نوم دي؟

_د ماشومانو مور.

 هدف مې اصلي نوم و.

_تورسرې، زنانه، کډه، عاجزه، د حيوانانو مور، دا ټول زما نومونه دي.

نه، هغه نوم چې مور او پلار درباندې ايښی دی؟

_اې خورکۍ،  څه درته ووايم، په وړکتوب کې يې بله نسته بللم.

څه مانا؟

_په لنډو يې واوره، د پلار مې پنځه  لوڼې وې، چا ورته ويلي و چې په شپږمې  دې بله نسته نوم کېږده. مانا، له دې هېسته، بله نسته.  خدای به زوی درکړي او له لوڼو به بېغمه شې.

مکتب  دې ويلی دی؟.

_هه، هه، هه... ښځې او مکتب.

ولې؟

_نور نه پوهېږم، خو په کوچينوالي کې مې د تره زامن مکتب ته تلل، پلار ته مې وويل، لنډه يې راياده کړه چې ښځه يا د کور ده يا د ګور.

واده دي په خپله خوښه کړی؟

_زه درنه لاړم.

کېنه، ولې په غوسه شوې؟

_وژنې مې؟

ما کومه بده خبره وکړه؟

_بده خبره خو لکۍ نه لري، تا هم کومه پښتنه لېدلې چې په خپله خوښه يې واده کړی وي.

خو دا ستاسو شرعي حق دی؟

_نه به وي؟

باور وکه.

_خدايکه په ټکي هم خبره يم. خو ستا له پاره وايم،  له کوم بل چا داسې پوښتنه ونه کړې.

پوه نه شوم؟

_ګوره! د خوښې خبره خو په ځای پرېږده،  دلته که کومې نجلۍ ان  د کوم ځوان نوم هم واخيست نو په غم واوښته،   خوښه دا مانا چې ته ورسره جوړه يې، لا دې زړه ورته تخنيږې،. خدايکه يې وينه ځمکې ته  پرېږدي.

نو ته خو واده شوې يې، اولادونه لرې، اوس ولې وېرېږې؟

_زه به يوه کيسه درته وکم، هاغه کلا وينې؟

کومه؟

 هاغه، د حويلۍ تر دېوال ور هاخوا، د ونو له مينځه يې يو برج   ښکاري، په هماغه کلا کې يوه ښځه واده وه، بس، په ناپوهۍ کې يې د پېغلتوب د وخت خبره له خولې راووته، مېړه يې ورته ويلي و چې چا څه کولې،  ما وکړې، خو دې په ټوکه ورياده کړې وه چې د حاجي کاکا زوی ورپسې لېونی و، څو ځله يې خواستګاران ورته راولېږل.

ښه بيا؟

خدای دي يې نه در وينې، دومره يې وټکوله چې له اخه ټوخه ولوېده. مېړه يې همدا يوه خبره کوله: (( که دې تار نه ورسره درلود، نو ولي درپسې ليونی و؟ هه!  په ټول کلي کې کومه بله نجلۍ نه وه چې ته يې غوښتې؟ )) بس!   توپانچه ورته ونيوله، ټک، ټک، ټک. .  

 څو اولادونه لرې؟

_د خدای مال دی پنځه.

دا يوه خو دې په غېږ کې ده، نور چېرته دي.

_هاغه وينې؟  هاغه نجلۍ چې د کوهي ترڅنګ په خاورو کې ناسته ده.

هو ومې ليده، په غاړه يې څو پياز هم راځړېږي.

_زيړۍ لري. تر هغې ور هاخوا ، د غوا پښو ته نږدې، هغه دوې نورې نجونې هم زما دي.

خو هغوی هم ناروغې ښکاري؟.

_دا خو لا ښې دې، مشره لور مې له يوې مياشتې راهسې پرته ده.

ولې؟

_څه بلا يې بولي؟ اووف، هېر مې شو.

تبه، زړه بدوالی، سر دردي؟

_نه

نښې يې څه دي؟

_ټوخيږي، کله کله يې له خولې وينه هم راځي.

اووو، شايد توبرکلوز وي.

_دا لا څنګه مريضي ده؟

سل..

_هو، همدا زوی مړی، هېر مې و، مشره لور مې سل لري.

ډاکټر څه ويل؟

_ډاکټر ته يې  نه ده بېولې.

ولي؟

لور مې پيغلوټې ده، مېړه مې وايي چې  بيا يې رنګ بديږي، د ناروغي اوازه يې نور اوري، څوک يې نه کوي..

 ولي يو دم غلې شوې، ته خو ژاړې؟

_څه وکم.

زوی لرې؟

_هو، پنځم مې زوی دی.

نه ښکاري؟

_لږ ذکام و، پلار يې سهار وخته،  ډاکټر ته بوت.

خو دا نور اولادونه دي هم ناروغه دي؟

_مېړه مې  وايي چې بلا يې نه وهي، نجوني دي.

ښه، ورک يې که، دا د غم خبرې پرېږده، په خوراکونو کې دي څه خوښيږي؟

_لنده ډوډۍ.

ها ها ها ، او غوښه.

_په کوم واده يا خيرات کې يې راوبخښه.

ښوروا  خو بې غوښې نه وي؟

_ته ام اجبې خبرې کوې،  کومې ښځې بيا په کور کې غوښه خوړلې ده، دلته اول نارينه، لنده ډوډۍ خورې، بيا هماغه کاسه موږ ته راپورې وهي، خو زه لا  بختوره يم، ميړه مې هډوکي سم نه  شي چيچلی ، زوړ دی،  غاښونه يې نشته.

دا څه وايې؟ ته خو تر دېرشو نه اوړې؟.

_زه يې په ديارلس  کلنۍ کې ورکړې يم، هماغه وخت مې لا د مېړه ږيره برېت سپين و. ښه خورکۍ! زه نو درنه  ځم.

ولې ولاړه شوې؟ زما نورې پوښتنې لا پاتې دي.

  د ېوال ته وګوره، د ماسپښين سيوری ړنګ دی، د غوا لوشل، غوجل پاکول، د ابو راوړل، جامې مينځل، تنور بلول، دېګ کول... ټول  راته پاتې دي.

( پای )

نصيراحمد احمدي