په یو کلی کی یوه واقه داسی شوی وه چی یو کس (ژیړ ګل) به د کورته په ننوتلو سره په خپله وریندار او مور د سوکانو باران جوړ کړی. یوه ورځ یی ورور په کور کی وو او ورته یی وویل ژیړګله بیا په ادی لاس اوپورته نه کی. ژیړ ګل خفه شو او له کوره وواته او دری ورځی کورته رانغی. یوه ورځ د چینو سره په پوله ناست وو نو د کلی ملک یی خواته ورغی او ورته یی وویل ژیړګله څنګه دسی خفه ناست یی:
ژیړ ګل: یاره دادګل ماما ته په خدای قسم اوخره او رښتیا راته ووایه چی دا ادی یواځی د اینځر ګل ده او که زما هم ده.
دادګل: ژیړګله بغیر له قسمه یی درته وایم ددواړو ادی ده ستا هم ادی ده او د اینځر ګل هم ادی ده.
ژیړګل: ښه دادګل ماما ته او خدای چی زما ادی هم ده نو زه په دی ادی د یو دوه سوکانو یو دوه سپړو او یو دوه لغتو حق نه لرم چی دا اینځر ګل ماته وایی چی په ادی باندی وار مه کوه.
دادګل ماما له لګ چورت نه بعد وخندل او ویی ویل ژیړګله بیلکل دی حق ده سوکان او لغتی څه کی چی په سوباړی یی ووه. راځه چی اوس قلبه وکړو او له همدی سره یی ژیړګل خپل پټی کی په قلبه ولګاوه
دافغانانو مور افغانستان سره هم څه همداسی کار روان ده. ژیړګل پاسیږی او هره ورځ یی په لغتو او سوکانو وهی او عزت یی لوټی او دا خپل حق ګڼي. ددی ځمکی د سر ملکان ورته وایی چی ستا حق ده او ژیړ ګل په خپل حق پوره کولو کی قصر نه پریږدی. دا هغه وطن ده چی هره ورځ یی یو ژیړګل زیږولی ده او هره ورځ یی د ژیړ ګل له لاسه وهل خوړلی دی. ژیړګل په مختلفو دورو کی په مختلفو نومونو باندی پیدا شوی او په ادی یی وارونه کړی خو په دی کی د اینځر ګل ګناه دا ده چی ورته یی ویلی دی چی په ادی وار مه کوه. د تاریخ په اوږدو کی ژیړګل ډیر ځله ادی باندی وارونه وکړل او اینځر ګل ورته ډیر ځله دوار نه کولو وویل. په هر دولت کی ځنی کسانو وطن وپلورو او ځنی کسان یی خلاف ودریدل نو ځنو ته د اشرارو نوم ورکړل شو او ځنو ته د ترهګرو نوم.
خو زه داوایم چی ادی همیشه ژیړګل زیږولی ده او اینځر ګل یی ډير لږ ځله زیږولی ده. او په هر وخت کی یو داد ګل شته چی د خپلی فایدی لپاره یی ژیړګل ته د سوباړی مشوره ورکړی ده. نن هم یو دادګل د ژیړ ګل سره یوځای ناست ده او د ادی دوهلو مشوره ورکوی خو دا باید ووایم چی ای اینځرګله نن ته ولی ویده یی چی ته دومره هم نه شی ویلی چی ادی باندی وار مه کوه.
په درنښت