په مرکز میدانښار کې د کوچیانو چارو دسمون لوې ریس غورځنګ کوچي لخوا ددې ولایت په (۲۰۰۰) زره اړو کورنیو باندې دخوراکي غنمو دویش لړۍ پيل شوه
په پیل کې ښاغلي غورځنګ دکوچیانو د(۱۷) قومونو ستونزې له نژدې واوریدې او دحل په موخه یې دمیدان وردګو ولایت والي محمد حلیم فدایي سره پداسې حال کې دکوچیانو استازو هم شتون درلود ولیدل او دواړو په ګډه دنوموړو ستونزو دحل په اړه کوچیانو ته ژمنه ورکړه.
ورسته دښاغلي غورځنګ او ددې ولایت دکوچیانو چارو امر حاجی امان کوچي هغه (۲۰۰) ټنه خوراکي غنم په په (۲۰۰۰) کورنیو باندې دویش چارې پیل کړی کوم چې دهندوستان هېواد لخوا دکرنې وزارت سره مرسته شوې وه چې دحاجي امان په ویناء چې دکوچیانو هرې کورنۍ ته به (۱۰۰) کیلو ګرامه غنم ورکړل شي.
لودین
لیمه وردګ