د وسله والو په حملو کې یو ولسوال ووژل شو، بل ټپي شو
د میدان وردک ولایت د چک ولسوال نن سهار په داسي حال کې وویشتل شو چې له کوره دفتر ته روان و.
په دې پېښه کې د چک د ولسوال محمد اسماعیل وفا زوی ټپي شوی دی. له بلې خوا د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوال نن په یوه وسله واله نښته کې له خپلو دوو ساتونکو سره ټپي شو.
په دې پېښه کې، چې د حصارک ولسوالۍ په جوکان سیمه کې وشوه، د ولسوال یو ساتونکی وژل شوی دي. د حصارک ولسوال دې سیمې ته د دې لپاره تللی و چې هلته د مخالفانو پرضد د امنیتي ځواکونو جګړه له نژدې وویني. په جګړه کئې دوه وسله وال مخالفان ژوندي نیول شوي دي.
د ميدان وردګ د والي وياند شاهد الله شاهد وايي چې وسله والو حمله کوونکو محمد اسماعیل وفا په بابا کلا سيمه کېد ولسوال د تلو په لار کې ناست و کله چې دی د پېښې ځای ته ورسېد وسله والو ورباندې ډزې وکړې.
دی وايي په بريد کې ولسوال ځای پر ځای وژل شوی او يو زوی يې ټپی شوی دی.
د شاهد په وینا وسله والو تر بريد وروسته د پېښې له ځای څخه پښې سپکې کړې دي خو امنيتي چارواکي يې اوسهم د نيولو لپاره په سیمه کې تلاشي اخلي.
ذبيح الله مجاهد، چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي، وايي چې بريد د دوی ملګرو کړی دی.
مجاهد هم وايي چې په بريد کې ولسوال وژل شوي او زوی يې ژوبل شوی دی.
پنځه ورځې وړاندې هم د اسماعيل وفا پر موټر بمي چاودنه شوې وه خو دی ورڅخه روغ تلی و.