – په پاى کې دېته ګوته نيسم چې څومره کولى شئ هومره اوبه زياتې وڅښئ. د ښه روښانتيا لپاره به زياته کړم چې په کار ده چې د ورځې ٨ اته ګيلاسه اوبه وڅښئ. څومره چې په زياته اندازه اوبه څښئ هومره به مو پوستکى ښه وي.   ژباړن : ډاکټر عطاءالله زيارمل 

له ټاټوبی ځخه په مننی