محموده تقوا در پیژنو

۱۳۶۷ هـ لمریز کال وو، لا د کابل ښار له زړه څخه د کورنۍ جګړې له امله د اسمان غېږې ته تور لوګي پورته کېدل، چې د کابل ښار د کمپنۍ په سیمه کې  د الحاج استاد سیدعمر ذکریا په کور کې محمودې سترګې وغړولې.

 

محموده لا کمکۍ وه، چې کورنۍ یې بېرته خپل اصلي ټاټوبي د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د تنګي ښکلې درې ته ستنه شوه او محموده یې هم د وردګو ولایت د فاطمه الزهرا په ښوونځي کې داخله کړه. په خپله پلرنۍ سیمه کې یې تر شپږم ټولګي زده کړې وکړې او بیا یې له اوم ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې د کابل ښار د قلعه کاشف ښوونځی ولوست او په ۱۳۸۶ کال کې يې د دولسم ټولګي د فراغت تصدیق د افشارو د نجونو له لېسې څخه تر لاسه کړ.  په همدې کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته هم بریالۍ شوه او په پښتو څانګه کې یې زده کړې پیل کړې چې په ( ۱۳۹۰ )کې له دې پوهنځي څخه هسکه غاړه فارغه شوه. اوس مهال دکابل پوهنتون په پښتو ادبیاتو کې ماسټري لولي  محمودې  له ماشومتوبه له شعر  سره مینه لرله او ډیری وختونه به یي کلیوالې سندرې زمزمه کولې. محموده په خپل هنري ژوند کې پر شعر سربېره لنډې کیسې هم لیکي او د یوې ژمنې پښتنې په توګه د نورو ادبي فعالیتونو تر څنګ د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر غړۍ او ددې ټولنې منشي هم ده او له ډیری مجلو او اونیزو سره قلمي مرسته کوي او په زړه پورې مقالې ورته لیکي او ترڅنګ یې اوس مهال په ګوربت راډیو ټلویزیون تکړه پروډیسره هم ده.


خپلې خبرې د محمودې تقوا په دې بیت پای ته رسوم :

دا به زما تـــــــقوا همیش ملګـــــري وي

شعر پښتون قلم پښتون شعار پښتون

په درنښت
س – الهام ناصري  

له خبریال څخه په مننه