زه میړه نکړم!
څو ورځې مخکې مې وطن ته زنګ وهلی و خپلوانو مې داسې کیسه راته وکړه چې د زړه نه مې تورې وینې ورته څاڅي. کیسه د ظلم، دهشت، او د انسانیت په سر د لوبې کولو ده. دلته یو پلار چې د خپل اسلامي ټینګې عقیدې له مخې خپلې لوڼې د تعلیم په موخه له کوره بهر وتل حرام بولي (وايي پدې کلي کې یوه ښځه نورو نجونو ته درس وايي)، او تل ېې د خلکو غوږونه پدې اورولي دي چې: په ښځو د ډاکټرۍ او مامورۍ سبق ندی فرض؛ فرض علم یوازی دیني علم دی. دا سړی زموږ څه خپل هم دی قرأن کریم په ښه خواږه آواز لوستی هم شي - خو یوې لور ته ېې تر اوسه ندی ور ښودلی. سترګې توروي، پګړۍ په سر کوي، په هره جنازه، خیرات او طوی کې حاضر وي، او د خپل کلي مشر هم ځان بولي.
کیسه داسې ده چې کله مې د خپلوانو سره خبرې کولې راته ویل ېې چې (فلاني خیل) او (فلاني خیل) کیدی شي بدل وکړي، خو نجلۍ پدې کار ډیره ناراضه ده او تمامه ورځ ژاړي. زه چې دا نجلۍ پیژنم او ددې تعلیم یافته ورور هم پیژنم، نو د مقابلې کورنۍ په اړه مې ترې وپوښتل. راته ېې وویل چې: د هغه کورنۍ هلک هسې بې سره او بد رنګه انسان دی (خو پیسې لري)، او نجلۍ هم ښه بدرنګه ده.
دا دوه کورنۍ چې په خپل منځ کې سره خپلوان دي، هلک او نجلۍ دواړه خواوې یو بل ښه سره پیژني.
هغه نجلۍ چې باید دغه بې سره او بدرنګه هلک ته په نکاح شي، په ژړاوو ټول کلی خبر کړ، او همدا نارې وهي چې زه ددې هلک سره واده نه کوم ، خو کورنۍ یی وایی چی نه ته بایدی له همدا هلک سره واده وکړی
نجلۍ خپله بـیوسي پداسې ډول بیانوي:
په کور کې مې ډیرې چیغې نارې وکړې، د کور ټول خلک زړونه نلري تورې تیږې دي. که له کوره بیرون ووځم بیا به زما په عزت کې څه پاتې وي او یا به ددغه بې احساسه پلار او بې جرأته پټ خولي ورور ته څه آبرو پاته وي. او که تښتم چیرته و لاړه شم او بیا دا پیغور به څنګه کوم چې د تښتولی (د کوره تښتیدلې ښځه یا نجلۍ) نوم به را پورې وي. پلار مې نورې مشرانې خویندې هم همداسې خرڅې کړلې چې اوس د هرې یوې په خراب ژوند زموږ ټوله کورنۍ یو ځای ورسره سوزي. زما د ټولو مشرانو خویندو میړونه بې تعلیمه او بیسواده دي، ټول هیڅ د خپلو ښځو په قدر نه پوهیږي، د مزدورې په توګه ورسره چلند کوي، که څه هم کلي مو ډیر سره نږدې دي خو بیا هم زما خویندې په کال کې یو ځل یا دوه ځله نه را پریږدي.
دا نجلۍ د خپل بې رحمه پلار په اړه نور هم وايي: هغه (پلار) چې پیسې وویني، نه خدای پیژني، نه اولاد او نه هم دروازه. که هغه د خپلو لوڼو غم کولی زما د مشرانو خویندو د ژوند څخه به ېې عبرت اخیستی وی. خو نه، هغه تل جابر او ظالم قضاوت کوي.
دوی دومره بې احساسه انسانان دي چې زما ژړا ورته د زړه د ګوړې ماتول ښکاري. یا دا راته وايي چې تر ابده پورې خو دې نشو ساتلی، آخر به څه کوې.
ګرانو هیوادوالو،
که د یو خوا د غربي دیموکراسۍ په نامه زموږ د ټولنې د بیلارې کولو ډنډورې روانې دي او ډیر لوبغاړي هم لري، له بلې خوا دا پورته یاد تریخ واقعیت چې نن ددې بیچاره نجلۍ راتلونکې ورسره مخامخ ده هم د نه منلو وړ ده. زموږ د ټولنې هر پلار او هر ورور داسې فکر کوي چې د ښځو د ژوندانه ټول حق او اختیار خدای پاک دوی ته ورکړیدی. حال داچې داسې نده، ښځه خپله آزادي لري، خو که وغواړي خپل پلار، ورور یا بل څوک خپل وکیل ټاکلی شي. چې متأسفانه دغه خبره زموږ بې انصافه پلرونو ډیر غلط تعبیر کړیدی او لدې ټکي څخه د ځان لپاره د بیحده اختیار (ظلم) حق ورکوي.
ما خو د کفارو ژوند هم لیدلی او د خپلو مسلمانانو افغانانو ژوند هم ښه پیژنم. یو هم د خدای د پاک او منلي قانون (اسلام) سره برابر ندی.
پدې هیله چې زموږ خلک تر هر څه د مخه د خدای پاک په سپېڅلي قانون ځان پوه کړي، او د خپلو اولادونو د راتلونکې په اړه ښه فکر وکړي.
علم او تعلیم ېې ښه لاره ده!
لیمه وردګ