په کلي کې اوسیدم، برق مې په سترګو نه و لیدلی، خو هغه وخت زموږ ژوند (زما په اند!) ډیر ښه روان و. په اوړي کې به په برنډه د سپوږمۍ رڼا ته ناست و،  میاشو څخه د خلاصون لپاره به مو د شین شوبي په نامه بوټي ترڅنګ ایښودل او یا به مو پیاز د بدن پر لوڅو غړو موږلو؛ ژمی به د واړه لیکین (لاټین) رڼا ته په تاوه خانه کې ناست و، په تاوده چای او بړستنو به مو ځان ګرمولو. ډوډۍ او خواړه به هم د حیواناتو په خوشیو را پخیده. همدغه ډول ته مې د ژوند تعریف ورکړی و. چا به چې دا څیزونه نه درلودل، هغه ته مې غریب او ناچاره ویل. کله به مې له ځانه سره فکر کاوه چې دا خلک به څومره په مشکل خپل ژوند او کار پرمخ بیايي.

 

یوځل ناروغه شوم، کاکا مې په بایسیکل ډاکټر ته بوولم (رسولم)، په لارې مې پښه د بایسیکل ټایر ونیوله خپل مرض ېې راباندې هیر کړ.

کابل ته راغلم د کور د رڼا کولو لپاره مو د بریښنا څخه کار اخیست، په کوټه کې کیناستو خوند راکوه؛ اوبه مو په آب-ګرمۍ ایشولې، او ډوډۍ مو په منقل او ګازو پخوله؛ د پخلنځي، کور او کار پاکوالي لا ډیر خوند راکوه.

پوهنتون ته لاړم، کورنۍ دنده به مې په خپلو ګوتو لیکله، خو ځنو ټولګیوالو به په ډیره ښکلې بڼه د کمپیوټر په مټ د رنګارنګ ډیزاینونو سره خپله دنده یا راپور استاد ته تسلیم کړه. خپلو استادانو تشویق کړم چې باید کمپیوټر واخلم، هغه مې واخیست؛ د خپلې مینې له مخې مې ډیر زر زده کړ (ښونکی نلرم)، یو وخت راغی چې د خپل مسلکي ژوند زیاته برخه مې په کمپیوټر پورې وتړل شوه.

خارج ته د لوړو زده کړو لپاره لاړم، د خپل پروفیسور تر څنګ د انټرنیټ او پوست کالو (سافټ ویرونو) څخه په زیاته کچه د ګټې اخیستو مشوره راکړل شوه. پدې وخت کې مې د مسلکي ژوند نږدې هرڅه په انټرنیټ او کمپیوټر پورې وتړل شول، ددې سره جوخت د ټولینز ژوند او اړیکو زیاته برخه مې انټرنیټ او ټلفن ونیوله.

د کور خوراک او څښاک نور د حیواناتو له خوشیو، تناره او خاورین منګي څخه ډیر لیري لاړل؛ هر څه په ځانګړي پوښ کې پوښلي راته راځي. په خوړو کې د هرڅه فیصدي یا اندازه ټاکل شوي وي، د څښاک څیزونه هم دیته ورته هرڅه په تول برابر ترلاسه کولی شم.

ژوند مې د کليوالو له ملګریتوبه تر نړیوالو ملګرو او همکارانو وغزید؛ د قومیت، مذهب، دین، او نژاد پولې له منخه لاړې. د خپل کار یوه برخه زه (مسلمان) دلته پرمخ بیایم، بله برخه ېې په امریکا کې زما ملګری (عیسوي) پرمخ بیايي او یوه بله برخه ېې په جاپان کې دوه پوهنتونونه (بې دینه) په ګډه پرمخ بیايي.

 

اوس مې ژوند ټول بریښنايي شویدی. لیکنې، اړیکې، معلومات، څیړنه، خریداري، او هر څه ټول په کمپیوټر او انټرینټ پورې تړلي دي.

په مبایل کې د انټرنیټ نشتوالی د ړندوالي معنی لري، په کور او کارځای کې د کمپیوټر او انټرنیټ نشتوالی د جسمي او دماغي فلج معنی لري.

 

ډیر ځله دغه لنډ، خو ګړندي بدلون ته چې فکر کوم؛ هغه د خپل کلي ژوند اوس راته محال او ناممکن ښکاري. ولې داسې نده، اوس هم زموږ میلیونونه هیوادوال په خوشیو پخه ډوډۍ خوري، د لیکین (لاټین) رڼا ته کیني، او د حیواناتو په مرسته خپل ورځنی ژوند پرمخ بیايي. ډیر هیوادوال به اوس هم ځان په سپیرکۍ او بادیانو معالجه کوي، او یا به تر ډاکټر پورې په خر او یا بایسیکل باندې خپل ناروغان رسوي.

 

 

رنګین کلی

تخنيكى وده پرمخ ځى نه تميږي

دا نړۍ په يو رنګين كلى بد لېږي

 

كمپيوتر به وسيله شي د هر كا ر

كار به بى له كمپيوتره هيڅ نه كيږي

 

انټرنت به وي د يره د معلوماتو

دى ديره كى به له هر څه خلك خبريږي

 

انټرنت به هم ازاده لوى بازار وي

د بازار  راج به په هر ځاى كى چليږي

 

د قلم د ازادئ امكان ئى مل دى

د جانان كوڅى ته لا ره هم لنډ يږي

 

بى ريباره به شي مينه په دنيا كى

د ميينو به سيد ه خبرى كيږي

 

قا مي پولي اوسيا سي پولى به يو شي

يو له بله به بيا هډ و نه بيليږي

 

ستوری دا اوس نړۍ واله ترانه ده

چې د ځمګى تنابونه رالنډ يږي