طالبان او د ښځو حقونه

لیکونکی سادات

د ملالۍ یوسفزۍ د ترور موضوع په نړۍ کې د ملیونونو کسانو توجه جلب کړه او بې شمېره لیکنې ورباندې وشوې. ظاهرا سوال پیدا کېږي چې د ډیورند دواړو غاړو ته خو هره ورځ کڼ کسان وژل کېږي، ولې د ملالې ترور ته زیاته توجه واوښته؟
که دا ووایو چې ملاله ماشومه وه، نو نورې ماشومانې هم وژل شوې دي او لا وژل کېږي. تېره اوونۍ چې طالبانو په زرمت کې ځانمرګی برید وکړاو په لسګونو کسان یې ټپیان کړل، د یوې ماشومې زړه هم ودرېد او شهيده شوه. د نجونو، د ماشومانو او د زده کوونکو وژل او قتلول، استثنایي خبره نه ده.
د ملالې ترور ځکه د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د خلکو احساسات وپارول چې دا د ښځو او ماشومانو د حقونو په خاطر ووېشتل شوه. دې نجونې هڅولې چې زده کړې وکړي.

د طالبانو ډېر لوی مشکل دا دی چې دوی ژوند په یوويشتمه پیړۍ کې کوي خو په فکري او ذهني لحاظ په پخوانو زمانو کې اوسي. دوی لا تر اوسه په دې نه دي پوهېدلي چې اوس ډېره موده کېږي چې انسانانو د غلامۍ په عصر کرښه راكښلې ده او د ټولو انسانانو تر منځ د برابرۍ عصر یې پیل کړی دی.
بشري حقونه له ټولو هېوادونو او ټولنو غوښتنه کوي چې د انسانانو تر منځ دې توپیر نه کوي او ټولو وګړیو ته دې د کار او تعلیم مساوي شرایط برابر کړي.
طالبانو چې د خپل حکومت په دوران کې د ښځو له کار او زده کړې سره مخالفت وکړ، دنیاوالو په رسمیت ونه پیژندل او د سعودي عربستان په شمول چې یوه نیم هېواد په رسمیت پیژندلي وو، هغوی هم په خپله فیصله پښېمانه وو. دغو هېوادونو طالب حکومت په ابتدا کې په رسمیت وپیژاند خو وروسته چې د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو سلوک څرګند شو، نو نورې دنیا د طالبانو د رژیم له رسمیت پيژندلو ډډه وکړه او دې ته یې ترجیح ورکړه چې د استاد رباني پرځول شوی او په بې کفایتۍ او درغلۍ بدنام رژیم په رسمیت وپیژني خو طالبانو ته ورنږدې نه شي.

نړۍ ولې د ښځو په حقونو تاکید کوي؟

ځکه چې په اوسنۍ دنیا کې حکومتونه خپلو خلکو ته محتاج دي او نیم خلک ښځې دي.  که د دنیا هر حکومت د طالبانو غوندې ډلې ته ځان ورنږدې کړي، دا کار یې له انسانیت سره دښمني ګڼل کېږي او خپل خلک غاړې ته ورلوېږي.
د ښځو د حقونو غوښتنه یوازې د ښځو غوښتنه نه ده بلکې دا د ټول انسانیت شریکه غوښتنه ده.
که ښځې بې تعلیمه پاتې شي او د کار او تخصص لرلو حق ونه لري، معنا یې دا ده چې نیمه ټولنه فلج ده او دا ممکنه نه ده چې په اوسنۍ چټکه نړۍ کې داسې ټولنه د سیالانو سیاله شي.
عربستان د اسلامي نړۍ مرکز ګڼل کېږي، احصاییې ښیي چې د دغه هیواد د پوهنتونونو د محصلانو په هرو سلو کسانو کې اته پنځوس جینکۍ دي. د دې خبرې مطلب دا دی چې  ان د سعودي غوندې په محافظه کاره ټولنه کې هم په نږدې راتلونکي وخت کې ښځې د نارینه وو په څېر او بلکې تر نارینه وو هم لوی ټولنیز نقش تر لاسه کوي.
د نړۍ ټول هېوادونه د واقعي او دوامدارې ترقۍ لپاره د ښځو د کار او تعلیم  موضوع ته خورا اهمیت ورکوي، ځکه که ښځې فعالې نه وي او په اجتماعي تولید کې برخه وانه خلي معنا یې دا ده چې نیمه ټولنه ګټه کوي او نیمه یې نه کوي. هماغه د یو وزرې مرغۍ مثال دی چې په هیڅ وجه د مرغانو په سیالۍ کې میدان نه شي وړی.
له بلې خوا د پرمختګ او ترقي لپاره د نفوسو کنټرول شوې وده په کار ده. که ښځې تعلیم حاصل نه کړي او په کور ناستې وي، اصلي کار به یې دا شي چې ډېر ماشومان وزېږوي او لوی یې کړي. د نفوسو چټکه وده د ټولنې د انکشاف او سوکالۍ مخه نیسي.
ماشومان زېږول او په ډېران لویول، تباهي راولي او د دنیا هیڅ عاقل انسان د دې حالت پلویتوب نه کوي. همدا اوس زموږ په وطن کې که د عربو او نورو خارجي ملکونو مرسته او د کار امکانات نه وي، اکثره خلک مو د بېګاه ډوډۍ نه شي پیدا کولای.
متل دی وایي چې پردی کټ تر نیمو شپو وي.
کله چې زلمي رالويېږي خو کار نه شي پیدا کولای، څه به کوي؟ همدا د فقر او غریبۍ وجه ده چې زموږ یو شمېر خلک د اسلام او بشري قوانینو په خلاف، کوکنار کري او دنیا ته مرګ صادروي. فقر او د کار نشتوالی بې له ناامنۍ، ګډوډۍ، بداخلاقۍ، کرکو او اختلافونو بل سوغات نه لري.
همدا وجوهات دي چې ټوله دنیا د ښځو تعلیم او د ښځو لپاره د کار حق د امن، ثبات، ترقي او د ټولنې د سوکالي لپاره لازم ګڼي او دا ناممکنه ښکاري چې یوه ټولنه دې د ښځو له حضوره پرته ترقي وکړي او د عزت او ابرو انساني ژوند دې ولري.
له نېکه مرغه په وروستیو کلونو کې چې افغانانو دنیا ولیده، اوس ډېر وروسته پاتې کلیوال هم په دې پوهېدلي دي چې د اولاد لپاره یې تعلیم ضرور دی او په خپلو زامنو اولوڼو دواړو باندې باید تعلیم وکړي. د هغو کورنیو شمېر اوس ورځ په ورځ کمېږي چې د نجونو تعلیم ورته غیر ضروري ښکاري.
طالبان که غواړي چې په افغاني ټولنه کې ځان ته بې تروره، بې توپکه، بې وېرولو او بې وژلو، د عزت او د ورورۍ ځای پیدا کړي، نو یو ضروري کار یې دا په مخ کې پروت دی چې نجونو ته باید د تعلیم او ښځو ته باید د کار حق ومني. دوی که خلکو ته دا حق ونه مني او د ترور او وژلو او سوځولو له لارې د نجونو د تعلیم مخه ونیسي، یوازې او یوازې به د ډیورند د کرښې دواړو غاړو ته اوسیدونکي ولسونه وروسته پاتې، درپه دره او په جګړه او ناامنۍ کې ایسار وساتي، نور به یې هیڅ ګټه نه وي کړې.
طالبانو ته په کار ده چې په دې خبره ځانونه پوه کړي چې  له ښځو یا له بل هر انسانه د کار حق اخیستل او د تعلیم حق اخیستل، د ژوند د حق اخیستلو یوه بله بڼه ده او په دې بې انصافۍ او ستم کې به هیڅوک هم د ځان ملګري نه کړي. اند القاعده غړي دا خبره نه کوي چې ښځې دې د کار او تعلیم حق نه لري.

له خدمتګار څخه په مننې